انسان دګياه په بڼه

هغه شپه،چې دخونې له څلورو دېوالونوپرته مې نورهېڅ نه ليدل،نه ستوري وه اونه سپوږمۍ،د ديوالي ګړۍ ټک ټک ته غوږ غوږ اودڅراغ تتې رڼا ته سترګې سترګې پرخپلې بسترې پروت وم٠ذهن ته لکه دشاتو مچۍ بلافکرونه تلل او راتلل٠دخيال مرغه مې ددنيا اوعقبا پرغرونو الوتنې کولې،د خوب ښاپېرۍ لکه حياناکه پېغله دشوګير له وېرې نه راتله،خوزه ورسترګې په لاروم،چې ناڅاپه د انسانيت پټ اوښکاره دښمن دخپلو موريدانو داڅرګندونه،چې ((انسان لکه ګياه پيداکېږي اوپنا کېږي ـ نه جنت شته اونه دوزخ))ديوې تورمخې ښځې پربڼې زمادزړه انګړته راوستله٠
دزړه کورته ددغې تورمخې ښځې په راتلودخونې کوربه چې ايمان نومېده دمخنيوى پرغرض راپورته
شواودهغې په مخ کې لکه غر ودرېده٠ هغه نه غوښتل چې هغه تورمخې ښځه زمادزړه سپېڅلې خونې ته ننوځي،خوددغې نظريې،چې((انسان لکه ګيا٠٠٠))دلرونکيو پيردومره مکارو،چې حضرت ادم (ع ) او بي بي حوايې له جنت څخه کوچېدوته اړکړل٠
هغه پرخپلو مکرونوخپله تورمخې زمادزړه په خونه کې ميلمنه کړه اوزه يې دڅېړنې سوداپسې د فکربازارته واستولم٠مادتصورسترګۍ(عينکې ) پرسترګوکړې اوانسان مې دګياه پربڼـې وڅېړلو٠
هغه له يو واړه زړي څخه پيداشو،دځمکې تيونه يې ورودل اودبادپه ځانګوکې ځنګېدو؛چې لږ غټکى شو،د ويالې شېدې يې څښلې اودلمر ډوډۍ يې خوړله٠صورت يې مخ پرغټېدو اوعمر يې مخ پرکمېدو روان و٠دپسرلي ځواني پرې راغله،وخت پر وخت پرې دبارانونو خوشحالۍ اودطوفانونو غمونه راتلل٠دخزان زړښت يې لاپاڼه نه وه ژېړه


کړې،چې يو بزګر ورته لکه دمرګ پرښته راغى او د لور پر اجل يې ورته دروح اوتن اړيکې پرې کړې٠د ځنکدن ترخه يې پرې وڅکل،دخپل څادرپه کفن کې يې ونغاړه اودخپل کاله ادېرې کې يې دبوساړې په تورلحدکې کېښوده٠
هغه په خپل نوي اونا اشنا کورکې دتيارو په غېږه کې پروت و؛نه يې دوتلو لاره وه اونه پرې ددنيا هوالګېده،خوکله چې موسم لکه اسرافيل( ع ) شپېلۍ پوکړه اودمني محشر پرې راغى،نوله خپل قبرڅخه راپورته کړاى شو،خودنياهغه ډول نه وه چې ده ليدلې وه٠يوشين بوټى هم نه و ټول ده ته ورته له قبرونو راوتلي وه اودخپل راتلونکي ميزان ته هک پک پاتې وه٠ځينې يې لکه له ګناه ډک د نغريو اوتنورونو دوزخونو ته اوځينې يې دڅارويو د خېټو دوزخي کندوته پرراکښلوراکښلو وړل کېدل ،خو ځينې نورلکه نيک عمله مومنان له دغو دوزخونو خوندي پاتې کېدل اودهوا مرغان به لکه درحمت پرښتې راتللې دوى به يې په خپلو منګولو کې دباغونو اوګلبڼونوجنتونوته وړل اوهلته به يې لکه دعمل برابر مقام چې ورکوي،ځينې به يې دونو په لوړوڅانګو کې اوځينې به يې دګل بوټو په منځ کې کېښودل٠دپرخو حورې اودشبنمو غلمان به يې پرته ليدل، دنرګسو وږمې به پرې لکه دجنتيانو ارګمي لګېدل اودتاکونوله سترګو به پرې شراب څڅېدل٠
ماچې انسان دګياه پربڼې هم په دوزخ اوجنت کې وڅېړلو،نودفکر له بازاره ډېرپه بېړه راستون شوم ، چې هغه تورمخې ښځه دخپل زړه له خونې څخه ورټم،خوهغه لکه مارخوړلې په زړه بيداره وه اوزما تر رټلو يې دمخه پښې سپکې کړې وې٠
شهزاده”شيرين زوى“ورځ مجله:څلورم کال، پنځمه ګڼه ١٣٨٣ل هجري: ورى اوغويى پرله پسې ٢٥ ګڼه