سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

اخترمحمد دلسوخته

ښاغلى اختر محمد دلسوخته پر 1325ل كال دكندهار ښار په ارغنداو سيمه كې زېږېدلى دى، لومړى شعر يې پر 1350ل كال ويلى، تر اوسه يې شعر ويل او اورېدل نه دي پرې ايښي او په دې برخه كې يې د رياضت "چې يوازې له نورو څخه اورېدل دي" لمن ټينګه ساتلې ده. ځكه دې ښاغلي هېڅ ډول زده كړې نه دي كړي، نه لوست كولاى شي نه هم ليكل. خپل شعرونه په ټيپ ريكارډر ټيپوي، بيا يې په بل لوستي"باسواده" سړي ليكي. د نوموړي ګڼ شعرونه له منځه تللي او هغه څه چې يې په ياد دي ځينې ترې ګډوډ شوي او ځينې هېر شوي دي. له دې كبله پر دې نه دى بريالى شوى چې خپل شعرونه خوندي كړي.
دلسوخته صيب دژوند ډېرې سړې تودې ليدلي او ډېر كړاوونه يې ګاللي دي، په ځوانۍ كې يې د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه كړي او په ډېرو ولايتونو كې بلد دى، نوموړى د كندهار له ولسي شاعرانو څخه دى، له دې كبله، ډېر شعرونه يې ولسي رنګ او څرنګتيا لري، چې حماسي رنګ يې تر نورو زورور دى.
ښاغلى دلسوخته په زړه پاك او ساده سړى دى، د كندهار له ځوانو شاعرانو سره مينه لري او هڅه كوي چې د كندهار ادبي ټولنې په هره مشاعره كې ګډون وكړي، د ملګرو د خوشحالۍ لپاره د شعر په ژبه ټوكې ټكالې هم كوي چې ځينې ټوكې او طنزيه خبرې يې په سرو روسانو پسې هم نظم كړي، هغه تر انقلاب وروسته يو شعر ليكلى چې يو بيت يې داسې دى:
هواوې خړې پړې ، د تاريخ تورې دورې دي
ښادي چندانې نه شته، پر هر ځاى دغم نارې دي
همدې شاعري د ژوند ډېر كارونه ورڅخه پاتې كړي، د دلسوخته صيب رياضت او شعري مطالعه دا ده چې له راډيو يا د ملګرو له خولو څخه شعر واوري او خپل تنده پرې ماته كړي؛ دا يې هم شعري بېلګې، هيله ده له دې سره د دلسوخته صيب زړه روغ و زرغون او ذهن يې نورو شعرونه ته وهڅېږي
 

زغم

چې پر سر يې د غمونو باران وشي
هغه زړه چې د پښتون وي تنګ به نه شي
خپل بادار ته به په هسك مغزي ولاړ وي
هر دښمن ته به خنجر د لړمانه شي
افغانانو سبا كړي ترخې ورځې
تېر تاريخ ته كه په غور نظر وشي
هر جابر يې دى په يو وار پرې ايستلى
سل كلونه كه تېرېږي هېر يې نه شي
د خپل دين او د وطن ازادي غواړي
هر افغان به شين زمرى دخپل ځنګله شي.
درياب
ماشروع كړ د ادب و شعر كتاب
دغمونو لوى درياب، شولم غرقاب
دا دحق او باطل وېش زما قلنګ شو
زه عاجز يمه او دا دى غټ حساب
ته برى دحق ويلو راكړې خدايه
د قيامت پر ورځ چې نه شم نا ځواب
د ظالم پر ضد به وايمه بيتونه
هر مظلوم ته وركومه د زړه تاب
دلسوخته غريب چې وايم دا بيتونه
زه كچكول دروړم ستا در ته په هر باب.

جفا
هغه ورځ به راشي چې ستا غوټه به يو بل شني
ډېر ستا قريبان به دې خالونه دكاكل شني
هغه ستا محبوبه چې و تا ته ډېره ګرانه
تا به پرې خوابدي كړله ټوله قريبانه
ته په عاجز پروت يې بيا هغه كاروان به بل شني
ډېر ستا قريبان به دې خالونه د كاكل شني
مه پرې خطا وځه چې بهار نه تېرېږي
هر ګل چې بهار شي اخر بېرته خزانېږي
وګوره سپېرې ځمكې ته بهار و خزان تل شني
ډېر ستا قريبان به دې خالونه دكاكل شني.
كندهار، ارغنداو

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de