هېنداره !

له ماهېنداره ورکه وه؛ماخپل ځان نه ليده؛ماچې هغه په کوم دېوال اودکومې دروازې ترڅنګ ليدلې وه، هغه دېوال نړېدلى اوهغه دروازه نه وه ٠
زه لکه دلېونيانو مير، ببر سراوڅېرې ګرېوان ګرځېدم،ماته د ورکې هندارې اندېښنودغمونو اغزن لباس اغوستى و٠ژوندمې دلېوني زړه له لاسه دزهرو په پياله کې پرېوتى و٠زماپرخفګان هرڅه خپه خپه ښکارېدل،خو(( بده ورځ ورور نه لري)) نه يې غوښتل،چې له ماسره دزهرو پياله غړپ کړي،خوشحالي راته نېږدې نه راتله اوخندامې سيورى پرډبرو ويشتو؛ستورو راته حيران حيران کتل اوسپوږمۍ به لکه هغه پېغله،چې له خپله ياره بېله شوې وي دخپلې رڼااوښکې دورېځوپه لوپټه پاکولې؛مابه،چې هرځلالرونکى توکى وليد، نو ورمنډه به مې کړه،خوهغه به زماهېنداره نه وه٠
مادهغې پرهکله دسحروږمې پوښتلې،خوهغوى به لکه ګونګۍ ماشومانې ترخوارانه غلې غلې تېرېدې اوهېڅ ځواب به يې نه راکولو٠ماپه ورکې هېندارې پسې ډېرې لارې اوکوڅې ولټولې،له ډېرو دښتومې په خپلو پښوکې اغزي راوړل،خودهرې هڅې پايله به مې هغه پښتو لنډۍ وه،چې:
لادې يوکال ژړلي نـــه دي -- دومره اسانه خولګۍ کله درکومه
مادکال ژړاته ملا تړله،چې هغه له لرې ديو چاپه لاس کې وځليده؛دزړه مرغه مې دسينې په پنجره کې له خوشحالۍ پرترپکو شو،په بېړ ه ورنږدې شوم،ډېرمې ور وکتل،خوخپل ځان مې په کې ونه ليدو؛سترګې مې وموښلې بيامې وروکتل٠هغه هماغه هېندار وه،خود واده پرنکريزو رنګ اوديو زلمي انځور پرې لګېدلى و٠

}شهزاده”شيرين زوى“ورځ مجله: څلورم کال،شپږمه ګڼه١٣٨٣ل هـ -غبرګولىاوچنګاښ- پرله پسې،٢٦ګڼه{