سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالله خيال

ځوان شاعر عبدالله خيال د ښاغلي حبيب الله زوى د كندهار ښار پنجوايي ولسوالۍ دصالحانو په كلي كې زېږېدلى دى، تر اتم ټولګي پورې يې د كوټې ښار په ابوذرغفار مدرسه كې زده كړه كړې او وروسته يې په يو شمېر كليوالي ښوونځيو كې هم لوست كړى دى، خو د زده كړو بشپړېدو ته وخت پرې نه ښود، اوس د ډنډ ولسوالۍ د حاجي عربو په كلي كې استوګن دى.
دوولس كاله كېږي چې شعر ليكي اوپه دې ډګر كې د ښې تجربې خاوند دى، كه څه هم په خپلو ورځنيو دندو او كړاوونو كې دومره بوخت دى چې څه ليكلو ته ډېر لږ وخت پيدا كوي، خو بيا يې هم خپله هنري ښكلا د ځلښت تر بريده رسولې ده. فكري لېږد او شاعرانه تركيبونه يې ښكلي دي، خپل احساسات په بشپړ ډول په ساده ژبه بيانوي، له تكلف څخه به ځكه لرې وي چې په زوره يې د شعر ليكلو تابيا نه ده كړې. سپين شعر ته ورته ځينې ټوټې يې هم ليكلي چې په هغو كې يې هم ځينې انځوريزې وړې پېښې را اخيستې دي. نوموړى ډېرې مطالعې ته هم اړتيا نه ويني ځكه وايي په ادبي ډګر كې د بل چا اغېز منل هم ډېر غوره كار نه دى. سړى دې لږ وليكي ښه دې وليكي، د خيال صيب(وېره) نومى شعر د ښاغلي محمداسمعيل يون د(شعر حجاب) نوي شعر ته ورته دى، چې لومړى بيت يې داسې دى:
د ژوند مړاوې سندره مې رباب كې راولم
د ويښو شپو كيسه دعشق كتاب كې راولم
خو زه پر دې ډاډمن يم چې خيال به د يون صيب شعر نه وي لوستى يا كه لوستى يې هم وي او په شعوري ډول د هغه تر اغېزې لاندې نه دى راغلى، ځكه چې ده هغه نوي كتابونه ډېر نه دي كتلي چې تر هېواد بهر خپرېږي.
د خيال شعر روان او اغېزناك دى، كه دا ډګر يې پرې نه ښود او همداسې پرمخ لاړ، نو ډېره هيله شته چې دښو شاعرانو په ليكه كې ودرېږي.

 تنده
سپور په نيلي يم روانېږم ،بيا ارمان ونه كړې
سترګې را واړوه ستنېږم ،بيا ارمان ونه كړې
زه له توپانه زېږېدلى، د موجونو غر يم
په رپ د سترګو كې ورانېږم ،بيا ارمان ونه كړې
اوس لا راغاړې وځه پلنګ د ګلاب زما و ستا دى
لكه شبنم درنه وركېږم، بيا ارمان ونه كړې
يم د اوبو د مخ هنداره، وربل ژر سموه
په يوه پوه سره ورانېږم، بيا ارمان ونه كړې
په بيړه ونڅېږه ښكليه ! مهال پاتې نه دى
د مجلس شمعه يم ويلېږم، بيا ارمان ونه كړې
دا تورې څڼې دې په مستو څاڅكو ولمبوه
د سپرلي اېښمه يم، تېرېږم، بيا ارمان ونه كړې
يوه شېبه مې پر زنګون باندې سر وزنګوه
يو سيلانى يم روانېږم، بيا ارمان ونه كړې
ژوند دخوبونو سلسله ده، په باور خو نه دى
لكه ويده هسې ويښېږم، بيا ارمان ونه كړې
قلم راواخله يو انځور مې پر كاغذ وليكه
”خيال" د شاعر يم ترې هېرېږم ،بيا ارمان ونه كړې.
كندهار

دتقصير ايينه
زما دسوي زړه ناره ده ،څوك بې واوري فريادونه
دامې خپل بخت مرور دى، شول كاڼه د وخت غوږونه

زه مليار د هسې بڼ شوم، هر څه ورك، هر څه يې وران وو
پاڼو، بوټو سر اخيستى، سر نګون ښايسته ګلان وو
دا ګلبڼ نه و،ځنګل و، په كې پټ وږي ماران وو
هر نوروز يې خُمپرست و، وركول يې سره ګلونه

نصيب هسې ځاى ته راوړم، په كې ورك خپل او پردي وه
بس شرنګى د زولنو و،له قانونه سركشي وه
هر يو خپل پر ځان مين و، ټول مجذوب وو،لېوني وو
ټولو وخندل راباندې ما چې وپوښتل نومونه

زه پر داسې كور مېلمه شوم، كوربانه ټول مرور وو
زه او دوى، نه دوى په خپله، خپل تر منځ په يو نظر وو
عقل وويل جنون ته :درنه غواړم كومكونه

تر قلم مې اوښكې څاڅي "خيال"به جوړ څنګه ديوان كړم
قسمت ژبه راتړلې، حال د زړه څنګه بيان كړم
د تقصير په ايينه كې پټ انځور څنګه عيان كوم
لا په ګونګه خوله د خپل زړه رانه غواړي تعبيرونه.

وېره

توصيف د ښايستو په دې وختو كې پټوم
سپوږمۍ د تخيل په حجابو كې پټوم
پېغور د زمانې شوه پر باړخو نښه د هجر
سېلاب د تړمو اوښكو په لېمو كې پټوم
د شپې په لړمانه كې مې تقدير خېمه وهلې
انځور د سباوون په اميدو كې پټوم
قسمت راته بلا شو، سوابق مې د ژوند څېړي
جانانه! زاړه پلونه دې كوڅو كې پټوم
نصيب مې محتسب شو، تېره توره يې په لاس كې
د نظم ښايسته پېغله په پردو كې پټوم
كچكول او چلتار دواړه په دې ښار كې تومتي شول
كميس د ملنګۍ مې په بوخڅو كې پټوم
اسمانه! عواطف مې په زړګي كې زنداني شول
بړاس د سوي زړه په اسوېلو كې پټوم
سبا را څخه وپوښتئ وعدې د پرون خلكو!
د وخت له وېرې هر څه په شيفرو كې پټوم
ماشوم فكرونه وايي چې د "خيال" غاړه كږه ده
يارانو!خپل غرور مې په سجدو كې پټوم.
كندهار

مست ژوند

ساقي ځار دې شم تر سترګو، سر پر سر پيالې ډكېږي
اوس يو ښكلى جام تيار كړه، چې نوبت مې رارسېږي

زما له مرګ نه وېره نه شته، زه د مست ژوندون ملنګ يم
ددې ژوند نيم اورې شمعه هسې هم خاموشه كېږي

شېخه ځه و خپل خلوت ته، د مستانو سيالي مه كړه
زموږ په وينو اور ګډ شوى، شاه رګونه مو نڅېږي

دا محفل د لېونو دى، دلته عقل بېګانه دى
هر يو جام د ژوند په بيه دلته مړي ژوندي كېږي

د دوزخ په كروندو كې، جنتي تخمونه پاشي
د جنون انګازې كښت دى، په كوثر سره اوبېږي

ټول رندان سره راټول دي، هوش يې تللى دى له سره
هر مريد كامل مجنون دى، عقل كله پرې رسېږي.

1376/10/10 نيمروز

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de