غونډل که غڼه

 لرې لرې دتوروغرونو پرتورواوښانو دژمي سپينې واورې باروې،خودژمي موسم دوه مياشتې مخکې کډه وړې وه٠دپسرلي پسته،پسته وږمه داسې لګېده لکه له زيارکښ نه چې خپله مينه پر خپلو ورېښمينو زلفوپه مينه،مينه دمزدورۍ ګردونه څنډي٠سپوږمۍ هم لکه ښاري پېغله خپل ټول مخ دورېځوله حجابه راکښلى و٠
مونږڅوخواږه ملګري دخپل کورترڅنګ دخوړپر سپينواوپستوشګو دپسرلي هوا اودسپوږمۍ رڼاته ناست وو٠تېرماسخوتن و،ښکلى ادبي بنډارمو جوړکړى و؛داسې بنډارلکه عاشق اومعشوقې چې دسپوږمۍ رڼاهم پرې ايښې وي اوددېوال سيوري ته يې دخپلو زړونوکتابونه يوبل ته پاڼه ،پاڼه غوړولي وي٠ مونږهم دخپلو زړونوکتابونه يوبل ته پرانستي وه٠دژوندښې اوبدې خاطرې موسره لوستلې ٠کله به دغمونواودردونوجهان ته ورننوتو اوکله به مود خوشحالۍ اونېکمرغۍ په نړۍ کې سترګې وغړولې چابه دتېروخت پرتېرېدودخوښۍ احساس کاوه او چابه هماغه ناداني اوسادګي پاچايي ګڼله٠شپه چې څومره پخېده هومره مودزړه خواله خوږېدله٠دملګروله زړونونه لکه ستوري سپينې اوښکلې خبرې راوتلې٠مونږه هريوه به دبل له سپينواوخوږوخبروداسې خونداخيسته لکه د قاف ښاپېرۍ چې دسپينو زرو په جام کې خواږه شات راکوي٠يوه به چې وويل:-((ځئ چې ځونيمه شپه شوه)) بل به پرې غږکړ:-((کښېنه ياره داسې شپه کله کله راځي ))٠د يوه هم زړه نه کېده چې خواږه ياران، خوږې خبرې،دپسرلي مسته هوااود سپوږمۍ زړه راښکونکې رڼاپرېږدي اولکه مارد خپلې خونې په سوړه ورننوځي،خو زمونږ دغه خواږه بنډارته دپاى ټکى ځکه کېښودل شو،چې ناڅاپه زمونږ يو ملګري خپله څپلۍ دځمکې پرلور وروتوغوله٠غرب شو،داسې غرب،چې زمونږ د خيال ماڼۍ يې لکه(( پنټګون )) څښتن تعالى ته په سجده کړه٠ زمونږ ټولو سترګې دهغه پرلور ورواوښتې٠ هغه بېرته خپله څپلۍ پورته کړه،پرڅپلۍ ويشتل شوي ځاى ته يې وکتل،اوږې يې پورته پورته واچولې اوله ځانه سره وبنګېده:-((مورمې پرې بوره کړه))زمونږبل ملګرى له خپله ځايه ورپورته شو، سترګې يې دځمکې پرلور واچولې اوويې پوښتل:-((څه شى و؟))٠هغه ځواب ورکړ:-((غونډل و،مړمې کړ،داوګوره، دغه دى))٠مونږټول پروژل شوي توکي ورټول شوو٠احمدشاه هغه له ځمکې څخه پورته کړ،په ګوتوکې يې واړاوه راواړاوه اوپه غصه يې عبدالسلام ته وويل:- ((کښېنه خوارمه شې،زمونږه خوږ بنډاردې راوران کړ،لږفکر ښه دى،دظالم غونډل پر ځاى دې مظلومې غڼې ته سزاورکړه٠ دزمري ٢-١٣٨٣