پخه خبره

  بهلول له ښاره په پنځلس افغانۍ دانګوروبوټى راوړ،په باغچه کې يې کښېنولو،دونې وچه خاده (څانګه) يې ورته په ځمکه کې ښخه کړه اوتاک يې پرې وروخېژا وه٠
تاک دښې پالنې اوڅارنې پرسبب ډېر ژر وده وکړه اوبنجخه (څانګه )يې په خپلو شنو پاڼوکې داسې وپوښله لکه کليواله پېغله چې په شنه لوپټه کې نغښتلې ولاړه وي٠
بهلول بله غټه خمبه (څانګه )هم ورته ودروله اود تاک څانګې يې پربنجخې پورې پر زړو ټوټوداسې غوټه کړې لکه ډاکټرچې دچاله ژوبلو ګوتوسپين سان تاوکړي٠
تاک لکه نازولى ماشوم هره ورځ موټى موټى لويېده٠لږه موده کې پرغټې خادې هم لکه کېږدۍ
ورکوډۍ شو٠
بهلول داځل ورته لويه څپره ووهله اوتاک يې پرې وروخېژاوه٠
تاک دوخت پرتېرېدو پرټوله څپره لکه شين
بخمل وغوړېده٠څه موده پرې دښامار په څېر پروت و،چې دبادطوفاني څپې څپره دټغر په شان پر ځمکې هواره کړه٠
بهلول دڅپرې پرليدلو يوه شېبه سرځوړند نېولى و،خوله لږځنډوروسته يې لستوڼي راونغاړل اود تاک په پورته کولو يې پېل وکړ٠غوښتل يې تاک بېخي له څپرې رابېل کړي اوداځل ورته ښه کلکه څپره جوړه کړي،خوتاک د(( ژورې *)) په شان په څپرې خوله ښخه کړې وه٠دڅپرې اوتاک بېلول سم لکه دنوک اوورۍ بېلول و٠
بهلول پرپوره پام لکه له څاروي،چې څرمن وباسي دتاک څانکې دڅپرې له خادو څخه بېلې کړې او


* ژوره يوډول وينه څښوونکى نرى ژوىدى،چې په اوبوکې ژوندکوي

اوږه يې ترې لاندې کړه،چې له څپرې يې لږبله خوا واړوي،خودوه درې قدمه يې اخستي نه وه،چې پښه يې په ښاخ کې ونښته اوله تاک سره پرڅپره ور پريوتو؛وچ خنډيې په لاس کې ورننوت؛ژرراپورته شو،تاک ته يې کلکه لغته ورکړه اوپه غصه يې ورته وويل:-((بې ننګه بوټيه! ټول عمردې دنورو پر اوږې تېرکړ،خو يوه شېبه پرخپلو پښودرېدلى نه شې،چا رښتيا ويلي )):-
((چــــې تکيـــه دچاپربل وي
پــه پوکي يې پرځېدل وي ))

{شهزاده "شيرين زوى" ننګ جريده: دويم کال،لومړۍ ګڼه، پرلپسې پنځمه ګڼه،١٣٨٣ ل،لړم}