سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

دواخان مينه پال

دوا خان مينه پال د ښاغلي شاه باران زوى پر1356لمريز كال د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ پورې اړوند د كوچيانو په كلي كې زېږېدلى دى؛ په هېواد كې د سياسي اخ و ډب له تودېدو سره جوخت كوزې پښتونخوا ته كډوال شول او هلته يې استوګنه غوره كړه، نوموړي خپلې زده كړې په ساينس او تقوا عالي لېسه كې تر دوولسم ټولګي پورې رسولي او اوس په كابل كې د حقوقو پوهنځي د دويم كال محصل دى، له 1377لمريز كال نه را په دېخوا شعرونه ليكي، چې د وروستيو دوو كلونو شعري ظگرافت يې ډېر پاموړ دى او دا هيله ترې كېدى شي چې د راتلونكي لپاره ښې هنري بېلګې وپنځوي او نور هم پر مخ لاړ شي.
نوموړى د شعر تر څنګ لنډې كيسې هم ليكي او په هر ځاى كې چې وي هڅه كوي ادبي او فرهنګي غونډې ورڅخه قضا نه شي، د مطالعې مينه وال دى، چې دهمدې مينې په بركت به دلوړتيا پر لوري د پرمختګ اوږده مزلونه ووهي، كه له شعر و شاعرۍ سره يې خپله مينه نوره هم وپالله، نورې برياوې به هم ترلاسه كړي. مينه پال د ژوند په بوختياوو كې راښكېل دى، كله په كندهار، كله زابل او كله په كابل كې وي.
نوموړى فرهنګپال او ادبپال ځوان دى، كه له نورو فرهنګي او ادبي ملګرو سره يې خپل اړيكي نور هم ټينګ كړل او د تخليق ترڅنګ يې مطالعه له پامه ونه غورځوله، نو د غوړېدو او ځلېدو هيله ترې كېدى شي.
 

د ستورو كډه
ستورو له مدار كډه وكړله
ښكلو له دې ښاره كډه وكړله

جوړ چې يې پر مخ راته زخمونه كړل
اوښكو په دې لاره كډه وكړله

ها څو بلبلان چې ښكاري وويشتل
مات وزر يې خپاره كډه وكړله

شونډې دې ټكور شوې و زخمونوته
څړيكو له پرهاره كډه وكړله

نه شته ها ښكلا هغه زينت په كې
څو غمو له هاره كډه وكړله

اوس له لاس نيوه تر وره واته دي تش
مينې له بازاره كډه وكړله
نو نو مينه پال زابل كې څه لري
تاهم ځنې ياره كډه وكړله.


پاڼه
د ګل پر پاڼه دى دلبر ليكلى
هم پر چنار هم پر نښتر ليكلى
كه څوك نظر وكړي پر سمه او غره
په هر يو كاڼي او پر سخر ليكلى
دا راڼه ستوري هم سجدې كړي ورته
هم پر سپوږمۍ او هم پر لمر ليكلى
په ترنم يې بلبلان يادوي
د هر مرغه دى پر وزر ليكلى.
ښامار

جانانه!تا چې دى له سپينې غړۍ هار تاو كړى
ماهم له غاړې نه يو ټينګ مزى ددار تاو كړى
زه دې اشنا له دغو مړاووكتو شم سپېلنى
څومره په ناز دې هر باڼو ترې پيره دار تاو كړى
چې دې پر تورو زلفو سپينه لوپټه خپره كړه
ډېر دې په خوند له تورو شپو ځنې سهار تاو كړى
پرون دې ليد چې پر سپېره بېديا، سپېره ولاړ و
نن بيا زرغون كميس له ځانه برچنار تاو كړى
چې پر دنيا يې له غيرته كهكشان لړزېده
نن يې له ځانه د سپېرو خاورو مزار تاو كړى
نور مينه پاله اننګي مې ښكلولاى نه شې
بيا مې له سپين مخ نه د زلفو تور ښامار تاو كړى.

1379/7/1لمريز

پرې منګولې


چې يې نيولې دي خورې منګولې
زما په وينو يې دي سرې منګولې

د زړه په وينو مې شفق سور شوى
دي باندې ښخې خونخورې منګولې

بيا يې په زهرو دي نوكان ډك كړي
چې يې نيولې دي كږې منګولې

په مينه – مينه ور كتلاى نه شم
د كوم ظالم دي پرې پرتې منګولې

نور به دې نه كړي په شعرونو انځور
له مينه پاله دي اوس پرې منګولې .

كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de