سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

ګلالى زهير

دوست محمدګلالى زهير د عيسى محمد زوى پر 1355ل كال دكندهار ښار په پنجوايي ولسوالۍ كې زوكړى دى. په پاكستان كې تر اووم ټولګي پورې زده كړې كړي، سربېره پردې يې په كندهار كې هم له ځينو جوماتونو او ديني مدرسو څخه ديني زده كړې كړې دي، له څو كلونو راهيسې په كندهار كې مېشت دى او اوس پر ورځنيو چارو بوخت دى، ځينو ترنم ويونكو ته يې هم ډېر شعرونه ليكلي، له همدې كبله يې د ډېرو شعرونو رنګ حماسي او سياسي دى، ادبي او فرهنګي ډګر ته په دې وروستيو وختونو كې راګډ شوى او اوسنۍ پنځونې يې لومړنۍ تجربې ګڼلاى شو.
د هېواد ډېرې دردوونكې پېښې يې ليدلي او په خپله هم ډېر ځورېدلى او كړېدلى ښكاري. نو ځكه يې په شعرونو كې داسې انځورونه پنځولي چې له همدې پېښو څخه خړوبېږي او سرچينه اخلي.
كه يې نور كتابونه هم ولوستل او د نورو پخو شاعرانو له لارښوونو او تجربو نه يې ګټه اوچته كړه نو كېدى شي شعر يې نور هم ښكلى او زړه راكښونكى شي.

 ميوند

بيا يې ميوند كې انګرېزي لښكرې وځپلې
پېغلې ملالې له غليم څخه ميدان ګټلى
دسباوون قاصد ويل تورې تروږمۍ شوې قتلې
چې سپين سبا له تورو شپو څخه افغان ګټلى
لا يو په بل پسې نړېږي د زاغانو ځالې
وخت د سپرلي شو بلبلانو ګلستان ګټلى
ځكه هوس كړم را اعطا شول د وصال څو شېبې
زه بريالى شم له اغزو نه مې جانان ګټلى
سبا
ښامار د هجر مې عالمه نن سبا قتلوي
لكه مجنون چې قتلوي هغسې ما قتلوي
غمونه لاړل توپاني شول سمندر ترې جوړ شو
اوښكې دسترګو ځي ګرېوان ته چې خندا قتلوي
خزان په منډه منډه لاړو د ګلشن پر لوري
ګل يې تالا كړ اوس هغه ښكلې بورا قتلوي
تروږمۍ خو بيا سترګې ښكاره كړې ته يې خير كړې الله
خنجر په لاس كې ښايسته سپينه رڼا قتلوي.

هوس
د بلبل د وصل شپې دي د خزان كډې بارېږي
هره څانګه دسرو ګلو په موسكا شوه هوسېږي

بوراګان يې و ديدن ته له هر ځايه دي راغلي
ګلغوټۍ ګرېوان څيرلى پټه خوله ورته خندېږي

ګل ګلاب سره بارخوګان كړل له سنبل سره سيالي كړي
چمبېلي زړه رانه وړى يو ګړى مې نه هېرېږي

جعفريانو ځان سينګار كړ عطر وپاشل ريحانو
انار ګل چې رنګينه دى د عشاقو ډېر خوښېږي

د سپرلي وږمې خپرې شوې په وطن او په سارا كې
بلبلان له ډېره شوقه په هوس هوس چغېږي.

1377/ورى/27ل كال

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de