سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالمجيد بابى

ښاغلى عبدالمجيدبابى د غلام حيدر خان بابي زوى پر1337ل.كال د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې د خپل نيكه ارواښاد عبدالله بابي په كور كې زوكړى دى، خپلې زده كړې يې په مشرقي او احمدشاه بابا ښوونځيو كې تر دوولسم ټولګي پورې رسولې دي.
د دوو كلونو لپاره يې د ښوونكو روزنې لوړې موسسې د ټوليزو زده كړو په څانګه كې هم لوړې زده كړې وكړې.
د غويي تر خونړي كودتا وروسته يې د ژوند ټولې هيلې او كارونه نابشپړ پاتې شول، له زياتو كلونو راپه دېخوا شعرونه او نثرونه ليكي.
په شعر كې يې ملي مسايل اوټولنيزې غوښتنې رابرسېره كړي دي، په خپل ځيږه ژبه او شاعرانه دريځ سره يې د زورورو پر وړاندې دقلم سنګر ټينګ ساتلى، پر ملي او هېوادنيو مسايلو يې ډېر څه ليكلي او اوس هم لګيا دى. بابى صيب د شهرت او نوم تږى نه دى او د يو شمېر نوم خوښوونكو په څېر هم نه دى چې د هرې ورځې په تېرېدو سره يې فكري او عقيده يي لوري بدلون ومومي، غوڅ دريځ لري او خپله هره خبره په زغرده كوي. ګڼ شمېر نا چاپ اثار ورته پراته دي په دې برخه كې يې ځينې پروژې هم تر كار لاندې دي. خداىدې هغه ورځ راولي چې نوموړى دغه اثار خپلې درنې او پتمنې ټولنې ته وړاندې كړي. نوموړي د جغرافيې او تاريخ څانګې لوستي، چې په دې برخه كې دډېرې مطالعې او تجربې خاوند دى. سر بېره پر دې د هېواد پر سياسي او ټولنيزو مسايلو يې هم ډېرې ليكنې كړي چې پاموړ او ارزښتمن دي. د بابي صيب ټولو ورونو او دكورنۍ نورو مشرانو ځانونه فرهنګي او ادبي خدمتونو ته وقف كړي او فرهنګياله او فرهنګپاله كورنۍ ده. د خپلې ملي ژبې د ودې او پرمختګ لپاره يې هڅې د قدر وړ دي.
 

 شك
دا له شوق نه لمر څرګند دى، كه دشپې دروغجن سهار دى
دغه سپين باړخو شين شوى، كه چاپېره ترې ښامار دى

دا ژوندون په كټ كټ خاندي، كه مرګى رادرومي خوا ته
دامړه تن ته ساه ودېږي، كه پر زړه دكاڼو وار دى

داله تبې نه زګېروى دى او كه ځوږ دانالحق دى
د غه لاندې لمر ته ځوړند او كه لوى منصور په دار دى

دا دتورې شپې تور لاس دى، كه پر شنه اسمان برېښنا ده
دغه سوى اور لړونى، كه ځلانده ذوالفقار دى

دا مجنون ته ښه راغلاست دى، كه ليلا ناړې پرې پاشي
دا دمينې مغزى هسك دى، كه برى وړى اغيار دى

د اتدبير ناتوانه ښكاري او كه عقل مرور دى
دا ازل د واك څښتن دى، كه له بل سره اختيار دى

دا مېړانه نذرانه وه، كه خيرات دى دمېړانې
دغه سر دى غړغړه كې، كه مست شوى يې دستار دى

د ابابى په خوب ويده دى، كه له ويښو سره مل دى
دا خپل لورى ترېنه ورك دى، كه دى وركو كې ايسار دى.


نظر
ستا پښتون مخ د اغيارو نظر واخيست
دماښام غله له سهار څخه لمر واخيست

د خوښۍ پر درشل وير ښه راغلاست وايي
مړه برات ستا له روژې نه اختر واخيست

ماويل ستا پر ځيګر به سجده وكړم
خو ابليس رانه دمينې منبر واخيست

چا ويل چې د مين تلوسه مړه ده
د ويلاړ قاصد مې بيا ستا خبر واخيست

دمزار خوا كې رڼا له ورايه ښكاري
شمعې پېټى داورونو په سر واخيست

دجنون پاچا ته ستورو پيغام راوړ
چې بدنام ژوند دې د مړينې استر واخيست
د بابي غزل دلمر په شونډو وګرځي
لمر له ده او ده لمر نه اثر واخيست.

1376/وږى/27
كندهار
هوډ
د دوزخ تر څنګ مېشت شوي ثوابونه
و نفلونو ته نڅا كړي ګناهونه

ماښام غواړي ورته سپين لمر سجده وكړي
دشپې كټ باندې ويده كړي اسمانونه

د رڼو ستورو كاروان په ولجه يوسي
پر لمنه دسپوږمۍ كېږدي داغونه

كهكشان ورته په سرو سترګو كاته كړي
دارغند په اوبومينځي وزرونه

ډاډ د سره شفق سينه كې منصور ستايي
زنګوي ددار په غېږ كې سنګسارونه

د برېښناغشو پر سد شپه لېونۍ كړه
دتكبير كاڼي يې څاري منزلونه

دښكلا پښتنه اوښكه به نرګس شي
كه بابي كړه ورته پرخه سوغاتونه.

1376/تله/4
كندهار
تارونه
راشه غاړه وګوره، ګرالبي تش تارونه شول
غږ د انالحق راته پړي او دارونه شول

ستړې د مجنون سترګې، مينه د ليلا ګوري
ځي دقافلو سپوږمۍ، مخكې يې مزلونه شول

وينم يې سر تورې شوې، ډېرې پښتنې پېغلې
وژړېد پتمن باڼو، اوښكه پېغورونه شول

اوس به سوځوي دوزخ، هغه اورنى شيطان
تشې محرابي چغې، واړه ګناهونه شول

ستوري په جرګه تللي، لمر ورته پيغام وركړ
شپې لكه چې خروش كوي، سره يې ماښامونه شول

راغى دزُهرې زېرى، وايي سپېدې وچاودې
خوشې شو بندي سبا، مات يې زنځيرونه شول

سور شفق ټيټ سر راغى، ښكل يې كړ ټپي ځيګر
غواړي چې سجده وكړي، مړه يې تكبيرونه كړل

مينه د بابي څاري، دغه پښتني مورچل
دا دكهكشان تړي، يو مخ مورچلونه شول.

1376/9/20 كندهار

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de