سپين اوبرګ

 له هغې ورځې راپه دې خواچې مادې غم لړلې نړۍ ته سترګې غړولي؛ښى اوکيڼ لاس مې پېژندلى؛د ښواوبدوپه توپيرپوهېدلى يم؛دګناه اوثواب احساس راسره پيداشوى٠دسپين اوبرګ جګړه ګورم٠
دواړه جګړه ماران دزړه پرسترګووينم ،چې يو لکه هېنداره تک سپين دى،دستوري په څېر پړقېږي او دڅراغ په شان رڼاکوي،خوبل لکه پړانګ برګ برګ دى،دمږک په څېربده بڼه لري او پربېلا بېلو بڼوله سپين سره جنګېږي٠
سپين لکه رښتينى افغان نه تسليمېدونکى
دريځ لري٠دخپل مخالف پر وړاندې خپل سر نه ټيټوي٠هغه غواړي،چې خپله سپېڅلتيا وساتي او خپله سپينه لمن له برګ نه پراغېزمندۍ برګه نه کړي،خودبرګ سترګې دهغه پړکېدا اوځلېدا ته نه غړېږي،دهغه روڼتيا نه شي زغملى؛هغه هڅه کوي چې سپين ترخپل اغېزلاندې راولي،دځان په ډول يې رنګ کړي، اويايې له هغه ملک څخه وباسي چې دوى دواړه په کې اوسېږي٠
برګ پرسپين داسې يرغلونه کوي لکه پر افغان ولس چې هخامنشيانو، هندوانو، سکندرمقدوني، ظهيرالدين بابر، چنګېز، انګرېز،او روس ترسره کړي دي٠هغه دسپين دسر ټيټۍ له پاره له هرراز زوراو هر ډول توکيوڅخه کاراخلي،خوسپين لکه واورين غر ورته تک سپين په مخکې ولاړدى اوپه کلکه دخپل ځان ساتنه کوي٠
دغه جګړه له هغې ورځې راپه دې خوا روانه ده چې مادې غم لړلې نړۍکې سترګې غړولي،ښى او کيڼ لاس مې پېژندلى،دښواوبدو په توپير پوهېدلى يم،دګناه اوثواب احساس را سره پيداشوى٠
زه يــــــې دزړه پرسترګــــو وينـــم،پرون هــــــم دغه
جګړه روانه وه، نن هم دغه جګړه روانه ده اوسبابه هم دغه جګړه روانه وي دانه پاييدونکې ( نه ختمېدونکې ) جګړه ده٠ زه باور لرم،چې دغه جګړه به ترهغې ورځې روانه وي؛ترڅو،چې زه له دې غملړلې نړۍ څخه سترګې پټې کړم٠هو!کله، چې زه له دې غملړلې نړۍ څخه سترګې پټې کړم،نودغه جګړه به هم پاى ته ورسېږي ځکه چې دازماپه زړه کې زمادايمان اونفسجګړه ده٠

{دوشنبه ، دزمري ١٩- ١٣٨٣ لمريزهـ- کچه ګړۍ – پېښور}