سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

 عبدالولي زاهد
ښاغلى عبدالولي زاهد د حاجي عبدالمجيدخان زوى پر1357ل كال د زابل ولايت د كلات ښار په "لككو" كلي كې زوكړى دى، ديني زده كړې يې كړي او له درېيو كلونو را په دېخوا شعرونه ليكي، نوموړى اوس هم په زابل كې استوګن دى، د هنري ښايست تر څنګ يې په شعر كې د حماسې يو څرك هم جوت دى، خو دا حماسه هغه شعاري ډوله خبرې نه دي چې كله كله د ځينو سياسي اونظامي مقصدونو لپاره كارول كېږي، بلكې دا افاقي حماسه د هغه خپله ذاتي او فطري ځانګړنه ده، چې د ډېرو خپلواكۍ مينو افغانانو په خټه كې اخښل شوې ده. نوموړي هنريت او شعريت ته په درنه سترګه كتلي او هڅه يې كړې چې پوره خيال يې وساتي.
څرنګه چې په دې وروستيو څو كلونو كې په زابل ولايت كې د شعر
چرګۍ توده شوې او په بېساري ډول په كې ژبور او سترګور شاعران او قلموال په كې راټوكېدلي دي، نو په دوى كې ځينې داسې څېرې هم شته چې د اوسمهالي شعري بهير يوه رنګينه برخه جوړوي، زاهد به هم دخپلو او ادبي بنډارونو له يارانو څخه رنګ واخلي او د شعر وړانګې به يې نور هم په ذهن او خيال كې غزونې وكړي. كه خپله جهان بيني(نړۍ ليد) يې له خپلو ادبي او هنري تجربو سره يو كړ، نو فكر به يې ژور او خيال به يې نور هم اوچت شي.

سپينه توره

د معركې ډګر نن بيا د وينو رنګ واخيسته
چې مې فاتح اشنا نن بيا لاس كې خدنګ واخيسته

د ځناورو په لښكر كې لارې جوړې كړلې
نن چې په ننګ د افغانانو تورې شرنګ واخيسته

په سپينه توره يې كړل غوڅ څو فرعوني سرونه
له ډېره زوره يې نن بيا كهكشان زنګ واخيسته

چې ولولو يې بيا ويده احساسات وپارول
هلته په مينه د ادم مات رباب ترنګ واخيسته

بيا يې خوره كړه د ملالې ټپه هر مورچل كې
زاهده! ګوره هر تاريخ چې مو نن ننګ واخيسته.

ښكلى اظهار
توره شپه چې د نړۍ پر اسمان راشي
مقابل كې بيا سپېڅلى سهار غواړي

دا قانون دى په مضمون د عاشقۍ كې
زړه په څنګ كې نازولى نګار غواړي

چې له يار سره كلام د مينې پټ وي
خلك وايي چې دا ښكلى اظهار غواړي

چې درياب كله په سترو څپو سرشي
اخر بېرته لكه مړى كرار غواړي

چې دعوه د انالحق څوك په اعلان كړي
بيا يو تش د جرم پړى د دار غواړي

څوك چې درومي و منزل د خپل هدف ته
زاهد وايي دا رښتينى سالار غواړي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de