سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

بسم الله سحر

ارواښاد بسم الله سحر د جان محمد زوى پر 1352ل كال د زابل ولايت په نوبهار كې زوكړى دى. زده كړې يې په زابل ولايت كې پيل كړې او د كوټې او پېښور ښارونو په ځينو ديني مدرسو كې يې هم لوست كړى دى، كله چې له طالبانو سره يو ځاى شو نو دشعر ويلو ځواك يې نور هم پياوړى او غښتلى شو. ځكه دشعر ډېره برخه يې حماسه ده او چې كله يې د هېوادوالو ناخوالې له نږدې نه وليدلې نو واړه يې په خپلو شعرونو كې انځور كړې او نورو مينه والو ته يې وړاندې كړې. په شعر كې يې د حماسي بيان ترڅنګ د مينې او ښكلا انځورونه هم كښل شوي، چې د شاعر د زړه غوښتنې او هيلې رابرسېره كوي. هغه يو دلګۍ مشر و او له خپلې دندې سره يې ډېره مينه درلوده، خو پر 1377ل كال د تخارولايت د خواجه غار په سيمه كې د يوې جګړې په ترڅ كې په شهادت ورسېد. دوه كاله وړاندې يې د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست له خوا شعري ټولګه چې (سحر) نومېده خپره شوه، سحر په خپله ژوندى نه و چې پردې كار يې خوشحالي ښودلې واى.
ارواښاد سحر په ادبي ډګر كې د (سحر) نومي شعري ټولګې په خپرېدو سره مطرح شو او خلك يې له ذهني او فكري تګلوري څخه خبر شول. خو دا مهال ډېر ناوخته و؛ هغه په خپلو بوختياوو او كارونو كې دومره ورك و چې دې چارو يې پر ادبي او فرهنګي هڅو سيورى اچولى و، كله چې يې شعرونه ليكل نو يوازې يې خپلو ملګرو ته اورول او د هغوى لارښوونو ته به يې غوږ نيوه.
 

محبت
د زړه په وينو مې غزل ليكمه
نازك تصوير دلاله ګل ليكمه
په وينو ليك سره توري تور اوړي
سوځند اّهونه د بلبل ليكمه
په سوي سكور او دا ټوټې قلم مې
تورې ديار زلفې سنبل ليكمه
چې كله يې او كله نه يې سحر
دا اوس د ځان ژوند ته اجل ليكمه.
څه شوه
ديدن ته په تلوار چې به راتلله هغه څه شوه
چې زما د زړه ژړا يې اورېدله هغه څه شوه
كوڅه كې چې به زما د اسوېليو شور اوچت شو
له مينې به لمبه لمبه كېدله هغه څه شوه
سپوږمۍ د څوارلسم چې شي دغره پر سر اوچته
همداسې چې پر بام به راختله هغه څه شوه
وفا يې چې فطرت و د پتنګ د عشق و تاو ته
چې تل به لكه شمعه سوځېدله هغه څه شوه
دا لاره ترې په كومه، دلته اوس راغلى څوك دى
بېديا كې چې د زړه مې اوسېدله هغه څه شوه
له وېرې چې سحره! په كلو ورته خاموش وم
غوسه يې چې لېمو كې تاوېدله هغه څه شوه.


د نيران كوڅه
ذرې ذرې مې د جانان كوڅه كې وغورځوئ
ډېر مې بېقدره د خپل ځان كوڅه كې وغورځوئ
د زړه زخمو كې مې دردونه په لړزان خوشې كړئ
خو يو ګړى مې د درمان كوڅه كې وغورځوئ
د زړه پرهر باندې مې نورې مالګې هم واچوئ
رقيبو! بيا مې د ارمان كوڅه كې وغورځوئ
لاسو اوپښو ته مې راواچوئ كړۍ د ظلم
هسې مظلوم مې د زندان كوڅه كې وغورځوئ
پت او عزت قاتلو اى د محبت دښمنو!
پت او ابرو مې د بهتان كوڅه كې وغورځوئ
كه ديار ديد كړې لږ و ډېر خو هېڅ پروا نه لري
سحر په ژوند كې د نيران كوڅه وغورځوئ.

1993/3/7م كال، كندهار


ټكور
ستا له يادونو سره لوبې كوم
ښكلو فكرونو سره لوبې كوم
چې د جنت ژوند يې تصوير غوندې دى
هسې خيالونو سره لوبې كوم
چې ستا بې سترګو بل ټكور نه لري
هسې دردونو سره لوبې كوم
چې نه يې دود، نه يې لمبې ويني څوك
هغو اورونو سره لوبې كوم
د قسمت لوبې دي له تندې مرمه
كومو خمونو سره لوبې كوم
نور مې د چا فكر او خيال نه شته دي
ستا له خيالونو سره لوبې كوم
سحر پر غم يم ددنيا ناخبر
د يار غمونو سره لوبې كوم.
1377ل كال، كندهار
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de