سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

سيد عبدالخالق صادق

سيد عبدالخالق صادق دارواښاد ميرا اّغا زوى پر 1320 ل كال دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې دي. ښاغلي صادق تر دوولسم ټولګي پورې په بېلابېلو ښوونځيو كې زده كړې كړي، دوديز علوم يې دكندهار په جوماتونو او ديني مدرسو كې ترسره كړي دي. له اته كلنۍ څخه شعرونه ليكي چې تر دې مهال يې شل ټولګې خپرې كړي او ګڼ شمېر سندرغاړو يې هم شعرونه په ترنم كې ويلي دي. په دې توګه يې په كندهار ولايت كې يو ملي ريكارډ ټينګ كړى او په دې ولايت كې بل داسې شاعر نه شته چې دده تر كچې يې شعرونه ترنم كې ويل شوي وي. صادق په ولس كې يو محبوب شاعر دى، د شعر اكثر مينه وال يې نالوستي كسان دي، ځكه د ده شعرونه د سندرغاړو په اوازونو او د موسيقۍ په سرو تال كې رانغاړل شوي او په ټول ولس كې حل شوي دي. په كندهار كې به دلوستو او نالوستو كسانو په ګډون داسې څوك نه وي چې ددې ښاغلي يو-دوه شعره يې په ياد نه وي، كه څه هم تكړه او برلاسي شاعران ډېر وو او اوس هم شته، خو د صادق ذهني او فكري اړيكي له سندرو سره ډېر دي او وو، چې اوس يې هم د پخوا په شان په ډېرو مجلسونو او ناستو كې شعرونه پر ژبو ګرځي، د همدې محبوبيت له مخې د كندهار ټول خلك ورته درناوى كوي او په درنه سترګه ورته ګوري.
ډېر نالوستي شاعران چې پر شعر ليكلو پيل كوي، نو په لومړي سر كې د صادق له شاعرۍ څخه مرسته غواړي او دده شعر تر اغېز لاندې شعرونه ليكي. د صادق شاعري د پند او نصيحت شاعري او د ټولنې رښتيني انځورګري ده، چې دولس رښتينې هيلې او نيمګړتياوې رابرسېره كوي.
 

 ملامت

چې پير نه وي كامله مريدان ملامت نه دي
تقصير چې د استاد وي شاګردان ملامت نه دي

پر سپين لباس بېخي ژر توره ټپله معلومېږي
مُلا چې د نيا خوښه كړي اميان ملامت نه دي

دا كار د عاقلانو، چې ترمخ ځي تر شا ګوري
بينا سړى چې غوځار شي، نو ړنديان1 ملامت نه دي

شرف د هر انسان مدام په علم و په ادب دى
هوښيار چې كار ويران كړي، لېونيان ملامت نه دي.

كندهار

ځاله
ستا په هجر كې اميدم كړم د وصاله
بدلومه دا زړه شړۍ په شاله

بې له تا زما په مينه كې دا حال دى
لكه و چې كړي مكتب كې مرغۍ ځاله

چې لذت يې د چينې ليدلى نه وي
خود به خوښ په كنډولي وي د كلاله

د بې سترګو كه هرڅو قران په ياد شي
پېژندلاى نه شي حرف د دال و ذاله

د ښايست خريداران تر حساب تېر دي
لږ قيمت پر يوسف مه ايږده دلاله!

زما د مينې ابادي له ډېره وخته
اى رقيبه ځان ساته له زوړ دېواله

لكه ژړو ته چې اب د زرو وركړي
ظاهري جمال هم داسې بې كماله

ستاد ورزو د هلال له بركته
پر عبدالخالق اختر دى سرو كاله.

غلط

د هوښيار پر خپل اقرار بېرته انكار بولم غلط
تر حساب تېرې خبرې او لږ كار بولم غلط

چې په خپله شي څوك بد يا د بل مل ګناه د چا ده
ته بې زوى ملامت بولې، زه يې پلار بولم غلط

د پردو لاسونه چې زموږ له وطنه كوتاه نه كړي
داسې مشر او سپينږيرى او واكدار بولم غلط

چې يې موږكړو د ځان مشر دى ځان كړي د نوروكشر
دارقم څوكۍ نشين سياستمدار بولم غلط

هغه غوټه چې په لاس خلاصېږي غاښ ته څه حاجت
جنګ جدل دا ډېر قتلونه او كشتار بولم غلط

يواسلام، يومو وطن، ټول يو ورونه يو د بل
يو پر دې لار، بل رهي پر بله لار بولم غلط

چې يې جوړ له هره بيته يو متل د پښتو نه شي
زه سيد عبدالخالق هغه اشعار بولم غلط.


مياشت

ما ليدلې په ابرو كې د دلبر مياشت
چې و څنګ ته راختلې وه د لمر مياشت

دازل نقاش چې دا هلال دى كښلى
د بخت په شپه كې يې ويني بختور مياشت

كه د شپول پوړنى ايسته كړې له مخه
راښكاره به شي په دې ژېړ مازيګر مياشت

چې جلوه د بام پر سر وكړي محبوبه
سلامي ورته كوي د غره پر سر مياشت

دا لنډى برات د هجر خدايه تېر كړې
پر سيد عبدالخالق كړې د اختر مياشت.
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de