ته هم لمر يې!

  په دې خبره کې هېڅ شک نه شته،دلمر مقام ډېرلوړدى،وړانګې يې پرټوله نړۍ خورې دي،هر ژوندى يې رڼاته اړدى،دځمکې له مخ نه رنځونه ختموي اونباتاتوته رنګ اوخوندوربخښي٠که لمر نه واى مونږبه خپل ځانونه هم نه واى پېژندلي؛نړۍ به قبرته ورته توره تياره واى٠همدغه لمردى چې د وړانګوپرغشوتوره شپه ولي اودتورې تيارې جنازې ته اوږه ورکوي٠دلمر زرينې وړانګې ترسرو زروهم ډېرې ارزښتناکې دي٠
په دې کې هېڅ شک نه شته،دلمرمقام ډېرلوړ دى اومونږ ټول يې په وړتيااواړتياپوهېږو،خو ستاينه يې نه کوو٠
زه نه وايم چې ته به لمرنه يې٠ته به هم لمريې، ټول ارزښتونه اوصفتونه به دې دلمروي؛دشهرت وړانګې به دې پرټوله نړۍ خورې وي،دعلم رڼا ته به دې هرڅوک اړوي اودناروغيوپردرملنه به هم پوهېږې،نباتاتوته به پرخپل هنر رنګ اوخوندهم ورکولى شې،دمخ رڼابه دې تيارې رڼوي،ستا ارزښت به ترسرو زرو ډېر وي هو! ته به انسانانو ته انسانيت هم ورښودلى شې٠
زه نه وايم چې ته به لمر نه يې٠ستا ټول ارزښتونه اوصفتونه به دلمر وي،خوته هم لکه لمرله چانه خپله ستاينه مه غواړه٠په خپل غوره مقام دهغه څښتن شکراداکړه چاچې تاته دغه برخه دربخښلې٠ هسې نه،چې هغه تادناشکرۍ له مخې دتورې شپې په غېږه کې ورک کړي اوهغه څوک چې تاته هېڅ نه ښکاري هغوى به لکه ستوري وځلوي٠