پسرلى پاچا شو!

  دکال څلور واړه موسمه لکه څلورسياسي سيالان په توده سيالۍ دکايناتو ډګر ته پر دې غرض راووتل ، چې د انسانانو پر ذهنونواوذوقونو خپل ځانونه ومني اودزړونو په هېواد کې دبادشاهۍ مقام تر لاسه کړي،چې دهمدغه پلان دپلي کېدو لپاره دوبي (اوړي )دمچانو،مياشواو غومبسو الوتکې ؛د مېږتنو،لړمانواوغونډلانو،شوبلې؛د سمسرواو مارانواوږده،اوږده ټېلر(ترېلې )اودزورورې ګرمۍ ګوريلايي لښکر له ځان سره راوست اوپه شنه زور يې خپل ځان پر خلکو وروتپه،چې زړونه اوذوقونه يې دنه منلوپرغرض لا تر اوسه بېړنۍ مظاهرې او لاريونونه کوي٠
مني(خزان )له راتللوسره سم دښکلاګانواو رنګينيوپه وژلو لاس پورې کړ اولکه وحشي چنګېز يې دښکليو ښکليو ګلانواوښايسته ښايسته شنو پاڼوجنازې روانې کړې؛ونو او بوټو ته يې دخړو خاورو رنګ ورکړ اود مساوات غوښتونکي په توګه يې ټوله نړۍ يوډول خړه پړه کړه خو زړونواوذوقونو ته يې لاره ونه مونده٠
سړمنى (ژمى ) له بادونو،بارانونو،واورو،ږليواوله سختې يخنۍ سره راغى٠که څه هم خلکو د ټينګار په توګه تاوده کالي،څادرونه،کمبلې اوبړستنې واغوستې،خوخپلې غېږې يې ورته خلاصې نه کړې٠
پسرلي(بهار)پرخپل راتګ دښتوته رنګينې لوپټې ډالۍکړې؛پرغرو او رغو يې ګلونه وشيندل،ونې اوبوټي يې ګلغونچې کړې اوانسانانوته يې دمينې،محبت،رنګونو، خوندونو،جوش اوجذبو پيغامونه له ځان سره راوړل ٠
خلکو،چې دپسرلي پر زړه پورې اوګټورکارونه وليدل،نو دښکلا انځورګرانو(شاعرانو اوليکوالانو) پرخپلو ليکنو ولمانځه؛سيندونه ورته له خوشحالۍ پر نڅاشول،طوطيانو او بلبلانو ورته دهرکلي پرسندرو پېل وکړ،زړونو اوذوقونو د منښت رايې ورکړې،پسرلى پاچاشو اوپرخپلو سيالانويې ومنله،چې ((انسان داحسان تابع دى)) او ((پر زور کلي نه کېـږي((٠
}شهزاده”شيرين زوى “کاوون جريده : لومړى کال ، شپږمه ګڼه ، ١٣٨٢ ل هـ کال- زمرى{