پتنګ اومېږى

   دپتنګ پرشمعې سوى وجودزمونږ پرهغه بام چې مونږ به پرې دشپې ناسته اوملاسته کوله دخلکوله نظره داسې ګوښه پروت و لکه په دين او وطن مين غازي چې داسلام اوخاورې له دښمنانو سره په جګړه کې شهيد کړاى شوى وي اوصورت يې په داسې ځاى کې پاتې وي ، چې نه ترې خپل غازيان ملګري خبروي اونه ترې نور مسلمانان،چې په درناوي يې خاوروته وسپاري٠
مادسباناري پروخت هغه وليد،چې يوتک سور مېږى ترې لکه سور لېوه راتاوو٠هڅه يې کوله،چې خپلې خونې ته يې يوسي اوهلته يې ښه په کراره، کراره وشپېلوي٠په همدې هيله به يې کله په خپل ځان پسې داسې راکاږه لکه روغ موټر چې په وران موټر کې پړى اچولى وي اوپرځان پسې يې راکاږي اوکله به يې شاته خپل تندى لکه دټيکټر ښاخۍ وراړم کړ٠
دمېږي کور له بامه ديوې لوېشتې پراندازې لوړپه ((سينه پناه)) دېوال کې وه٠په ډېروستونزويې دپتنګ مړى تردېواله ورساوه،خوکله به يې چې پر دېواله ددوه ګوتوپراندازې پورته کړ؛نودپتنګ له مړصورت سره به خپله هم لاندې راپرېووت٠بيابه يې هڅه وکړه،خوهره هڅه به يې ترلومړي ځل نيمګړې وه٠
څوځله پورته شو،خوکله به هغه لاندې اودپتنګ مړى به پرې دپاسه راپرېووت اوکله به دپتنګ خوارکي مړى لاندې اودى به پرې دپاسه شو٠
ډېرکوښښ يې وکړ،خوونه توانېد،چې دغه کباب شوى پتنګ خپل کورته ورسوي٠يوه شېبه ورنه تاو راتاوشو،خوښايي پوهېدلى به وي،چې ((په يوګل نه پسرلى کېږي )) ځکه،خو دنورو مېږيانولارې ته ورغى،له هغوى سره خوله پرخوله شو اوله ځان سره يې مله کړل٠دهغوى پرملتيا ، ملګرتيا اومرسته يې وکړاى شول چې په اسانۍ سره دپتنګ جنازه پورته کړي٠