سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالقديم پتيال

ځوان شاعر عبدالقديم پتيال د حاجي سردار محمد الكوزي زوى پر 1361ل.كال د كندهار ښار په لومړۍ ناحيه كې زېږېدلى دى، د ځينو ستونزو له كبله يې زده كړې نيمګړې پاتې شوې او د ژوند كړاوونو ته يې اوږه وركړه، چې اوس هم د لوحه ليكنې دكان لري. د ليكګرۍ هنر ترڅنګ ليكوالي هم كوي، چې پر دواړو يې لاس بر دى او ښگگه پياوړى او بريمن مټ لري، كه څه هم ډېرتنكى دى، ښه استعداد او تاند ذهن يې دا په ډاګه كوي چې پتيال به په نږدې وخت كې د ښايسته كندهار پر هسك باندې د يو ځلاند ستوري په څېر وځلېږي او ډېرې سترګې به وبرېښوي.
څه له پاسه درې كاله وړاندې چې د ځينو په وينا لا يې د شعر پر ځمكه خاپوړې كولې، په يوه ادبي غونډه كې يې ځينوشعرونو يو شمېر مينه وال رامات كړل، وروسته چې له نورو ادبي ملګرو سره اشنا شو او نوي كتابونه يې ولوستل نو په لنډه موده كې يې شعر د مستۍ په هغه خُم كې رنګ شو، چې "جهاني" يې جهاني كړى او ډېر زړونه يې تسخير كړي دي.
تر څه مودې وروسته يې دځينو سر لارو شاعرانو له اغېزو څخه هم د وتلو هڅگگه پيل كړه او تر يوه حده يې خپله لار په نښه كړه، اوس كه يې څوك شعر لولي پرته له دې چې نوم يې واخلي نو شعريې پېژندل كېږي.
شعر يې په يوه ځانګړې مستۍ او شور كې ډوب دى. لنډې كيسې هم ليكي، چې يوه ټولګه ترې جوړېږي، كره كتنه هم كوي چې ښه په نره په كې پر مخ روان دى، ځينې فني نيمګړتياوې به لري خو دا به وخت ته ګورو چې دى ترې څه مومي، نوروته څه ورپه برخه كوي او وخت ورسره څه كوي.
 

د سترګو مسجد
يو مست كافر احساس مې پر ثواب تاو او راتاو شي
له خروشه نا ارام شي، پر ګرداب تاو او راتاو شي
د مينې له چينې نه د وفا كټوري ډك كړي
د نور له مستو وړانګو بيا بېتاب تاو او راتاو شي
د اوښكو له محله مرغلينې پېغلې وركې
د خيال نيلى يې اوس خو پر پنجاب تاو او راتاو شي
ورانكار او يار ساقي مو د زاهد خلوت راګړوب كړ
واى ګوندې چې دا شېخ مو پر شراب تاو او راتاوشي
الهام ته د غزل مې حريفان بې ګټې ګواښ كړي
يو بيت به يې د دوى پر درست كتاب تا او راتاوشي.
1379/زمرى/26ل. كال _كندهار
د غچ ژبه
د الهام شېخ، د مست غزل پر لوړ منبر غږېږي
خو د شپو شپول ورته تر مخ او تر اوتر غږېږي
د غه باټك د(زمري زوى)د(خره) له ترپه ژېړ شو
خو په خبرو كې هر چاته يو لښكر غږېږي
ستا د جام تور ځنګل كې ښكار شوه زما د شونډو هوسۍ
نو د غچ ژبه به ساقي اوس سر پر سر غږېږي
دا د(طور) لور ده، پردى ځوانه! بد ور ونه ګورې
كه څه ددې ښامار ته، ستا ښامار منتر غږېږي
خير كه د مرګ ګرېوان كې ښخې شوې دژوند سرې اوښكې
خو دلېمو پر راڼه عرش به په محشر غږېږي.
1379/لمريز، دويمه ناحيه، كندهار
سپېره ژبه
دمستۍ يو مست سېتار مې رانه ورك دى، وي به چېرې
داحساس دسپېدو څار مې رانه ورك دى، وي به چېرې

دتقوا دپښو له ترپه زما دزړه هر غوږ كوڼ شوى
د پايزېب خوږ شرنګهار مې رانه ورك دى، وي به چېرې

دسپېرې ژبې پر ځمكه د شرابو اتڼ سوړ شو
نو خود زوړ يار مست خمار مې رانه ورك دى، وي به چېرې

زما د ښكلي د كور وره كې ځړول چې مې خيالونه
هغه ځاى او هغه دار مې رانه ورك دى، وي به چېرې

د لېمو د اسمان لمر كې د بڼو شپې شوې سركشې
اوس د يار يو روڼ ديدار مې رانه ورك دى، وي به چېرې

دا غزل مې شېخه شوى چې ميدان ورته خالي دى
ها(ښاغلى ګناهكار) مې رانه ورك دى، وي به چېرې.

1379/وږى/2 ، كندهار

د احساس سرخانه

راځه ماتې دې توبې كړه، د شراب په جم شريكه
د خيالونو ايمان راوړه، پر سركښ صنم شريكه

د احساس په سرخانه كې د غيرت چرسان تيار كړه
پر چيلم بيا شونډې كېږده، كش كړه دروند خوږ دم شريكه

د مستۍ احد كې خرپ خروپ د مچكو تورې اوري
موږ په دې غزا بېلېږو، له يو تور تورتم شريكه

شېخه موږ خو ښكلي تل په غېږ كې ټينګې دي نيولي
راشه ته هم پر يو چټې ځان كړه سريښ هر دم شريكه

د لېمو جام مو نن ګرو دى، په كعبه كې مو مستي ده
نړوو په نظرونو د رقيب حرم شريكه

د"غزل"په (ښكارپورۍ) كې سندريزې بېباكۍ دي
راتويېږي مست خيالونه تر(پايلوچ) قلم شريكه.
1379/غويى/12 ل.كال_كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de