سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

تورنپال بابى

ښاغلى تورنپال بابى د ارواښاد شهيدمحمداسحق خان زوى دى، چې په كندهار كې زوكړى دى. د كورنۍ لړۍ يې د ميرويس خان نيكه تورزن، پښتوپال او ادبپال" بابوجان بابي" ته رسېږي. ښاغلى تورنپال د ستر او زلمي ټولواك شاه حسين هوتك په ښوونځې كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې، د هېواد د دښمنانو د ورانكاريو او ظلمونو له كبله ونه توانېد چې خپلې زده كړې بشپړې كړي، له دې امله يې ددې جګړو ډېرې صحنې او پېښې په ذهن كې غزونې وكړې چې اوس يې هم هر مهال سترګو ته نېغې نېغې كېږي، نوموړى كډوال شو، سختۍ يې وګاللې او د ژوند ترخې او خوږې يې وڅكلې، د ملي محاذ په فرهنګي څانګه كې يې دنده پيل كړه، له ډېرو نورو شخصيتونو او څېرو سره اشنا شو، د خپل ملي او افغاني شعور له مخې يې د هېواد د لويو او وياړمنو شخصيتونو د ويناوو د دودونې او ځلونې په موخه يې هم ښايسته هڅې وكړې، خو د ناسمو شرايطو د لا اورورينېدو له كبله امريكا ته كډوال شو، نوموړي هلته د لطيف جان بابي او غرڅنيخان بابي په مرسته د افغانستان د ملي ژبې د غوړېدو او ځلېدو لپاره فرهنګي او كلتوري هڅې پيل كړې، د دووكلونو لپاره يې په خپل لګښت او مېړانې پښتو مجله خپره كړه، سربېره پردې يې پښتو كليز، خبري پاڼې او خبرتياوې يې په خوږه پښتو وژباړلې او خپرې كړې.
د كورنۍ له مشر"بابو خان بابي" څخه شاعري او ليكوالي په ورثه ورپاتې دي، چې تر دې مهاله ددې كورنۍ په فضا كې غوړېدلي او تاندې دي، همدراز يې كورني مشران رحمت الله خان بابى، سليمخان بابى او دين محمدبابى د شعري دېوانونو خاوندان وو، د كورنۍ لرغوني اثار په تېره بيا د شاه حسين هوتك د مهال قلمي اثار يې د بېباكو واكمنانو او ناسيالو پښتنو له خوا لوټ شول، همدراز كورني شتمني او جايدادونه يې هم تالان شول، د كورنۍ سپينږيرو يې خرقې شريفې مبارك زيارت ته پناه يووړه او پر ځوانانو په تېره بياغلام حيدرخان بابي او ابراهيمخان بابي د تېلداغۍ حكم وشو، درې سوه كسيزه درنه كورنۍ يې هر مهال د مړينې له ګواښ سره مخامخه وه، خو د نادري پېر(دورې) په پاى كې يې مشران له زندانونو څخه خوشې شول او په كندهار كې يې د ژوند كولو حق تر لاسه كړ.
بابى يو هېواد مينى او پر ملي وياړونو او ارزښتونو مين شاعر دى، لږه شاعر هم كوي ښه يې كوي.
 

 غوښتنه
زه به څه غواړمه خاونده چې ته دا را
ته باندې پوه يې يو د ګل غوندې اشنا را
چې د ژوندون ترخې تيارې مې پرې روښانې وي
يوه ډېوه په تور زړګي كې د رڼا را

ښكلا او خپلواكي
تا د نامه په ښكلا د لمر وړانګې
خپرې وې هر لوري ته،
خو،
زه يې په سيوري كې وم؛
دا ولې! دا ځكه
چې زما مينه ستا تر ښكلا لويه ده،
او ستا ښكلا زما د تور، سوړ او ژور زړګي
اوږده دالانونه نه شول پوره رڼا كولاى؛
نو زه هم ځكه ستا ښكلا نه لمانځم
ته مې هېر كړه
او ما هم د وروستي ځل لپاره هېره كړلې
واخله!
دا راكړى احسان دې بېرته واخله،
زه د مينې ړوند يم، ما ته يوازې احساس بس دى
بيا زما و تياره ګور ته هم ډېوې مه بلوه،
ما تا ته رښتيا نه شواى ويلاى
ما دروغجن مه بوله
زه روغ ښكارم، خو ړوند يم، په دې چې تا نه وينم،
هغه يادونه چې زما پر زړه را اوري
روغې سترګې خز هم هغه نه ويني،
نو پرېږده چې زه ځم
پرېږده ما په ابدي خاموشي او تياره كې يو او يوازې
خو خپلواك!
نو
پرېږده.
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de