سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالقيوم مينه وال

ښاغلى عبدالقيوم مينه وال د حاجي عبدالرحيم زوى پر1348 ل-كال د كندهار ميوند ولسوالۍ د پاشمول په وزيرانو سيمه كې زېږېدلى دى. خورې ورې ديني زده كړې يې كړي، نوموړي هم د كډوالۍ او جلاوطنۍ ترخې ورځې تېرې كړي او پر دې ستونزو سربېره يې له شعر و شاعرۍ سره خپله مينه پاللې ده. كله چې د كندهار ادبي ټولنې مشري ورتر غاړې شوه نو ددې ټولنې د غونډو جوړولو او سمبالولو چارې يې په مينه پر مخ بېولې، د همدې هڅو په لړ كې يې له ډېرو سيمو څخه ځوان شاعران او ليكوال سره راغونډ كړل او سره معرفي كړل.
مينه وال صيب د پخو شاعرانو له تجربو څخه هم ګټه اخيسې او خپله هم هڅه كوي چې په شعر كې يې اخلاقي معياورنه ، ټولنيز او اسلامي ارزښتونه خوندي وساتل شي. شعرونه يې تر يوې ټولګې ډېر دي كوم خپور شوى مستقل اثر نه لري. د ډېرې اوسېلې خاوند دى، كه په فرهنګي او ادبي ډګر كې يې خپله هڅه او مينه په عملي توګه ګړندۍ كړې نو پايله به يې ډېره ګټوره وخېژي، هيله ده د مينه وال صيب مينه يوازې په شعر كې رامحدوده نه شي او په نثر كې هم خپله قلم وچلوي، ځكه ځينې نثري ټوټې يې ښې وې. ورځنيو ستونزو په كراره نه دى پرې ايښى، كله په كابل كې وي، كله په خپل كلي كې او كله هم په كندهار اطلاعاتواو كلتور رياست كې، د خورو ورو شاعراوانو په راټولونه او يو له بل سره په معرفي كولو كې ډېره خواري ګالي. خو په دې كار كې د يو منظم پلان د نشت له كبله كوم پاموړ پرمختګ نه ترسترګو كېږي، له دې كبله د ډېرو سيمه ييزو ځوانو شاعرانو استعدادونه هماغسې پاتې دي او تر دې مهاله يې فرهنګي اړيكي كمزوري دي.
نو هيله ده چې د مينه وال صيب په مينه و هاند د كندهار مېشتو ځوانو شاعرانو اړيكي ټينګ شي او دا ځوان استعدادونه وغوړېږي.
دا هم د مينه وال صيب د زړه اواز چې د شعر په ژبه انځور شوى دى:

 د ښكلا پېغله

د ښكلا پېغله مو له كلي نه بدرنګه وځي
په وينو سره لكه سور ګل غوندې همرنګه وځي

په موسكه خوله يې د سكوت دېوانو سوك وهلى
لكه پردېس له خپور پالنګه مو ملنګه وځي

د ناز پري يې دسره كلي سرو لېوانو يووړه
د وير په چم كې د ناسيال ټپوس له جنګه وځي

د څو دېوانو تور مخونه يې په خوب ليدلي
د خوب له حوله چې تورسر له "دهمزنګه" وځي

ويبلو پښو ته يې وزرې د غزلو ږدمه
چا وې له كلي نه مو لاړه، له فرهنګه وځي.

خبر د پوهې او تدبير ده

زه يې له ياده لكه مړى د پرون ووتم
چې له كاروانه د ژونديو په ژوندون ووتم

دوى په موسكا موسكا يو بل ته سترګكونه وهل
زه په نيمګړي عشق د ميو له وېشتون ووتم

دا چې ما ويشتى د نن فكر د پرون په كاڼو
ځكه تش لاس نن له ډك ښار د تمدون ووتم

كړم چې د عقل پر منبر تل لېونۍ خبرې
ګوره انجام كې هم له پوهې، هم جنون ووتم

چا دزهرې، چا دمريخ پر كنارو ودانګل
زه دخپل ځان په غم اخته يم، له سمون ووتم

نور به لا څو سرونه نذر دې جونګړې ته وړم
چې نه ماڼۍ شوه، نه جونګړه ترې يو شپون ووتم

خبر دپوهې او تدبير ده، څه بې ننګ خو نه يم
دا چې له دې رنګين جهانه خړ پښتون ووتم.

خپلواك

موږ خو د چا د قامت سيوري نه يو
چې ترقامته يې مهملپاتې شو

نه هم له چانه د سوال هيله كوو
چې ترې پر لاره لكه پل پاتې شو

زموږ وجود هم ځان له سيورى لري
موږ په قامت به خپل افضل پاتې شو

زموږ قدم هم ځان له پل زېږوي
موږ به په يون سره مشعل پاتې شو

موږ خو د چا دښكلا وږي نه يو
نه به د چا د ښكلاغل پاتې شو

موږ د ښكلا له كلي دلته راځو
موږ به تيارو ته تل اجل پاتې شو.

كندهار

د زړه هنداره

والله چې بيا مې نن له سترګو نه پرې توى شوې اوښكې
چې د پيمخو مې لاسو كې مات بنګړي وليدل

خداىشته د كوم شهيد په وينو يې وو سره لاسونه
پر ګودر پاتې مې په وينو سره منګي وليدل

د زړه هنداره چې په كاڼو د نفرت ماتوي
په دغه ښار كې مې همداسې لېوني وليدل

و بې شعوره، خو زموږ د باشعورو په وير
لانده په اوښكو مې د ګل سره اننګي وليدل

يوه وزرمات بلبل سحر هم راته داسې ويل
څو وزرماتي مې همداسې بېګاني وليدل

شهيد-شهيد ښكاري ملګرو! مينه وال د الفت
څو بېنوا مې ترېنه پاتې اسويلي وليدل.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de