سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

احسان الله غروب

احسان الله غروب د ښاغلي عبداللطيف زوى پر 1367لمريز كال د كندهار په نوي ښار كې زېږېدلى دى.
غروب د ګران هېواد پر ارته لمن هغه راټوكېدلي ګل ته ورته دى چې له ټوپكو،مردكيو،وينو او…څخه پرته يې پر بل څه سترګې سړې شوې نه وي، له 1378لمريز كال نه را په دېخوا شعرونه ليكي، د وروستيو خونړيو پېښو ځينې انځورونه يې په خپلو شعرونو كې كښلي دي؛ لا ډېرتنكى دى او ډېر مزلونه يې لار څاري، دده ذوق او استعداد دا په ډاګه كوي چې په نږدې كلونو كې به ښه شعرونه وليكي. خو دشعر ليكلو تر څنګ مطالعه او رياضت ته هم بايد پاملرنه وكړي، ددې تر څنګ كه هڅه وكړي چې خپل شعري بيان ته ځانګړې تګلار وټاكي غوره به وي، ځكه دشعر له رنګ او څرنګتيا څخه يې دا څرګندېږي، چې د ويلو لپاره ډېرې خبرې لري او غروب هڅه كوي خپلو دې ويناوو ته هنري بڼه وركړي. د غروب شعرونه ډېر لږ دي، خو بيا يې هم همدا لږه هڅه ستايو او نورې برياوې ورته غواړو.
نوموړى اوس په امام ابو حنيفه مدرسه كې پر خپلو زده كړو بوخت دى. طلوع افغان ورځپاڼه دده د شعري استعداد په غوړولو او ځلولو كې ډېره اغېزناكه تمامه شوې ده، چې دده لومړنۍ تجربې په كې خوندي دي.
د غروب فكري او ذهني بلوغ ته ډېر وخت پاتې دى او ډېره موده په كار ده چې هنري او ادبي نبوغ يې هم وځلېږي.
 

خال
زه دلمر غوندې جانان د خيال ارمان يم
پرښايسته تنې يې ځان نه ورتپمه
د يو حسن او رڼاوو لاروى يم
دښكلا دپسرلي ارمان لرمه
دهر ستوري بدرګې ته اوښكې نغاړم
پر لمن يې نوراني ګرېوان كرمه
ته مې مه ګرځوه مخ له خپل شنه خاله
لا تراوسه قسمونه پرې زه خورمه.

ارمان
يو څوك مې وژني هره شپه ټولې خېمې لټوي
لكه رڼا، ده څراغونه او لمبې لټوي
كاشكې د لمر په خوا مې كور واى ما به نور پېژنده
زما لېمې د تورو شپوپه غېږكې شپې لټوي
د باد سړه څپه مې ودرېده پر څيري ګرېوان
زما دهيلود ارمان هغه شېبې لټوي.

سرابي ښايست

اوس نو ستوري په كې نه شته
څه كمزوري په كې نه شته
دا د لمر په تاو كې ګرځي
كه يې ګورې په كې نه شته
ها خوا دا خوا خو مې چاڼ كړل
هورې دورې په كې نه شته
هر ګلاب له شعره جوړ دى
خو بيا توري په كې نه شته
بس همدا غزل يې بس دى
خداى شته نورې په كې شته.

1379لمريز،كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de