سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عزت الله اميد

تاند او بااستعداده شاعر عزت الله اميد د ښاغلي اغاجان(رحمت الله) زوى پر1368 ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى، نوموړى اوس دالبېروني ښوونځي دپنځم ټولګي زده كوونكى دى.
ګران اميد په ډېره لنډه موده (څه له پاسه د څو مياشتو په موده كې) وټوكېد او و غوړېد، هغه په دې لنډه موده كې د پرمختګونو بلا ډېر مزلونه ووهل، چې ډېر لوى كسان به هم په كې پاتې راشي، دا په زغرده ويلاى شو چې اميد د ښو استعدادونو له كتاره هغه زرغونه څانګه ده كه يې د غگوټيو بارونه لا پر اوږ و وړي نه دي، ددې جوګه دى چې د سرو او ژېړو غوټيو درمندونه راوټوكوي او ډېر خلك ګوته پر غاښ كښېنوي، كه له يوې خوا د مشر ورور هڅيال شاعرانه طبيعت ورته دشعر لپاره ډېر څه وركړي، له بلې خوا يو مرموز شور يې هم په تاند ذهن كې اېشي، چې انعكاس يې دده په شعرونو كې كتاى شو، اميد هغه د چا خبره لا په ذهني و فكري لحاظ بلوغ ته نه دى رسېدلى او ډېر مسايل شته چې دده ذهن يې نه شي راجذبولاى، خو دنېكمرغۍ ځاى دا دى چې اميد د اوچت خيال او ويښ ذهن خاوند دى.
شعري بيان يې په عاطفه، اند او مترنم اهنګ كې رنګول شوى، چې راتلونكى هنري پرمختګ يې تضمينوي. هغه په دې وړكتوب كې د خپل شعور له مخې د هېواد پر ملي مسايلو پوه دى او هېواد ناخوالو ته يې دشعر له زاويې څخه كتلي او انځور كړي يې دي.
هغه وخت به لرې نه وي چې "اميد" پر "ډاډ" بدل شي او د كندهار شاعرانه سيمه نوره هم ښكلې كړي.

  توتي

شينكى توتي و، د همزولو له كتاره پرېووت
لكه ژېړ ګل چې دګلونو له ګلزاره پرېووت

قسمته! څه شوې لا د هيلو ارمانونه ګوره
ښكلى بلبل خو د وختونو له ښاماره پرېووت

د زړه هوسۍ پسې مې څله دا ځنګل لټوې
ماشوم غرڅه و، له خپل اه او له پرهاره پرېووت

بيامو نيمګړي ارمانونه نيمه لار كې پاتې
د يار ديدن راته د سترګو تر انګاره پرېووت

بيا مې زړګى راته ټكور كړئ چې رنځور يمه لا
نا"اميد" ناست، زړه مې له ښكلي كندهاره پرېووت.

1378/61 لمريز
كندهار

انارګل

نن مو ګلبڼ كې غوړېدلي د بهار ګلونه
ځكه وربل كې نجونې ږدي كتار-كتار ګلونه

سپرلى راغلى، هر ګلشن كې غوټۍ وسپړېدې
دا چې منګول كې يې نن وينم د مليار ګلونه

بلبل د ګل خوا كې له نازه داستانونه وايي
د ترنم نغمو كې نغاړي د"غفار" ګلونه

بڼوال د ګلو خواكې وينمه خندېږي ورته
چې غوړېدلي يې كاله كې د انار ګلونه

ما دې له ډېره وخته لار څارله، دا ومنه
ځكه چې شپې غېږ كې راوړي د سهار ګلونه

"اميده" ! يمه د ګلونو د كاروان لاروى
ځان سره وړم يو څو تنكي د كندهار ګلونه.
1378/1/15 ل.كال، نوى ښار
كندهار

ملنګې


چې جنكۍ په كې ملنګې د وختونو ښكاري
ها كابل جان هم سره سپرغۍ د سرو اورونو ښكاري

د فرياد اوښكې يې په سترګو كې څپه څپه شي
د هيلو ناوې مې انګړ كې د اهونو ښكاري

د وير نغمه بيا غږوي د چا پر حسن باندې
شور او غوغا نن په كې بيا د څو غمونو ښكاري

چې ترنم كې لوستل كېږي ستا د مينې په نوم
زما د عشق څو غزلونه د وختونو ښكاري

ملګرو! داسې لېونى شوم، خو اوس څه وكړمه
ژوندون مې هسې د ناپايو اميدونو ښكاري.

څپې

د وخت ياغي څپې زموږ كښتۍ ځان سره وړي
بدمرغه پړانګ راغلى دى، هوسۍ ځان سره وړي

ټول عمر مو تېر كړى، په خندا او په هوس
اوس غم راته راغلى خوشحالۍ ځان سره وړي

خپلواكه وو، موږ خپله، چا كار نه رادرلوده
دې تور غليم ته ګوره خپلواكۍ ځان سره وړي

توپان راباندې راشي ما ته وايي چې دې وړمه
خزان راباندې راشي ښې ځوانۍ ځان سره وړي

پردېس او مساپر له خپل وطنه نا اميد يم
رقيب ظالم ته ګوره نېكمرغۍ ځان سره وړي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de