ستر راز

 ورځ په تلوکې وه اوداسمان پرخړې لمن يې د ماښام په تورې سياهۍ داسې کرښې کښلې وې، چې چادورځې پاى اوچادشپې پېل ګڼلې٠
کرښې دلوستلوله پلوه دومره ساده اوروانې وې، چې لوستي،خوﻻڅه چې نالوستي پرې هم پوهېدلاى شول،خوخلک دمادياتوپه لټه کې داسې بوخت شوي و،چې دکرښوپرلوستلويې سرونه نه خوږول، يوازې سرليک به يې دورځې دپاى اودشپې د پېل په نوم نوماوه ٠
ليکوال دخپل هغه مسوليت پراساس،چې دولس سترګې اودحالا تو ژباړن ګڼل کېدو دتصورسترګۍ (عينکې )پرسترګوکړې اوکرښوته ځيرشو٠دکرښو سرليک چې خلکو دورځې پاى اودشپې پېل ګاڼه، هغه انسانانوته دورځې پيغام وه٠ورځې ترهمدې


سرليک لاندې کښلى وه :-
((زه درنه ځم او تاسې پرلوى الله ( ج ) سپارم،خوپه تلو تلو کې غواړم ،چې تاسو دڅښتن تعالى د قدرت پريوسترراز پوه کړم؛هغه دا،چې تاسې کوم وختونه دورځې اوشپې په نومونو نومولي په حقيقت کې هغه دڅښتن تعالى دځواک داسې زنځيردى،چې يوه کړۍ يې دپولادواوبله يې د الماسوده٠څښتن تعالى ددغه زنځيريوسرپريواو بل سر پربل توکي پورې تړلى دى٠يوتوکى لکه روغ موټرپرمخ روان دى اوبل توکى لکه وران موټر پر همدې زنځير راکاږي٠ددغه زنځيرپوﻻدي کړۍ چې تاسوته مخامخ شي،نوتاسويې شپه بولئ او چې هغه ستاسوله نظره تېره شي اوسپينه الماسي کړۍ تاسوته مخامخ شي،نو هغه ورځ ګڼئ،خودا داسې نه ده٠دڅښتن تعالى دغه اوږد زنځيرچې پر هرې کړۍ يې دولس ساعته مزل کېداى شي؛تاسې يې ديوې ورځې اويوې شپې پرنومونو پېژنئ،خودا په حقيقت کې هغه زنځيردى چې يوتوکى يې له آدمه ع ترقيامته پر مخ روان دى،اوبل به ترهغې پورې راکاږي؛ترڅو،چې يې ستاسومخ ته راوړي٠د دواړو توکو نومونه له څلوروتوروځنې جوړېږي٠ توپير يې په خپلوکې دادى،چې ديودپاى تورى دتللوپرمعنى ولاړدى اودبل لومړى تورى دراتللوپر معنى ولاړاودپاى تورې يې له راتللو وروسته دتل پاتې کېدلوپه غرض پروت دى٠دواړه توکي څښتن تعالى دخپل ځواک پرهمدغه زنځيرتړلي،چې يوه کړۍ يې پوﻻدي ( شپه )ده اوبله يې الماسي( ورځ ) ده٠
پوهېږئ!د همدغې ورځې اوشپې دزنځيرپريوسر پورې دنيا تړلې،چې تلونکې اوفناکېدونکې ده او پربل سر پورې يې اخرت،چې راتلونکى اوتلپاتې کېدونکى دى))٠