سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

محمد سرور حُسنيار

ښاغلى محمد سرور حُسنيار د دين محمد زوى پر1349ل.كال د كندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدلى دى، ده هم خورې ورې زده كړې كړي، خو له پوهې او هنرسره يې مينه دومره ډېره وه چې په لنډه موده كې يې ډېر مزلونه ووهل، دهمدې اورنۍ مينې بركت و چې تر ډېر ځنډ وروسته يې په دې وروستيو دوو كلونو كې د شعر رنګيني او ښكلا زيات او ځينې شعرونه يې د نوښت په اب ورنګول شي، حسنيار خو خپله هم دښو اخلاقو او صميميت غر دى، سره له دې چې د ځينو چارو بوختتيا يې ډېره ده خو بيا هم له كتاب و مطالعې سره ډېر شوق لري، هغه چې كله پر پېښور يا كوټې ښارونو ورپېښ شي نو تر هر څه يې كتابونو ته ډېره سودا وي، چې څنګه د خپلې خوښې كتابونه پيدا او كندهار ته يې يوسي.
حسنيار ايله ددې نږدې دوو كلونو په بهير كې پښتو نوى او زوړ شعر په ژوره توګه ولوست، چې تر همدې ژورې مطالعې وروسته يې په خپلو پنځونو كې هم لوى انقلاب راوست، په شعر كې يې هنري ښكلا او صميميت سره غاړه غړۍ شوي، دا خپله ددې څرګندوى دي چې نوموړى د ويلو لپار يو څه لري، خو غواړي خپلو دغو خبرو ته هنري بڼه وركړي.
خو لاډېر مزلونه ورته پر لار پراته دي او كه د ده مېړانه او مينه ورسره يارانه كوله نو دى به په دې ډګر كې بريالى او سرلوړى پاتې شي.
 

 څلي

خيال مې طواف كوي همېش ستا د يادو پر څلي
احرام د اوښكو يې تړلى، د سلګو پر څلي

د بېلتانه د شپو تسبې به لا ترڅو اړوم
ترڅو به ذكر كړم د اوښكو د دانو پر څلي؟

ستا د وعدو كښت مې كرلى و د زړه پر ځمكه
ونه سپړېده، يوه وعده دپرهرو پر څلي

زړه مې زهير لكه يتيم دخندېدلو نه دى
لكه غوټۍ خوله كړمه خلاصه د اغزو پر څلي

سپند كه يې نه شوم چې تر سر مې يو ځل وګرځوي
كاشكې واى دود، مخته ورتللاى د لمبو پر څلي.

كندهار

وږمه

بيا به ځمكه له ځيګره دچينو اوبه راپاشي
پر مايوسو وچو څانګو، د اميد ګلان به واشي

سږ د كلي غونډۍ ګوره، لكه ګرمه ژېړه پېغله
بيا به شين كميس په غاړه، لكه ناوې په خندا شي

باد به ناست پر تخت د ورېځگگو، د برېښنا غمچينه لاس كې
راشيندي به سپين سپين څاڅكي، لكه ستوري په نڅاشي

د ملا په شان به غر كړي، پر اوږو څادر د واورو
لكه اوښكې د مين به ترې "ارغند" و "ترنك" راشي

زما د هيلو پر غوټۍ به، د خوښۍ وږمه چلېږي
دغه ستا مستې خندا ته، چې مليار خوښ په ګډا شي.


1379/4/3ل كال، كندهار

زنځير

ښكلى سهار مو په تيارو كې شو بند
لمر مو د شپو په زولنو كې شو بند

سپوږمۍ اوس ځكه قدم اخلي كرار
زنځير د ستورو يې په پښو كې شو بند

ما له پرديو نه ډار كله كاوه
اوس مې ګرېوان خپلو لاسو كې شو بند

هيلې يې يووړلې د اوښكو توپان
لامبوزن خيال مې په څپو كې شو بند

د ژوند اغزنو لارو ستړى كړمه
مرګى د وخت په پنجرو كې شو بند

غماز نيولي د ګودر لارې دي
كتار د نجونو په كوڅو كې شو بند.

كندهار

د رڼا غرونه

ستوري يو شوله و شپې ته، نړوي تياره برجونه
لمر دوړانګو تبر راوړ، پرې كوي د شپې لاسونه

وخت مليار و بڼ ته راغى، دوحشت تخمونه كاږي
دعرفان ځولۍ ورڅخه، پرې كري د رڼا غرونه

هيلې پېغلې ځي ګودر ته، د حاجت منګي پرسروړي
مازيګر پير يې راغلى، ترېنه غواړي حاجتونه

خيال شپونكى درومي و غرو ته دخندا شپېلۍ په لاس كې
د خوښيو رمه ناڅي، د زړه ورى وهي ټوپونه

د ارزو ژبه ايله شوه، د ارمان په ستر جهان كې
د اميد قاصد راغلى، نور به نه وي بنديزونه

زما د فكر زخمي غره كې بياګلان دي ټوكېدلي
دغزلو پېغلو جوړكړل پر لمن يې اتڼونه.

1378/7/15 ل.كال،كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de