سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

احمدالله وثيق

احمدالله وثيق د مولوي نقيب زوى پر1356 ل.كال د زابل ولايت په خروټو كلي كې زېږېدلى دى.نوموړي پر ديني زده كړو سربېره تر اتم ټولګي پورې ښوونځى هم لوستى دى، په هېوادكې يې په يو شمېر ادارو كې هم دندې ترسره كړي او د څه مودې لپاره د طلوع افغان ورځپاڼې مسوول چلوونكى او دكندهار راډيو نطاق و، اوس هم پر فرهنګي چارو بوخت دى، د هر كړېدلي افغان په څېر يې د خپل ژوند په بهير كې څو څو ځلې هجرتونه هم كړي دي.
شعر يې عاطفي رنګ لري، چې لوستونكو ته ځينې نوي ټكي هم ورلېږدوي.د شعر په ژبه يې ځينې انځورونه هم پنځولي چې د انځورګر خيال ځواك يې په ګوته كوي، له تكلف او وچې تصنع څخه لرې ګرځي، خو په دومره سادګۍ كې هم نه دى ډوب چې خپلو خبروته د هنر جامه ورنه كړاى شي،بلكې دده انځورګري داسې ده چې ډېرې كيسې په كې اخښل شوې وي، هغه كه د "زاڼو د اتڼونو" نشت احساسوي او دبې شورو چينو يادونه كوي په خپله له انسانانو څخه د يوه تش او ړنګ كلي كيسه ده چې پر بل څه يې راغبرګه كړې ده. هغه ورځ به هم راشي چې نوموړى تر څه رياضت او د تجربو تر ترلاسه كولو وروسته له ښو شاعرانو څخه وي. ځكه هنري ژبه او ادبي ځراكت يې ښه دي او دا ډاډ راكوي چې په راتلونكي وخت كې به نور پرمختګ هم وكړي.
 

زاڼې

زخمي ده زخمي ده، پر وزر زخمي ده
د الوتو په ځان كې شور نه لري
وچ دې لاسونه شه ښكاري زلميه!
څومره ظالم يې، هډو شور نه لري
هغوى ساده دي د مين په كتاب
څوك چې په تن د مينې اور نه لري
ولې وېرېږې ترې د ځواك څښتنه
دى مساپر دى، دلته كور نه لري
اوس پرې د زاڼو اتڼونه نه شته
ارام بهېږي، ټنګ ټكور نه لري
پلار د مرمۍ، موريې د بم خوراكه
غريب يتيم دى دلته كور نه لري.

اوښكې

دي، تودې تروې اوبه پرمخ بهېږي
پر ګرېوان تريوه ځنډه بيا وركېږي
دا چينې كله مستېږي له خوښۍ نه
كله بيا له ډېره غمه را خوټېږي
كله چاته د زاريو چوپ بيان شي
چې د سترګو له كاسو نه راتويېږي
كله جوړ له څاڅكو- څاڅكو نه سېلاب شي
د نړۍ واړه رندان په كې ډوبېږي
دا چينې هم كله وچې بې اوبو شي
سر پر سگر چې پرې غمونه رارسېږي
دومره زور په دې تروو اوبو كې شته چې
پورته شوې توره بېرته پرې كوزېږي
وثيق اوښكې ورته ځكه څڅومه
پر دربار يې سوال په اوښكو ښه قبلېږي.
كندهار


سورغر
تېر مو پسرلي شول له خنجر ځنې
وپوښته غيرت مو له "سورغر"ځنې
پڅه شوله توره د بزدل مغول
وركه يې شوه لاره له لښكر ځنې
ښه بېدرېغه ګل يې رانه يووړلو
ماتې يې كړې څانګې له نښتر ځنې
خاورې دې پر سر شولې ښكاري اشنا!
بندې شولې زاڼې له ګودر ځنې
زړي د غمونو مې په برخه دي
پاتې شوم بې برخې له اختر ځنې.

اوبه
ښكاره ويلاى نه شم "ستا به خوښه شي كه نه" شي
پر زړه مې ستا لپاره ښه خبره ګرځي ګرځي
له خدايه د همته د"همت" كوي سوالونه
زما مين زړګى لكه سوالګره ګرځي ګرځي
لوى خدايه! جل وهلي دې په خپل رحمت اوبه كړه
كلي پر ګودر مو شنه لوخړه ګرځي ګرځي.

كندهار

مين
په لوړو سردرو كې چې خوږې سندرې بولي
شپېلۍ سره مې مينه ده، شپونكي باندې مين يم
چې ډول د غزا ووهي او ځي په تكبيرونو
د جنګ تېزو اسونو پر دربي باندې مين يم
چې راشي له اسمانه او د كب په خوله كې پرېوځي
پر هغه لوړ قيمته سره غمي باندې مين يم
چې هر مازيګرى يې نجونې لمانځي په سندرو
ګودر مې د زړه سر دى، پر منګي باندې مين يم
لري ځواني ګلرنګه، چناري ونه يې دنګه
دګل په څېرې ښكلي، يو سړي باندې مين يم
غمجن د بل پر غم وي، زړه يې ډك له پاكې مينې
پر هسې سالم فكر او زړګي باندې مين يم.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de