سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالولي حلميار

ملا عبدالولي حلميار د حاجي محمد موسى زوى پر 1354ل كال د كندهار ښار د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سيمه كې زوكړى دى. زده كړې يې په خصوصي ډول په بېلابېلو ديني مدرسو او جوماتونو كې له بېلابېلو ملايانو او ديني پوهانو څخه كړې دي، له شپږو كلونو را په دېخوا شعرونه ليكي، چې وخت پر وخت دكندهار ولايت په خپرونو كې خپاره شوي دي.
نوموړى اوس د ارغند جريدې مسول چلوونكى دى. داجريده د كندهار ادبي ټولنې له خوا هره مياشت يوځل په (16) مخونو كې په ښه څرنګوالي او څومره والي خپرېږي، چې هنري او ادبي برخې يې ارزښتمنې دي. دحلميار شعر يوازې په الفاظو سينګار شوى نه دى، بلكې د شعر د اوډون اوپيوستون ترڅنګ يې هنري جوړښت ته هم سترګې ور اوړي. دى هڅه كوي په خپل شعر كې له طبيعت څخه داسې توكي راواخلي او ټولنې ته يې وړاندې كړي چې ډېر ذوقونه ورته تږي دي او هر څوك ورڅخه خوند اخلي، ډېر ځل فكر ته هم د هنر پر ځاى ترجيح نه وركوي، د ځينو شعرپوهانو په اند دا د شعر ذاتي ارزښتونو ته په درنه سترګه كتل دي او څوك چې د شعرونو هنريت ارزوي، لومړى د شعر همدغو ارزښتونو ته د لومړيتوب حق وركوي. د حلميارصيب شاعري ډېره زړه راكښونكې او مسته ده، دى د كندهار د اوسنيو ځوانو شاعرانو په كتار كې ځان ته ځانګړى مقام لري.

اوده ګر

كچكول د زړه كې زړونه وړي د مينې وار غواړي
دغه ملنګ د زخمي زړه كلي ته لار غواړي

هر يو قدم په بسم الله ږدي چې ستوري ښندي
د شپو په غېږه كې يو سپين د رڼا ښار غواړي

په بل څه نه ځي د سپين مخ له خزانې نه رقيب
پوه شوم مارنګه اوده ګر داسې ښامار غواړي

غلې به نه شي زما نارې په زولنو ملګرو!
په منصوري نارو كې ونغښتلى دار غواړي

په رنګ د ستورو كې ماښام معلومېده دا كيسه
چړې د نور اخلي تيارو باندې ګوزار غواړي.

چغاره

كله چې څړيكه له پرهاره واخلي
لېونى زړه د مينې لاره واخلي

لكه تسپه د عشق پستو ګوتو كې
ذكر د يار ته ځاى له تاره واخلي

ساقي يو داسې جام به لاسته نه كړم
چې مې له غېږې د خماره واخلي

هلته شكمنې شېبې تېښته وكړي
څوك چې د يار حال له ريباره واخلي

لكه ماشوم خپګان ساتلاى نه شي
زړه چې ديدن غواړي چغاره واخلي

د نور چړې ستورو له تېغه وكښې
شپه به زخمونه تر سهاره واخلي

نګاره! ستا سپېگڅلې مينه كې به
رقيب ازار له حلمياره واخلي.

ګناه
زه له خوښيو خندا راوړمه ژړا وخېژي
چې هر ثواب مې ستا په سترګو كې ګنا و خېژي

شمعې! دا پاتې پتنګان هم قربانۍ ته راغلل
غواړي چې هسكه تر اسمانه دې رڼا وخېژي

ددې وطن د خلكو سترګو دا اثر راوړى
كاڼو د غرونو ته دې وګوري طلا وخېژي

نور به د عشق په مدرسه كې سرګردانه نه وي
تنكى طالب زړه كه په مينه كې ملا وخېژي

ما رقيبان ليدل په خوب يو د بل غوښې خوړې
غواړم همدامې د ليدلي خوب مانا وخېژي

ګورو ښايست دى، ځان له خپل موقفه نه اړوي
زما عاجزي او ستا په برخه استغنا وخېژي

يو مسلمان يې په يقين د راتلو لار وڅاري
د بل له خولې نه چې وعده په ان شا الله وخېژي

روح بدرګه كړ حلمياره لږ يې لوړ رخصت كړ
لكه منصور چې يې د دار په سر كې سا وخېژي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de