سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

حيات الله كاكړ

ښاغلى حيات الله كاكړ د حاجي محمد عطا زوى پر 1358ل كال د كندهار درېيمې ناحيې د كاكړو په كوڅه كې زوكړى دى. تر پنځم ټولګي پورې يې (د چوك مدد سيمې) په سردارمدد ښوونځي كې او درې كاله يې په ديني مدرسو كې زده كړې كړې دي، چې اوس هم لګيا دى او دا لړۍ پرمخ بيايي. له دوو كلونو را په دېخوا يې له شعر و شاعرۍ سره مينه پيدا شوې او د شعر مطالعه يې پيل كړې ده، د نوموړي لوست تر دې كچې دى چې په ډېر كړاو سره كتاب لولي او په دې توګه هڅه كوي چې د كتاب پر ټولې منځپانګې ځان پوه كړي او ګټه ترې واخلي، د هېواد پر روانو پېښو كښل شوي كتابونه هم په مينه لولي او تر يوه حده په تاريخ كې يې هم خپل معلومات لا زيات كړي دي. تر دې مهاله يې په ادبي غونډو او بنډارونو كې ډېر لږ ګډون كړى او شعر يې هم له خپل ذهن او كتابچې څخه بهر ولس او ټولنې ته نه دى رسېدلى، پر لومړنيو شعرونو يې د سياسي پېښو او ناخوالو سيورى ډېر و، خو كاكړ اوس په دې هڅه كې دى چې دغو پېښو ته هنري بڼه وركړي او دغو انځورونو ته داسې رنګ ورپه برخه كړي چې په خپله ځان ته مينه وال را مات كړي. دشعر هنري جوړښت او ذاتي ارزښتونه يې پرخپل ځاى اوچت او خوندي پاتې شي. كله چې يې شعر لولو، نو دا راته جوتېږي چې ښاغلى كاكړ خپل شعر دتكلف له لومو څخه راخلاصوي او د سادګۍ و روانۍ پر لوري يې بيايي.

 

 بنديز
اور يې پر سندرو لګولى دى
بريد دى زور ورو لګولى دى
نن دباز تر سيوري په سلګو ښكاري
تور يې پر كوترو لګولى دى
اوس د طلايي شغلو په كلي كې
غر يې د نشترو لګولى دى
نه شي الوتلاى د لمر كې ته
مېخ يې پر وزرو لګولى دى
هره بزدلي له ښاره كډه شوه
شور دى برېتورو لګولى دى.
كندهار
لار
وركړې ده ګلڅانګو چې ګلونو لره لار
د باد پر كلي تېره شوه عطرونو لره لار
اسانه دومره نه ده چې يې واګي كړي ترلاسه
مشكله ده چې وكړي څوك دې زړونو لره لار
اخر به په زاريو د غرور له هسكه راشې
ختلې ده حتمي اشنا! دې غرونو لره لار
زموږ د خرما ونې به په ملا كې كړي را ماتې
ور نه كړئ خداى لپاره و بادونو لره لار
خاكسار وجود له خپله ذاته مومي لوړ مقام
څوك نه كاږي له هسك څخه كورونو لره لار.

هېر

ما نه مې نظر له ياده وباسي
ښكلي چې خپل ور له ياده وباسي
اوس هغه معصوم ستوري ويده ښكاري
كوز به هم دا بر له ياده وباسي
سوځي ټول چاپېره شتمني د ژوند
اور چې خپل شرر له ياده وباسي
ما نه مې د كسيو رڼا واخلي او
دا د حسن لمر له ياده وباسي
اوس يې په سندرو راولمه خو
نن كه هغه شر له ياده وباسي
بس يوه ټپه چې ورته ووايم
دوى به خپل لښكر له ياده وباسي
هلته پاچايي كه وي د عشق د خداى
ټولو نه به زر له ياده

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de