شک

  نه مې غوښتل چې ددرواغجن تور پرې ولګوم ځکه،چې له يوې خوا ګومان دايمان زيان دى اوله بل پلوه دهغه پرمخ سپينو ډکو(سپينې ږيرې )اوبېوسۍ دا اجازه نه راکوله،چې خبروته يې دشک پر سترګه وګورم،خودسپين ږيري غټې،غټې خبرې مې هم د زړه په نړۍ کې نه ځايېدې کله به مې له ځان سره وويل راځه پرې غږکړه،چې پرېږده بابادګورپرغاړه ولاړيې او دومره درواغ وايې اوکله به مې په زړه کې راغلل پرېږده يې چې نورڅه بوس بادوي ٠
زه پرهمدغه ذهني شخړه اخته ورته سرته ولاړوم او بوډا دېوال ته ډډه وهلې وه،نيمچه ځوانان ترې تاوشوي و،هغه دلمرله پيتاوي اوځوانانو دهغه له تودې مرکې اوغټو غټو خبرو څخه خونداخسته ٠
سپين ږيرى يوه شېبه غلى شو،سريې دځمکې لور ته ځوړندنېولى و،چې يوهلک پرې غږکړ:-(( ښه بابا بياڅه وشول !؟)) هغه لږسرنېغ کړهلک ته يې وروکتل اوويې ويل:-((بچيه !پرهغې شپې مې کم نه کم شل پنځه ويشت بلاګانې ووژلې،ډېرخوشحاله دخپل کاله پرلور روان وم،چې د زمريانو يوه ډله رانه راتاوه شوه))٠
بوډا دهمدې خبرې له کولوسره بياغلى شواود ځمکې پر مخ يې دکرښوکښل پېل کړل،خوهلکانو بياهم چوپتياته پرې نه ښودو٠يوه پرې غږکړ:-((باباله زمريانودې څنګه ځان خلاص کړ؟))٠
سپين ږيري،ږيره موټى کړه اوخوله يې پرانسته:-((بچيه! عجيبه وخت و تورې ته مې لاس کړ اوپر زمريانومې بريد وکړ،پرهرګوزاربه مې ديوه سرله تنې بېلولوکله چې ډېر ستړى شوم اوومې ليدل،چې ډلې ډلې زمريان له هرلوري نه راروان دي،نوپه هواشوم لاسونه مې لکه وزرونه خوځول اوپر سر يې ګرځېدم ))٠
دسپين ږيري خبره لاپوره شوې نه وه،چې زمادزړه پوکاڼۍ راوپړسېده اوپرې ورغږمې کړو:-((بابا په خوب کې!؟))٠
هغه په داسې حال کې چې سترګې يې دارمان پر اوښکو نمجنې وې پورته په څنګ راوکتل اوويې ويل:- ((هو بچيه، خو دځوانۍ په خوب کې ))٠
{شهزاده"شيرين زوى "لمن مجله: لومړى کال - لومړۍ ګڼه - زمرى - تله -١٣٨٤ لمريز هجري }