سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

نوري شيون

ښاغلى نوري شيون دحاجي عبدالكريمخان زوى پر 1355ل كال دكندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كندهار په زرغونه انا تجربوي ښوونځي كې ترسره كړي او وروستني دوه ټولګي يې په ابوريحان البېروني ښوونځي كې ولوستل، چې د ښوونځي د دوولسم ټولګي برى ليك يې پر 1375ل كال ترلاسه كړ، دكورنيو اقتصادي ستونزو او يو نيم نورو خنډونو له كبله ونه توانېد چې خپلې لوړې زده كړې پيل كړي. اوس يو تكړه ګنډونكى(خياط) دى او له دې لارې خپلې كورنۍ ته حلاله روزي برابروي.
له شعر سره يې د ښوونځي له مهاله مينه درلوده. د دوستانو او كورنۍ هڅونو يې هم د تشويق او هڅونې په برخه كې ډېر اغېز لرلى دى، كه څه هم په ادبي غونډو او ناستو كې لږه برخه اخلي خو بيا يې هم شعر ليكل او لوستل نه دي پرې ايښي. شاعري يې ډېره تنكۍ او ځوانه ده، كه د شيون مينه او لېوالتيا همداسې پاتې وو نو كېدى شي خپل ارمان ته ورسېږي، ترډېره حده دنورو ځوانو شاعرانو له شعرونو سره مينه لري او د طلوع افغان ورځپاڼې، خلافت او كندهار مجلو ادبي او هنري برخې په ځير سره لولي، له همدې كبله يې له همدغو شاعرانو څخه ډېر څه زده كړي او لا يې هم خپله مطالعه روانه ساتلې ده.

 دار
برېښنا يمه د ورېځو په تلوار در څخه ځم
منصور غوندې ځارېږم سر په دار درڅخه ځم

ليلا چې خپه نه شي د مجنون په لېونتوب
سرې اوښكې تويومه پر دې لار درڅخه ځم

د هيلو مات وزر مې په څكېدو څكېدو كې وړمه
زړګى دې رامات كړى، په فرار درڅخه ځم

ساقي جامونه راوړه د عمرو نو يمه تږى
بې برخې مې پرې نه ږدې چې خمار درڅخه ځم

د مينې لېونى يم ترې خپل ځان لوګى كومه
پتنګ يم د اورونو په انګار درڅخه ځم

نوري چې خطا نه وځې په وعده د خپل نګار
دا ځاى درته پرېږدم په بل ديار درڅخه ځم.

1379/1/4ل كال. كندهار


خپلواكي
زموږ روح زموږ عزت دى
ترېنه ځار شم حريت دى

د نېكونو او پلرونو
راته پاتې دا ثروت دى

د افغان د قوم شهيده
دغه ستا ستر شهامت دى

كارنامې دې ستايل كېږي
ستا مېړانه حكايت دى

مكناټن دې په غوڅ كړ
د سرلوړي ژوند رفعت دى

د ايوب توره ځلېږي
دپرنګ پر سر افت دى

حماسې دي د ملالې
د هېواد نوم پرې اوچت دى

دغه خاوره د زمرو ده
دا ټاټوبى د عظمت دى

يرغلګر به هلاكېږي
دا هم مينه محبت دى.

تنده او بربادي

مينه هم تنده وه له ځانه وته
د سرابونو پر ناپايه لمن
هر جلوهلي ته يې لاس پړكاوه
خو هلته هېڅوك هم څه داسې نه و
چې وي ژوندى تر تندې
ټول په يوه ساه وو له منځه تللي
كلي كورونه په لمبو سوي وو.

كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de