توره اوسپينه

دعمرله پلوه دواړه همځولې ښکاري،خودصورت له پلوه کله سپينه اوږده اوتوره لنډه ګڼل کېږي اوکله تورې ته لويه او سپينې ته وړه ويل کېږي٠دسپينې پرتندي داسې ځلالرونکى خال دى،چې لکه څراغ ترې هرخوارڼاخورېږي٠توره اوسپينه سهاراو ماښام دلږ وخت له پاره سره يوځاى کېږي٠ماښام توره پرسپينې تورڅادرغوړوي اودخلکوله نظره يې پټه وي،خوسهار بيادسپينې خال وځلېږي اودخلکو مخ ته نېغه ودرېږي٠دتورې اوسپينې دغه لوبه هرڅوک ويني،خوهر څوک يې پرمعنى نه پوهېږي٠ځينې، خو د تورې او سپينې توپير ځکه نشي کولاى،چې د سترګوله نظره بې برخې دي،توره هم ورته توره ده او سپينه هم ،خوځينې دسترګوپه شتون کې هم د تورې او سپينې ترمنځ تفاوت نه شي کولاى٠
درېيم ډول هغه وګړي دي،چې پردغې لوبې

ډېرښه پوهېږي٠دغه وګړي دنوروپه پرتله لږکي دي ، خودغه لږه کي هم ټول يومخ يورازنه دي،ځينې داسې دي چې دتورې او سپينې پرکړو وړو پو هېږي ،خو نورددوى دکړنې پرمعنى نه شي پوهولى او ځينې داسې دي،چې خپله هم پوهېږي اونوروته هم دتورې اوسپينې روان کردارته دځيرنې بلنه ورکوي.
دوى دتورې اوسپينې دغه لوبه بې معنى نه ګڼي، ددوى په تلواوراتلوخپله هم ادېښمن دي اونوروته هم وايې چې بې پروايي به نه کوئ؛ځکه،چې دغه توره اوسپينه دلوى پاچا پرحکم هرانسان ته دخپلې برخې ټول توکي وخت پر وخت ديوه توکي په بدل کې راوړي٠که انسان دغه توکي غواړي اوکه يې نه غواړي،خودوى يې ورته راوړي؛نوانسان بايددهغه وخت له پاره فکر وکړي،چې دغه توره اوسپينه،چې شپه اوورځ نومېږي ورته دخپلې برخې وروستى توکى يعنې مرګ راوړي اوژوند ترې اخلي٠