سپېڅلې جګړه

  زه پوهېدم چې ددغې جګړې پايله دهغې په ګټه ده،ځکه چې زه تش لاسى وم اوهغه په ښووسلو سمبال وه؛دوريځولينده اودبڼوغشي يې درلودل؛د نظر بمونواودخندا تندرونويې دزړونو ماڼۍ لړځولې،د شونډوسکروټويې وريتول کول اودمخ ((شعاع))،خويې داوسپنوزړونه هم اوبه کولى شو٠
مانه غوښتل،چې له هغې سره دسترګوجنګ وکړم،خولېوني زړه مې داميدونولښکردهغې پرلور کومنده کړ٠
غوښتل يې دهغې دزړه سيمه ونيسي اوزماد مينې له پاره په کې جونګړه جوړه کړي،خوله بده مرغه چې لښکرله سختې ماتې سره مخ شواودزړه په پاچاهۍ مې غمونواودردونوبريدوکړ٠نږدې و، چې دزړه پاچاهي مې ورانه کړي،خودوژل شويو سربازانو زامن چې ارمانونه نومېدل،راپورته شول داسوېليو اوآهونو پر وسلې يې پاچاهي له ورانېدو څخه وژغورله،خوجګړه لا لکه دافغانانو خپل منځي جګړه له بې ساري تاوانه ډکه روا نه وه٠بې شماره اميدونه مې لکه دګلاب ګلونه ورژېدل٠دزړه ماڼۍ مې لکه زلزلې وهلى ديوال ودرځېده اودګرېوان تڼۍ مې د لېونتوب داړه مارانو چورکړې٠
دجګړې ټول تاوانونه زماپر برخه وه؛دهغې يوه ذره زيان هم ونه شو؛مازې څوجنګي اسيران ترې پاتې دي،چې دبشري حقوقو تربريده يې هم ښه ساتم؛دزړه غوښې اووينې دډوډۍ اواوبو پرځاى ورکوم،خوجګړه هغه وخت پاى ته ورسېدله،چې هغې دخپلې کوژدې پردسمال دجنګ بندۍ غږ پورته کړ٠په غږکې يې دبنديانوغوښتنه هم نغښتې وه٠اوس زه نه پوهېږم،چې بنديان يې وروسپارم او که نه ؟
له هغې سره زمايو بندي هم نه شته،چې پر دغو
بنديانويې تبادله کړم؛ماته دهغې زړه ښه معلوم دى،خوکه دهغې اسيران هم ورونه سپارم،نودزړه خونه مې داسې درځېدلې،چې په پوکي يې هم د نړېدلوامکان شته؛هسې نه چې دغه خونه ولوېږي اوخداى مه کړه دهغې اسيران يادونه په کې ژوبل شي٠