سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

محمدظاهر رشيد افغان

ښاغلى ډاكټرمحمدظاهررشيدافغان د حيات الله خان زوى پر1351ل كال دزابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په قلعهءرشيد كلي كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې په شهيدعبدالمتين مدرسه كې او منځنۍ يې د پاكستان په كوټې ښار كې په شهيدغلام محمدنيازي لېسه كې ترسره كړې دي. پر1373ل كال د كابل پوهنتون طب پوهنځي ته بريالى شو او پر1380ل ترېنه بريالى راووت او اوس په روغتيايي برخه كې خپله دنده پرمخ بيايي، نوموړي له نهم ټولګي څخه شعرونه ليكل، چې د جهاد دورې ډېر شعرونه يې اوس هم خوندي ساتلي دي. ګڼ شمېر منثور و منظوم اثار لري، خو د كمزوري اقتصاد له كبله يې پر خپرولو نه دى بريالى شوى، د ترتيب شويو اثار شمېر يې اتو ته رسېږي، چې څلوريې شعرې ټولګې او څلور نور يې نثرونه دي. رشيد افغان په نورو ادبي او فرهنګي خپرونو كې هم نه دى راڅرګند شوى دى. كه څه هم ناسته ولاړه يې له فرهنګيالو او ادبپالو سره ده، خو دى په خپله هڅه كوي چې خپلې هڅې په خپلواك ډول روانې وساتي او هغه څه چې ليكي يوازې هېوداني ملي ارزښتونه او وياړونه په كې بيان شوي او شنل شوي وي. په شعر كې يې يو ډول بغاوت او له ځينو بريدونو او پولو څخه تېگښته تر سترګو كېږي، چې د شاعر ذهني تمايل او د زړه غوښتنه انځوروي. د رنځورو هېوادوالو د پالنې او لاسنيوي تر څنګ ادبي هڅې هم روانې ساتي.

 ساز

كه راشي شين زاهد يو ځل و ساز ته د رباب
تسبې به كړي راځوړندې شهباز ته درباب

دا يو ته محتسبه! نه پوهېږې پر ښه بد
محمود ټينګېدى نه شي و اياز ته د رباب

ورځه، ورشه قاصده! وړه پيغام پيغمبري
سلام زما له خوا وايه غفار ته د رباب

وړي زړونه د تنكيو ماشومكو كوتركو
وركړى خداى پنجې عقابي، باز ته د رباب

ورځه زاهده پرېږده د رشيد دا شين خمار
والله كه ټينګېدلاى شم تناز ته د رباب.

تږى

دا چارې د تقدير زه په تدبير تړلاى نه شم
د وخت و فرعونيانو ته ضمير تړلاى نه شم

مجنون ناروغ، ليلا غوندې طبيب غواړي يارانو!
دسرو شونډو پر تږو دا اكسير تړلاى نه شم

ګېډۍ د ژېړو ګلو چې راټول كړم د يار مخ ته
ترې ښكلى دى، اشنا زه يې نظير تړلاى نه شم

په تن يم د زاهدو د ټوليو په محفل كې
خو زړه نه د اشنا ښكلى تصوير تړلاى نه شم

له وينو به غاټول د خپل هېواد ميرو ته جوړ كړم
ښايسته به پښتونخوا كړم ترې كشمير تړلاى نه شم

قلم به له انكار نه وقبول ته كړم راكښته
خو عقل لېونى مې په زنځير تړلاى نه شم

زما رشيد پر زړه د ښكلو خال حكمراني كا
عسكر به وتړمه خو امير تړلاى نه شم.

خوب

ښكلى كابل پر لوګر تور ويده دى
د ګل په غېږه كې اوس اور ويده دى

چېرې به وګټې ميدان د تورې
رستمه! مټو كې دې زور ويده دى

په دې محراب كې څنګه وكړم سجدې
چې تور شيطان په كې نسكور ويده دى

د زاغ منګولې تر غوټۍ راتاو شوې
بلبله ژبه كې دې شور ويده دى

هېواده! ستا په دې كږو كوڅو كې
هغه خندا هغه ټكور ويده دى

نه ځي رشيد، له هر بېسره سره
ځكه خو غلى په خپل كور ويده دى.

مات تكل
تقدير تېره كولنګ دى، د تكل د ماتېدو
كنه نن مې و قصد د تور وربل د ماتېدو
ړنګ كړى به په هسك كې واى ما خپل سپېره ليكلي
خو نه راځي په لاس چم، د ازل د ماتېدو
دا پورې پښتنه چې د ملالې ټپه وايي
ده وېره له ما خواره د تامبل دماتېدو
روح واخله عزرائيله! خو اشنا ته په سجده كې
نېټه بدلېدى نه شي د اجل د ماتېدو
رشيده! د خولګيو د زكات پر ورځ ويده وي
ګيله كوي له چا تندى دى خپل د ماتېدو.

يوازې
نه محتسب، نه مې ملا دى اشنا
د ميخانې پير مې رښتيا دى اشنا

د شېخ، زاهد له نومه بد وړمه زه
مست خرابات مرشد زما دى اشنا

رشيد خاوند د سرو او سپينو ګڼم
يو ستا له وصله بېنوا دى اشنا.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de