سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

سردار محمد شكېب

ملا سردار محمد شكېب د ښاغلي راز محمد زوى پر 1354 ل.كال د زابل ولايت د شاه جوى په سيمه كې زېږېدلى دى. ديني زده كړې يې د زابل ولايت او پاكستان په بېلابېلو مدرسو او جوماتونو كې تر سره كړې دي، تر دې مهاله يې ګڼ شعرونه ليكلي،شعر، "په ځانګړې توګه غزل"يې ډېر ظرافت او ځينې بيتونه يې په خپل سندريز تال كې زړه راكښونكى جوړښت لري.نوموړى هڅه كوي چې خپل احساسات او خيالونه په زغرده انځور كړي، خو بيا هم خپلو خبرو ته دومره ډېر استرونه نه وراغوندي چې فكري او هنري انډول يې خپل يووالى له لاسه وركړي، شعري بيان يې له خپلې ټاكلې اډانې څخه بهر نه وځي، په شعر كې يې يوه مرموزه مستي په غورځنګو ده او ځينې ټكي به داسې هم په كې وي چې د پوهېدو لپاره يې بايد له لږ څه سوچ او ژورتياڅخه كار واخيستل شي، يا يې هم د ځينو شعرونو د انځورونو او لفظي جوړښتونو تسلسل يې په بشپړ ډول نه دى غزول شوى، چې په ازادو شعرونو كې يې ډېر تر سترګو كېږي.
خو تر هـغه ځايه چې يې نوي شعرونه لولو، ښه بيان يې ددې څرګندوى دى چې ښه هنري ژبه لري، چې په راتلونكي كې به نوره هم ښكلې او زړه راښكونكې شي او دا كار ورسره په پرمختګ كې مرسته وكړي، د ځينو ازادو شعرونو وزن يې روان نه ښكاري، چې دا ستونزه يې په پخوانيو شعرونو كې ډېره تر سترګو كېږي او اوس يې دا ستونزه غوڅه كړې ده. ښاغلى شكېب دشعر تر څنګ نثرونه هم ليكي او ژباړه هم كوي. چې تر ډېره حده ديني او اسلامي موضوعګانې څېړي، كوم ځانګړى خپور شوى اثر نه لري. نوموړى د څه مودې لپاره د خلافت مجلې مسوول چلوونكى هم پاتې شوى او اوس هم په كندهار كې پر فرهنګي چارو بوخت دى.
 

 زور

له بره راشي، د ګرېوان پر ښكلي چم پر ېوزي
څو ستړې اوښكې مې له سترګو نه هر دم پرېوزي

د زړه پر تخت كه مې زخمونه جوړوي رقيبان
د يقين توري مې پر زړه لكه مرهم پرېوزي

د ګلو څانګې به شي تاوې له سكروټو ځنې
پر هره پاڼه به رحمت لكه شبنم پرېوزي

څومره ساده دي هغه خلك چې لا نور نه مني
ګنې د ستورو قافلې به پر عالم پرېوزي

د مظلوم اوښكې بې څه مه ګڼه، شكېبه ياره!
يووخت به دا هم پر كلنټن لكه اټُم پرېوزي.

كندهار

پرونۍ وعدې

پرېږدئ چې وسوځم ،لوګى لوګى شم
پرېږدئ ستي ستي شم
زه د پتنګ په څېر لمبو ته دانګم
پرې چې لوزونه مو نيمګړي نه شي،
ها پرونۍ وعدې مو ماتې نه شي
زه چې ازل كې لا د مينې په ټالو زنګېدم
او هغه شېبه
د لېونو زندان ته وهڅېدم،
نو ځكه اوس هم ، دهغې مينې
تنكې خيالونه،
زما په رګونو كې غورځنګ كوي ،ټوپونه وهي
او رانه غواړي چې لمبه لمبه شم،
زه يې هم سرو اورو ته ونڅېدم
و سرو سكروټو ته يې وغورځېدم
لا د همدې مينې په تور
ځان ته زندان او هتكړۍ لټوم،
چې زولانه شم او جنون غوره كړم
ددې زمان له نيرنګونونه پردى پاتې شم؛
خو:
زه له قسمت سره پوخلا نه يمه
يا دا فلك راته اغزن اغزن خوبونه ويني
يا داسمان په ماڼيجن ذهن كې
د تش غرور خيالونه غورځي راته
يا يې په زړه كې پټ اورونه شنه دي؛
چې يې بڅري زما تر خوا رااوري
راته په قهر قهر ګوري او رمزونه لري
خو زه،
له دغې مينې تېرېدلا ى نه شم
هغه وعدې هم ماتولاى نه شم
زه د پتنګ په شان له شمعې بېلېدلاى نه شم
پرېږدئ چې وسوځم،لوګى-لوګى شم.

1379\تله\16 ل.كندهار
غلى
دكلي چم كې يې ځوږ نه شته مساپر دى چېرته
رقيبان وايي پرې يې نه ږدئ هېڅ وبال نه لري
شېبې د هجر يې اوږدې شوې خدايزده څه پرې وشول
د وصال تږي سره ځواب نه وي اوسوال نه لري
چې پرې رڼې شي د عمرونو خوبوړې سترګې
دغه منبر هغه اذان، هغه بلال نه لري
د زړه پر پاڼه يې ليكلى دى پيغام د مينې
د جانان نوم چې كله واخلي بيا زوال نه لري
خير كه نن نه وي سبا به يې د سوبې اورې
داسې يې مه ګڼه چې توره نه شته ډال نه لري
شكېبه! ستا غوندې به كله څوك پرې ورحمېږي
وايي يتيم دى، هېڅ تربور يې نه شته سيال نه لري.

ملنګه
د سعدالله سعيد په قافيه
قاتل يې مه ګڼه چې زړه له دې ملنګه راوړي
د بڼو غشي اوروي سوبې له جنګه راوړي

دعشق منصب يې دى خپل كړى پر دې لاره درومي
سپېڅلې شمعې ته وزرونه له پتنګه راوړي

د يوې نرۍ رڼا په تمه سل مزلونه وهي
هغه زلمى له كوه طور نه شمعه څنګه راوړي

چې پرې را يادې شي د سرو وختونو سرې لښكرې
د رقيبانو ككرۍ به له سالنګه راوړي

د تېرې تورې هر ګوزار يې دى په ژوند منلى
نه چې ددوى غوندې خيالونه له پالنګه راوړي

د انقلاب د سيند څپو نه به ساحل ته رسي
دا لامبوزن د توپانو خوى له نهنګه راوړي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de