ونه

 ونه په څانګواوښاخونو ونه وي٠چې څانګې او ښاخونه يې نه وي،مېوه اوسيورى ونه لري،نو څرګنده خبره ده چې خلک يې ونه نه،بلکې دونې ډډيې بولي٠
دونې بې ښاخه اوبې ثمره ډډهغه انسان ته ورته وي،چې نوريې له مجبورۍ څخه ګټه اخلي،خوهغه دخپلې بې وسۍ پرسبب دهېڅ ډول سرغړونې توان نه لري٠يعنې خلک يې دسوځولو له پاره داسې ماتوي لکه قصاب چې پرتبردڅاروي هډوکي ټوټه ټوټه اوسپک سپک کوي٠څوک يې لکه ګنى سپينوي اودخونې چت پرې پوښي،خوڅوک چې غواړي کړکۍ اودروازې ترېنه جوړې کړي ؛نو هغوى يې په لويه اره،اره کوي،ترکاڼ ته يې وروړي،ترکاڼ هغه پر رندې تراشى اوبيايې په

سکينجه کې داسې نيسي لکه مړي ته چې ځمکه په قبرکې عذاب ورکوي نو بيا ورته کښته اوپورته ګوري ،چې يوه تخته بلې ته داسې ورنږدې شوې وي،چې ددوه تختوترمنځ ديوويښته پراندازې تشه هم نه وي،نوبيا پرې په داسې ډول مېخونه ټکوهي لکه ځينو چې دځينو پر سرونو ټکوهل ٠
معناداچې،دونې له ډډڅخه انسان پرخپله خوښه خپله اړتيا پوره کوي؛ځکه،چې هغه دځان ژغورنې له پاره هېڅ نه لري؛نه ښاخونه لري اونه هم سيورى او مېوه،خوکه همدغه ډډ،ونه وي يعنې شاخونه، سيورى اومېوه ولري؛نوبيا،خو((زه له تاځاراوته له ما))که څوک ترې مېوه اخلي؛نووخت پروخت به يې پراوبو پالي اودنوروله ډبروبه يې هم ژغوري٠که څوک يې يخ سيوري ته له سوځونکيوغرموپناه ور وړي؛نودکړولو پرځاى به يې د ښېرازۍ هڅه کوي٠
انسان هم بايدهغې ونې ته ورته شي،چې څانګې
اوښاخونه يې لکه ياران اودوستان وساتي اونوريې له يوازيتوب څخه ناوړه ګټه وانه خلي٠
انسان بايددعلم مېوه ولري،چې دنوروګټه ده ته اودده ګټه نوروته ورسېږي٠
انسان بايددهنرپرسيوري نورله سوځوونکيو غرمو وژغوري اوځان دنوروله ضرره خوندي کړي٠
انسان دې له ډډکېدنې ډډه وکړي٠که نه،نود بدمرغيو پر ارې به اره اوپرتبربه سپک سپک پروت وي٠

{شهزاده” شيرين زوى “ننګ جريده - دويم کال- دويمه ګڼه - مرغومي-١٣٨٣- ل هـ }