سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

حميد الله حميد

مولوي حميدالله حميد د مولوي دين محمد زوى پر 1352ل كال دكندهار ښار په پنجوايي ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. د پلار په مرسته او څارنه يې تر لسم ټولګي پورې په كور كې زده كړه كړې، تر هغه وروسته يې منځنۍ زده كړې په كوټې ښار او نورې ديني زده كړې په پېښور كې له مولوي عنايت الله غبرګي او شېخ عبدالمنان مفتي فريد څخه كړې دي. له 1366ل كال را په دېخوا شعر ليكي، چې اوسني شعرونه يې يوه ټولګه كېږي. سربېره پر دې يوه ژباړه يې هم چاپ ته تياره ده.
ښاغلى حميد وايي چې دمجبوريت له مخې يې يو ځل خپل ټول شعرونه وسوځول او بيا يې هم په ناشعوري ډول يوه ټولګه تياره كړه او ورڅخه له منځه لاړه، اوسنۍ ټولګه يې هم په خطر كې ده. ډېر ځوانان عادت شوي چې خپلې لومړنۍ تجربې ډېرې ټيټې او كمزورې ګڼي، پر همدې بنسټ خپله لومړنۍ شاعري له منځه وړي، خو كه ديوې شېبې احساساتي كېدو پرځاى له څه زغم څخه كار واخلي، ګټه به يې نوره هم ډېره وي، يو خو به دا نوي ځوانان خپل لومړني شعرونه او ليكنې له اوسنيو هغو سره پرتله كړي او خپل پرمختګ به ورته څرګند شي، بل د نوموړيو توكو خوندي كول يوه اړتيا ده چې بايد ورته پاملرنه وشي. د حميد شاعري په يوه غلي چاپېريال كې د شپېلۍ هغې نغمې ته ورته ده، چې د يوه ماهر شپانه په لاس وغږول شي.
نوموړى اوس د يوه مدرس په توګه په يوه جومات كې بوخت دى او د هېواد بچيو زړونه او ذهنونه د پوهې په رڼا روښانوي.

 د مينې پور

چېرته چې د لمر ياغې وړانګې رسي
چېرې چې كاروان د مينې واړوي
ووايي بلبل په ترانو دعشق
وسوځي، ايرې شي په لمبو د عشق
زور وركړه شپونكيه و شپېليو ته
وايه د سارا و لېونيو ته
راشئ چې د مينې له مجنون سره
وخاندو په زوره له جنون سره
دادى پور د مينې ستاسو غاړه كې
دا دى اور د مينې ستاسو غاړو كې.
 

بارانونه

تر سترګو مې دردونه، سېلابونه را اورېږي
پرمخ مې شولې لارې ارمانونه را اورېږي
و مخ ته مې بندونه د لېمو ورته تړلي
پرې مات شولو ماتېږي توپانونه را اورېږي
د هجر باد د مينې انګارونه سره لمبه كړل
د زړه كور مې سوزان شو هجرانونه را اورېږي
ورځم د شاه خوبانو و هغې ښكلې هوجرې ته
روضه كې چې يې كښېنم رحمتونه را اورېږي
معشوقه استسقا رانه د سترګو پردې يووړې
كه يو وار نظر وكړې بارانونه را اورېږي
د هيلو باغ مې ګوره د اميد غوټۍ نيولي
پر هغه لار مې تش كړه چې نازونه را اورېږي
غوښتنه كې منظور شوه بيا هلته حميد ګوره
ارمان څه چې له خولې به يې سازونه را اورېږي.
1378/5/28ل كال
كندهار

د كوڅې خاورې

ستا د كوڅې خاورې مې ښكل كړې د وفا په هيله
لارې د كلي مې پل پل كړې د وفا په هيله
ستا په درګاه كې يم سرټيټى، خړې سترګې ولاړ
سترګې د سوال مې درته ول كړې د وفا په هيله
اوښكې غوټۍ پر اننګو لاړې ګرېوان ته لاړې
د ګرېوان كور كې مې ځل بل كړې د وفا په هيله
يوه رښتيني هدف راوستمه ستا و در ته
ما وېل له زړه نه كه ما ښكل كړې د وفا په هيله
ستا ښكلي مخ ته ګورم ياره خو حميد ته ګوره
شمعې حميد ما درته بل كړې د وفا په هيله.

1379 ل كال- كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de