سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

حاجي عبدالكريم

حاجي عبدالكريم د ملا غلام محمد زوى پر 1300ل كال په كندهار ښار كې زېږېدلى دى. زده كړې يې په خصوصي ډول د خپل كلي او د سيمې جوماتونو له ملايانو او ديني پوهانو څخه كړي او له ډېرو كلونو را په دېخوا په كندهار كې د يوه حكيم په توګه دنده ترسره كوي اوله دې لارې خپل اقتصاد خړوبوي.
كه څه هم پر اوس مهال سپينږيرى شوى، خو په زړه كې يې د هېواد او هېوادوالو مينه هماغسې تانده او تپانده ده، كله چې د هېواد د روانو حالاتو او اخ وډب په هكله غږېږي نو ډېرې كيسې يې له سترګو څخه اوښكې بهوي، دا په خپله ددې څرګندوى دى چې ښاغلى عبدالكريم دردېدلى او ځورېدلى انسان دى، له خپل هېواد سره ډېره مينه او خواخوږي لري، داسې سخته ورځ هم پرې راغلې چې نوموړى يې د خپلو ډېرو ارزښتمنو كتابونو خرڅلاو ته اړوېستى دى، خو هغه بيا هم دا ترخې ورځې او شپې په سړه سينه زغملي او زغمي يې.
د شهرت لېونى نه دى، له همدې كبله تر اوسه پټ پاتې شوى او چا نه دى پېژندلى، ماته يې هم د خپلې پېژندګلوۍ له سپارلو څخه ډډه كوله خو بيا مې هم اړوېست چې راويې سپاري.
نوموړى د ټولنې او چاپېريال يو انځورګر شاعر دى، د شعر ډېره برخه يې نصيحت او پند دى، خلك اخرت او د دنيا پايلې ته ځيروي او دا اواز اوچتول غواړي چې له مادياتو څخه بايد سترګې پټې كړو او مانيزو توكو ته په درنه سترګه وګورو.
د ښاغلي عبدالكريم په زړه كې د هېواد سپېڅلې مينه او لېوالتيا همداسې تانده غواړو او د هغې ورځې دعا ورته كوو چې نوموړى خپل هېواد او هېواد سمسور وويني او بيا يې يوه پېښه او صحنه هم پر ګرېوانه اوښكې راتويې نه كړي.
 

 د نيا

د دنيا پرځاى دې دوه سترګې څلور وي
دا ددين پر ځاى دې ولې شا ته زور وي؟
نه اودس سم، نه ركوع او نه سجده
راشې مخ كړې پر كعبه، فكر دې نور وي
دغه باغ به تاته څه ثمر در وكړي
چې له تخم او نهالانو څخه تور وي
كه ايمان و، اخرت ځي باك پرې نه كړې
كه دنيا ځي هغه ورځ ستا غم په كور وي
د دنيا مينې دې هسې زړګى وريت كړ
لكه نغښتى چې پر تورو ايرو سكور وي
عاقلان هېڅ د دنيا طلبګار نه دي
نادانان يې په طلب ځي ناصبور وي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de