سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالله هنرمل

ښاغلى عبدالله هنرمل پر 1356 لمريز كال د محمد كريم په كاله كې وزېږېد، خپلې لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كندهار كې بشپړې كړې، وروسته يې په ځينو جوماتونو او ديني مدرسو كې هم زده كړې وكړې، خو په هېواد كې دناسمو حالاتو او دخپلې كورنۍ د اقتصادي ستونزو له كبله ونه توانېد چې خپلې زده كړې بشپړې كړي.
څه له پاسه لس كاله كېږي چې شاعري كوي چې ولسي رنګ يې په شعر كې جوت دى، همدا راز دده په شاعرۍ كې د ولس د زړه هغه اواز هم رااخيستل شوى چې تر ډېره وخته ددې ځورېدلي او كړېدلي ملت په ګوګل او خوله كې بند پاتې و. دوه درې كاله وړاندې به يې كله كله په طلوع افغان ورځپاڼه كې شعرونه خپرېدل، خو كله چې يې په كورنۍ كې د هنرچاپېريال نور هم تنګ كړاى شو، نو ښاغلى هنرمل يې (په شعوري ډول) دې ته اړويست چې له كتاب او قلم څخه فاصله واخلي، ليكوالي پرېږدي او يوازې د روزګار درنو بارونوته ملا وتړي. له بده مرغه تر اوسه پورې يې نه بله ليكنه وكړه او نه هم شعر وليكه. سربېره پر دې ډېر مينه وال او هنر ته لېوال ذوقونه يې په خپلو ګوتو كښل شويو انځورونو او ليكګرۍ ته رامات كړي وو. له نېكه مرغه اوس هم دا هنر پرمخ بيايي، كه په دې برخه كې يې درياضت او مينې لمن پرېښوده نو دا هنرونه به يې هم له لاسه ووځي.
د نوموړي د نويو شعري بېلګو د نه لوستو له كبله يې پر پخوانيو هغو هم چې د شاعر لومړنۍ تجربې دي څه ويل غوره نه بولو.

 وريت خمار
لامبي لا اسمان په وينو، ماتې ارادې نه دي
وتي د وختونو له سينو نه هم كينې نه دي

هوښ كوه! يوبل مين پرون هم په كې ډوب شولو
مه درومه زړګيه! دا كوڅې هغه كوڅې نه دي

دلته مينه نه شته، ورته غټ په سترګو مه ګوره
دا انګړ پردى دى، دغه سترګې د ليلې نه دي

ستوغه پردېسي ده، څوك دې حال راڅخه نه پوښتي
كلوپ د زړو هوجرې دي، د چا خلاصې دروازې نه دي

ته كه ځنې لاړې، ښكلي هم ورځنې تللې دي
كلي كې لا مړې دخپلمنځي جګړو لمبې نه دي

وريت خمار دې ځار شم، زما سترګې يې شاهدې دي
تا شوګيرې كړي، څوك دې نه وايي چې شپې نه دي

نورڅه كه مې نه شته خو يو ته راځنې مه درومه
ما پر زړه راوړي دلته بل چا ته اسرې نه دي.

سور غمى

زموږ نه يو قوي ښامار برى وړى
تخت نه يې د زړونو سور غمى وړى
اوس به موږ د زړه په بڼ كې څه كرو؟
چا رانه ګلونه چا سپرلى وړى
تېره مو روژه شوه لا اختر نه دى
لاس نه د هلال يې سپين وښى وړى
شته خو پر خپل ځاى دى څنګې ولولو
زموږ د خداى له نوميې غړوندى وړى
نه شته چې په لوړ غږ ليلا ووايي
وخت رانه دكلى لېونى وړى.
خمار دې يم
سترګو كې مې ونغاړه، خمار دې يم
زړه ته درنږدې به شم، پرهار دې يم
ښكلى يې په ناز باندې لوى شوى يې
ورك به شې، پر بله مه ځه لار دې يم
ته لكه ټپه هسې شيرينه يې
راشه چې دې ولولمه، زار دې يم
شوني نه دي بيا چې دې سپرلي ګورم
سر كې مې ګل وټومبه، دستار دې يم
خداىج درته پېيلى د غزل په تار
غاړه كې مې وزنګوه، هار دې يم
تاو مې كړه له غاړې نه لاسونه خپل
هـسې څه پـــــــــــــــروا ده، ګرانـــــې يــــــــــــــار دې يم.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de