سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

احسان الله عارف

ملا احسان الله عارف د مولوي فيض الله زوى پر 1355ل كال د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ كې زوكړى دى. ديني زده كړې يې كړي او له شپږو كلونو راپه دېخوا شعرونه ليكي، چې يوه شعري ټولګه يې برابره كړې ده، نوموړى له ډېرو كلونو را په دېخوا په كندهار كې اوسي او پر اوس مهال د كندهار راډيو د اژانس مديريت ور ترغاړې دى. وخت پروخت يې شعرونه او نثرونه په كندهار او خلافت مجلو او طلوع افغان ورځپاڼه كې خپاره شوي دي.
له هېواد او د هغه له وياړلو خلكو سره ډېره مينه لري، د شعر ستره موضوع يې هم د همدې مينې بيانول او انځورول دي، چې همدغه ټكي يې لويه شعري پانګه ده، د دومره هنريت خاوند هم دى چې خپلو دغو خبرو ته مترنم او زړه راكښونكى جوړښت وركړي، عارف يو هڅاند انځور ګر دى، چې د هېواد له پېښو څخه يې ډېره عكاسي كړې ده. داسې نه ده چې خپلې خبرې په وچ او كلك انداز كوي، ځكه ده ته څرګنده شوې يوازې ښې خبرې او ښه فكر د ښه او لوړ شعر معيار نه دى. كه چېرې يې په دې برخه كې خپله مطالعه او هنري تجربې نورې هم ډېرې كړې، نو كېدى شي خيال يې اوچت او شعري ځواك يې نور هم پياوړى شي.

دسينې داغ

چې مې ستا ورانې ويجاړې وليدلې
ګران وطنه! له زړګي مې نه وتلې

په ليدو دا ستا ماتم راباندې جوړ شو
خداى دې وران كړي چې يې ته را ورانولې

ستا دننګ څلي ټول ړنګ وو ګران هېواده
پر ګرېوان مې ځكه اوښكې بهېدلې

هره تيږه دې په وينو باندې سره وه
له درو څخه دې وينې څڅېدلې

نه هغه شور د بلبل او نه چمن و
بوراګانو سرې منګولې لګولې

د بلبل پر سينه داغ و پيدا شوى
دماتم كيسې يې هر چاته كولې

له دردونو او زخمونو سره مخ وو
د وفا په سترګو هېچا نه كتلې

نور عارف ته منور ښكلا ښكلا شوې
چې "د خړ كتاب شريك" را وګټلې.

ملنګي
چې مين تل دمعشوق په هجران سوځي
ديعقوب زړه بيا په غم د كنعان سوځي

كړاوونه ډېر زغمي عاشق دمينې
نم د سترګو د مجنون دى ګرېوان سوځي

چې انځور د يار دحسن يې په زړه شي
فرهادي شمعه كړي بله سندان سوځي

لېونتوب ورته د مينې په بازار كې
ټولول دخوشحاليو خپګان سوځي

ملنګي ورته هېڅ عار و پېغور نه وي
ټولوي خيرات د مينې جهان سوځي

په بيدياوو، دامانونو كې اوسېږي
د بهار په اميدونو خزان سوځي

هلته لرې دسپېرې جونګړې خوا كې
ارمانونه او اهونه يې ځان سوځي

چې ټول عمر دمعشوق په طلب ګرځي
ځكه ما عارف همدغه ارمان سوځي.


دالفت ډېوې

د اخلاص شمعې شوې بلې په وطن كې
د بلبلو مجلس جوړ شو په چمن كې

زموږ دهيلو غوټۍ وسپړل ګلونه
د نفاق كارغان چې ورك شول په ګلشن كې

غمځپلې څېرې خاندي او موسكا كړي
دخوښۍ نغمې غږېږي هرمسكن كې

چې نه چور، نه چپاول او نه جفا شته
د الفت ډېوې نما كا په هر تن كې

قرباني مو مېوه راوړه ښه په ډاګه
سرلوړي مو شوه ښكاره په سره كفن كې

چې اخلاص اوصداقت مو ښه څرګند شول
عارف ځكه شوم خوشحال په دې ميهن كې.
كندهار
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de