مرام

  خداى خبر چې بلبل به له څه وخت راهسې تږى و؛ خوارکي هڅه کوله چې دګلاب په زرين کنډولي کې دسپينو پرخو پر سپينو شېدوخپله وچه ژبه لمده کړي اودخپلې وچې مرۍ وچه شپېلۍ دخوږوخوږو نغموله پاره غوړه اوتازه کاندي٠پرهمدې هيله دچنارله لوړې څانګې راښکته شواودګلبوټي پرسر يې دوره ووهله،خو دګلاب زرين کنډولي ته داغزيو څارونکي ولاړو٠
نه پوهېده چې څه وکړي،دواړو خوانه ورته خپل مرګ سترګکونه وهل٠له يولوري پرې تندې مرګوني بريدونه کول اوله بل پلوه ورته داغزيو تورو اونېزو دمرګ زېرى ورکاوه٠له ډېرې تندې دبلبل خوارکي خوله خلاصه خلاصه کېدله،خو د اغزيو له بېړنۍ مړينې ورته دتندې وژنه لږ لرې ښکارېده٠ بېرته دچناردنګې څانګې ته وروالوته؛په سوو سوو نارويې پېل وکړ،مرۍ يې نوره هم وچه شوه،تنده يې زياته شوه،بيايې دګلاب پرزرين کنډولي غوټه ووهله،خوبيايې هم وليدل چې د ګلاب زرين کنډولي ته داغزيو بې شمېره ساتونکي ناست دي٠ څودورې يې ووهلې،له ستړيايې خوله خلاصه پاتې شوه،خوژبه يې لمده نه شوه٠
بياخپل دمه ځاى ته ورغى دچنار په څانګه کښېناستۀ،وزرونه يې ځوړند شول ،ژبه يې راووته خو دپرخو سپينوشېدوته يې نيم زړه نه و٠زړه نازړه يې بيا دګلاب دزرين کنډولي پرلور وزرونه وټپول خوداځل هم ورته ګلبڼ کربلا اوګلبوټى د اغزيو غشي په لاس ((يزيد)) وبرېښېده٠غوښتل يې بېرته دچنارهسکې څانګې ته ورشي،خودزړه زوريې تمام شوى و؛ونه توانېده،چې لوړښاخ ته ځان ورسوي؛نو په هغه ټيټه څانګه کښېناسته،چې دګلبوټي سرته غځېدلې وه٠ورو،ورودڅانګې سرته ورغى،دګلاب زرين کنډولي ته يې سرځوړندنېولى و،چې پرتګي اوستړي بلبل له تندې اوستړياسره خوب هم بريد وکړ٠سترګې يې پټې شوې،پښې يې سستې شوې او دچنارله څانګې لاندې پرګلبوتي راپرېووت٠ټټر يې داغزيوپه تېرو غشوټپي شو،خوخپل مرام ته ورسېده٠

دزمري ٢٩مه ١٣٨٣