سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالجبار ترنګ

ځوان شاعر او ليكوال عبدالجبار ترنګ د ښاغلي عبدالاحد ترابي زوى پر 1360ل.كال په كندهار ښاركې زېږېدلى دى. پلرنى ټاټوبى يې ارزګان ولايت دى او له ډېرې مودې راپه دېخوا په كندهار كې استوګن دي. لومړنۍ زده كړې يې په البېروني لېسه كې پيل كړي، چې اوس هم د همدې ښوونځي د دوولسم ټولګي زده كوونكى دى، دوه درې كاله كېږي چې د ترنګ شعرونه په ځينو هېوادنيو او بهرنيو خپرونو كې تر سترګو كېږي، ددې تر څنګ ځينې لنډ هنري نثرونه يې هم كښلي، چې په هنري لحاظ ډېر اوچت او پاموړ دي.
ترنګ ايله په دې وروستيو كې وغوړېد او خداى شته ډېر ملګري ورته هيله من شول، وړاندې يې هم هغه د چا خبره(توري پېيل) او په ځينو خپرونو كې به راښكاره كېده، خو وروسته چې يې غوره شعرې بېلګې ولوستې او د اوچتو شاعرانو تجربې يې وكتلې، نو تر ډېره وخته تم شو او څه موده غلى كېناست، چې ټول ملګري يې ځان ته هېښ كړل. اوس ډېر لولي، اوري خو لږ ليكي. په لږو بيتونو او لنډو قافيو كې ډېر هنري شته ځايوي،خو كه يوازې د قافيه وال لمن يې ټينګه ونيوله او په دې فورم كې پر مخ لاړ غوره به وي، نوموړى دخپل ويښ ذهن او شعور په ملتيا د هرې ليكنې هنري او ادبي جاج اخلي او ټول شته يې ارزوي. له خپل هېواد او هېوادوالو سره ډېره مينه لري، د ملګرو تر منځ به يې په ځينو ناستو كې دهېواد پر روانو پېښو او چارو خبرې اترې كولې، كله چې يوه موضوع ورته ارزښتمنه وبرېښي نو تر ډېره وخته يې څاري او سم و نا سم اړخونه يې ځان ته معلوموي، په اصطلاح د كنجكاوۍ حس يې پياوړى دى. كېدى شي د خپل پلټونكي ذهن په ملتيا ډېرې برياوې ترلاسه كړي او د زمان هغو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ووايي چې ګڼ شمېر خلك په كې پاتې راغلي دي.

جادو
د باړخو د اوښكو ځل يې جادو ګر دى
ته وا ستورى پر شفق باندې را بر دى

د څو حسنو لارويان به شايد ډېر وي
زما يو(اشنا) د مينې پيغمبر دى

پورته لمر به شي هر سيورى راوژلاى
خو د جنګ سيورى والله پرې زورور دى

دا دسپينو خلكو لاس دى چې دوى چوپ دي
نه بلا ده، نه پېرى دى، نه اثر دى
دا غزل پښتون غزل دى جباريه!
تر هغو چې(دُراني)،(ستورى) او لمر دى.
رازونه
ټول رازونه نن د ستورو درته وايم
زه يې نه، ګوره! په نورو درته وايم
پردې قول ياره! ژوند غوندې ولاړ يم
چې منې په هغو تورو درته وايم
د ښيښو مخونه تور دي، څېرې تورې
دا زموږ حالت چوپ، ورو ورو درته وايم
د ځوانۍ د كيف مريده اشنا ګوره
د ښكلا د نوم په تورو درته وايم
تر زړګي وي لاهم تېرې ځينې ښكلي
له خبرو په زړه پورو درته وايم.
1379ل كال، كندهار
هېر شوى تورى
دا يو زړه چې رانه دلته اشنا! هېر دى
د هغوى دكاڼو شمېر مې هم بيا هېر دى
د جانان د پلونو خاورې چې شنم
دې كوڅه كې مې يو (تورى) بېګا هېر دى
بس له دغو سپينو خلكو دومره واورئ
چې يې ذكر لا د لمر او سبا هېر دى
د شيطان قدم پر زړه تقدير رد كړى
چې دا ولې ترې زړګى داسيا هېر دى
سپينې اوښكې اوسلګۍ، زارۍ، خبرې
ته وا ناز غوندې منتر ترې رښتيا هېر دى.
1379ل كال، كندهار

ستوري

د حسن پرمدار وي دوه خشنګ ستوري
اوسېږي دواړه ياره! څنګ پر څنګ ستوري

عشقونه چې نغمې شي او شرنګېږي پرې
دا څو شي له دې ستورو هماهنګ ستوري

د زړه د شپې سباوي په راتګ ته وا
زوى مړي چې لږ پورته شي په درنګ ستوري

دا شپه چې شمعې غواړي او مفلسه ده
بايللي بې وي خدايه! بيا خپل دنګ ستوري

را اوري سر ته ناست"دروېش" اسمان څخه
بېشمېره(په لمن كې) با اهنګ (ستوري

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de