سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

محمد اكبر

ښاغلى محمد اكبر د حاجي محمدشريف زوى پر 1358 لمريز كال د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په" لوى باغ كلي" كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په لښكرګاه ښاركې ترسره كړي او اوس د كندهار طب پوهنځي دويم كال محصل دى، ښايسته ډېره موده يې پر شاعرۍ اوړي، خو د ډېرې مطالعې او كتاب موندلو لپاره يې ډېر وخت نه دى موندلى. دځينو ګوتو په شمارو شاعرانو شعرونه يې لوستي چې دده د مطالعې ساحه په همدې څو شعري ټولګو كې محدوده پاتې شوې ده، ددې دوو درېيو كلونو شاعري يې څه له پاسه يوې ټولګې ته رسېدلې ده.
دى هڅه كوي چې د خپل شعر په ساده كلام كې د اند او خيال وړانګې وغزوي، له لرغونو شاعرانو څخه اغېزمن دى، خو دده ځانګړى ځاني نوښت ددې اغېز ځينې څنډې پټوي،خو كه له تكراري تركيبونو او سولېدلو موضوعګانو څخه ځان خلاص او نور هم د نوښت پر لوري ګام واخلي غوره به وي. چې د نويو شاعرانو له كلام سره اشنا كېدل او دهغو ژوره مطالعه ورته ګټوره تمامېدى شي. ددې تر څنګ كه رغوونكو او سموونكو كره كتنو ته هم په درنه سترګه وګوري، ډېره به ګټوره وخېژي، ځكه دا كار به ډېرې لارې ورته اوارې كړي همداراز په ادبي غونډو كې ګډون او د نورو شاعرانود تجربو ارزونه هم ورته ارزښتمنه ده.
 

 غرور

زاهده! له مسجد نه مې سجدې راكوچېدلي
جنت مې پر كور راغى، ميكدې راكوچېدلي

له هجر او غمازه به د قهر څه ګيله كړم
اسمانه! له غوسې دې كنارې راكوچېدلي

چنګېز په وينو سور دى او زبېښي د خلكو وينې
كه سترګو مې د يار له غمه سرې راكوچېدلي؟

ما زړه و امانت ديار په پښو كې غورځولى
پرې خېژي، د غرور يې ولولې راكوچېدلي

دوى غاښ راته چيچي، ته وا چې پلار يې ما وژلى
خبر له ګناه نه يم، زولنې راكوچېدلي

په خپله ګمراهۍ كې به د مرګ كندې ته درومي
اكبر نه اوس د عقل پيمانې راكوچېدلي.

1379/3/2 لمريز-كندهار

د اور ټال

ستا بېلتون مې ګناهونو ته مجبور كړي
لكه څوك چې د چا مال او هستي چور كړي

چې ښكلا ترېنه پيدا شوه هم ستا نور و
پر دنياباندې ځلښت پېڅلى نوركړي

پرې پوهېږم دا زما د وير اختر دى
چې رقيب خندان خوشحال دى او سرور كړي

د مقصود كعبه مې ته، قبله مې ته يې
ستا په هجر كې څوك څنګه ځان صبور كړي

زه به بيا د دوزخي اور پر ټال زانګم
كه مې ستا له جنتي مخ ځنې دور كړي.

كندهار

زورور

يو چا توره په لاس د ميو جام له موږ نه واخيست
په سرو وينو ګټلى يې انعام له موږ نه واخيست

په سترګو دې ړانده كړو او قيامت راباندې جوړ شو
اسمانه! دا دې څنګه انتقام له موږ نه واخيست؟

په سود و زيان خبر نه يو، ګړنګ دى ور روان يو
خودييه! زور دې ولې سوچ و پام له موږ نه واخيست

ستا خيال راته سكروټو نه دګل غوټۍ كړه جوړه
خندا دې زموږ د بد عمل انجام له موږ نه واخيست

جفا به دې تر مرګه هېره نه كړمه نامرده!
ځواني دې راته غم كړه، تا ارام له موږ نه واخيست

زما د روح قاتله! پر لېمو مې قدم كېږده
له تاسره مې روح ځي، كه دې پام له موږ نه واخيست

سېلاب د تړمو اوښكو د اكبر پر مخ راغلى
چې نن دې خوږ نظر د سترګو پام له موږ نه واخيست.

كندهار

چل
وخته څنګه دې له غم سره اشنا كړم
له خندا او خوشحالۍ نه دې جلا كړم
په ازل يې راليكلې همدا برخه
چې پر ورځ د اختر خامخا ژړا كړم
كه څو ځلې مې خپل سر و مال بايللي
داقمار او جواري خو په بيا- بيا كړم
ما خپل عقل دى خوړلى ښاد به نه شم
چې له ياره سره چل كړم او جفا كړم
د اكبر د غملړلي ژوند په پاى كې
خپل ټوټې ټوټې ملت خو به دوا كړم.

نذرانه
سر ببر او ګرېوان څيرى، ټول ژوندون مې سوى سكور دى
خپل دا مات زړه به در وړمه په كچكول كې ستا كوڅې ته
خدايزده دا د ازل لار ده، كه زما خپل بد عمل دى
پټې سترګې ور روان يم، ګړنګونو، سرې لمبې ته
نه اختر، نه مې سپرلى شته، نه باران او نه ځواني شته
پر موږ جوړه عاشورا ده، ټوله درومو هديرې ته
ددې خپل زړه په قبله كې، ستا د مينې په كوڅه كې
انتظار اكبر ولاړ دى، سر په لاس و نذرانې ته.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de