سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

 عبدالواسع هڅيال

عبدالواسع هڅيال د رحمت الله "چې خلك يې داغاجان په نامه هم پېژني" زوى پر 1356لمريز كال د كندهارښار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى، په البېروني لېسه كې يې خپلې لومړنۍ زده كړې تر اتم ټولګي پورې ورسولې، ورسره ديني زده كړه يې هم څه نا څه كړې ده، كله به چې له كابل يا پېښوره يوه نيمه نوې خپرونه كندهار ته رارسېدله او ټولو ملګرو به هڅه كوله چې لومړى يې وګوري، نو مازيګر به ورسره د هڅيال ضرور ناندرۍ وه او په دې هڅه كې به و چې د يوې شپې لپاره يې ورڅخه تر لاسه كړي. نوموړى اوس د كندهار مجلې د ليكني هيت غړى دى او ددې مجلې هنري برخه چلوي.
هڅيال هم د ډېرو نورو شاعرانو په څېر د شعارونو له اغزنې دښتې څخه رااوښتى او د هنري شعر شنه بڼ ته يې ځان ورلنډ كړى دى، كه يې لومړني شعرونه له اوسنيو هغو سره پرتله كړو ډېر بدلون په كې ترسترګو كېږي، د پخوانيو شعرونو ډېره برخه يې هغه شعاري ډوله خبرې دي چې ځينو ورته د حماسې استر وركړى او ددې ډول خبرو ناظم ته يې شاعر ويلى دى، د همدې مطالعې او ادبي ناستو ولاړو بركت و چې شاعرانه مزاج يې لا هنري او غزليز شو، كه يې د همدې هنري او غزليزې شاعرۍ لار پرې نه ښوده نو تر څه زيار وروسته به ډېر تږي ذوقونه د خپل شعر پر چينې خړوب كړي.

ملنګې سترګې
زړه مې داستا غمونه ټول ونيسي
لكه سپوږمۍ چې ځان ته شپول ونيسي

واړه د بم لوګي كړي پاڼې پاڼې
څوك به مو پاڼې د غاټول ونيسي

څنګه لوګۍ شوه ړنګه بنګه ځواني
څوك اوس رباب او ښكلى ډول ونيسي

پېغله ملاله مو پرديو يووړه
څوك به د غاړې رنګين پسول ونيسي

نه شته په ټوله ميكده كې يو جام
تا ته به څوك خالي كنډول ونيسي

چې چېرته كېنم له پيمخو سره
سترګې ملنګې شي كچكول ونيسي.

سيورى

ګران ملګري محمديارته!

سيورى مې تا ته پر لو لار ولاړ دى
لكه يتيم ماشوم بې پلار ولاړ دى
هغه د ښكلي كابل ښكلى مې اوس
د بل مزدورهسې ناچار ولاړ دى
تش د يوې ګولې مړۍ لپاره
له كوره ورك دى خواروزار ولاړ دى
بس ټول وګړي مو له ژونده ستړي
سږ وچكالي ده كاروبار ولاړ دى
تل د رنګينې ګناه هڅې كوي
دا خو"ښاغلى ګناهكار"ولاړ دى
هغه دى ښكلو ته اوس لاس اچوي
پاس پر ګودر"محمديار" ولاړ دى
د انالحق انالحق چغې وهي
روح مې منصور پر سر د دار ولاړ دى
د ميخانې باداره هېر يې نه كړې
هڅيال له وخته انتظار ولاړ دى.

1379/6/14ل
كندهار

تور مرګونه
د ژوند په كرونده كې مو كرلي تور مرګونه
هرخوا مو و درشل ته دي راغلي تور مرګونه
څښتن مو په برخليك كې د تور مرګ لاسليك راكړى
نو ځكه راته ګران او هم ښاغلي تور مرګونه
د ژوند پر اننګو مې د ماتم سېلۍ مېلمه شوې
اشنا! زه مېلمه پال يم، ما پاللي تور مرګونه
يو ځلې كه مو بيا د ژوندون فصل رازرغون شي
نو خدايږو له دې ځايه ترهېدلي تورمرګونه
منزل ته رسېداى نه شو قدم قدم مو مرګ دى
هڅياله! موږ له وخته دي ګاللي تور مرګونه.
1379/2/29ل كال، كندهار

سرونه
چېرې پيدا شول، چېرې لوى شول دا بدرنګ سرونه
د حق نظام دى، پيدا كېږي رنګ په رنګ سرونه
چې خپل كلتور او فرهنګ پرېږدي كړي پردوته مخه
غورځي د بل ډول او اتڼ ته بې فرهنګ سرونه

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de