سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

بهاالدين الهام

ښاغلى بهاالدين الهام د ارواښاد حاجي فتح محمد زوى پر 1335ل.كال د كندهار په درېيمه ناحيه كې زېږېدلى دى، د ځينو اقتصادي ستونزو له كبله له عصري زده كړو څخه بې برخې پاتې شو، خو ديني هغه يې له خپلو سيمه ييزو ښوونكو څخه تر سره كړي، چې په دې ترڅ كې يې د خصوصي زده كړو لپاره پېښور، هلمند او چمن ته هم سفرونه كړي اود پوهې لمن يې نه ده پرې ايښې. كله چې سروپوځونو پر هېواد باندې يرغل راوړ نو ښاغلى الهام له خپلې كورنۍ سره په پاكستان كې استوګن شو، نوموړى تر پنځو عنوانو ډېر شعري او نثري اثار لري چې لا خپاره شوي نه دي.
څرنګه چې لرغوني كندهار په خپله تانده لمن كې ولسي شاعران روزلي او پاللي، نو په دې سيمه كې همدې ولسي شاعرانو تر ډېرې مودې پورې د شعر جنډه هسكه ساتلې ده. د ولسي شاعرانو شعري څرنګتيا يو له بل څخه توپير لري، يانې د ځينو شاعرانو شعرونه له ورايه پېژندل كېږي، په دې شاعرانو كې ځينو له ديني زده كړو څخه پرته نورې زده كړې نه دي كړي، ښاغلى الهام هم له هغو شاعرانو څخه دى چې له اوسمهالي شعري بهير سره يې هېڅ ډول اشنايي او بلدتيا نه ده موندلې، اوس هڅه كوي چې معاصر شعر هم ولولي او په خپل اند يې ټول اړخونه وارزوي.
ولسي شعرونه يې ډېر لوستي چې اغېز يې دده په خپلو په شعرونو كې څرګندېږي. دده په ذهن او زړه كې د هېواد مينه په څپو ده، چې ددې مينې او خواخوږۍ څرك يې په شعرونو كې كتاى شو.
 

مه راځه سپرليه

دلته مه راځه سپرليه دلته، اوښكې نه درېږي
دلته جوړه كربلا ده، دلته سرې وينې بهېږي
د لته هره ورځ تاوېږي، د غمو د كېږدۍ مراندې
د لته پلار و زوى ته ژاړي، زوى د پلار پر ژړا خاندي
دلته ګرځي بې ادبه، د ادب پرځكمه باندې
دلته توره تاريكه ده، سباوون نه معلومېږي
دلته خاورې ارمانونه، دلته مرګ پر مخ روان دى
دلته شا ته ارادې دي، دلته جوړ د وير جهان دى
دلته هر ګلبوټى ژاړي، دلته هر ګلبڼ خزان دى
دلته غبرګې زولنې دي، په هېڅ ډول نه ماتېږي
دلته بڼ د تقوا لاښ دى، دلته نه شته همتونه
دلته ولي په ډبرو، ښايسته ښكلي لالونه
د لته پښې دنورو خلكو، موږ پرې اخلو قدمونه
دلته داسې جامعه ده، د تزوير ناوې نڅېږي
دلته لګي تېره غشي، پر سينه د بلبلانو
دلته قدر و عزت ډېر دى، په دې بڼ كې د زاغانو
دلته ګام پر ګام نېشونه، د وژونكو لړمانو
دلته خوار بهاالدين دى، د پردو په لاس خرڅېږي.

1375 ل. كوټه


زموږ ټاټوبى

دا ټاټوبى د زمرو دى، داسنګر د مسلمان دى
هره لوټه يې سره زر ده، هره بچى يې مسلمان دى
دا نارنج چې موږ يې وينو، دتاريخ ستر يادګار دى
دميرويس نيكه كورګى دى، اصلي دغه كندهار دى
دا سمبول د ازادۍ دى، پر خپل ځاى باندې ولاړ دى
زرټوپونه يې خوړلي، اوس هم ټينګ پر خپل پيمان دى
كه څه هم د وخت بوډا دى، زړه يې ډك دى له رڼا نه
د مجاز نغمې ته غوږدى، ديثرب باد پرې چالانه
په لمن كې يې راوړي، سرې غونچې دي له عرفانه
په مثال د رود نيل دى، هر دښمن لره توپانه
دلته "مياصاحب" او نور ډېر عارفان دي اوسېدلي
ډېرې سترګې و الله ته په دې ځاى كې ژړېدلي
د رڼا وو بارانونه پر دې ځمكه اورېدلي
دلته پوځ د فيضاتو، دلته بحر د عرفان دى
دا مركز دى داسرارو، خانقا د نقش بند ده
د ادب ډېرې ويالې دي، په دې رود پورې پيونده
جام د جم ورته عاجزه، خزانه د علم و فن ده
دا د سرو ګلونو باغ دى، پرې خوشحاله هر افغان دى
ملاتړلى مجاهد دى، د انارنج چې معلومېږي
پولادي توره ورڅخه، له دښمن نه نه وېرېږي
ښكېلاكګر د زمانې يې په ليدلو چپه كېږي
دى مخكښ دى د برياوو، لوى فاتح د اصفهان دى
دلته پټه خزانه ده محمد هوتك ليكلې
د ادب زانګو په بيړه، پر دې ځمكه زنګېدلې
چا چې بد ورته كتلي پر هغه مور ژړېدلې
اى الــــــــــــــهامـه! ليكل بس كړه، ډېر ارت دغه ميدان دى.
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de