سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

 عبدالبصير عبرت

ارواښاد عبدالبصير عبرت پر 1352ل كال د زابل ولايت، ناوې والسوالۍ په بلبلي كلي كې زېږېدلى دى. له اره د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، چې پلار او نيكونه يې ډېر كلونه پخوا زابل ولايت ته راكډه شوي او هملته يې استوګنه غوره كړې ده.
په څوارلس كلنۍ كې يې د پاكستان په يوه ديني مدرسه كې خپلې لومړنۍ زده كړې پيل كړې او بيا يې د همدې هېواد د بېلابېلو سيمو په ديني مدرسو كې درسونه وويل.
تر څه مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو؛ يو كال يې تېر كړى نه و چې بېرته پاكستان ته لاړ او يو ځل بيا يې پر ديني زده كړو پيل وكړ، د يوه كال په بهير كې يې قران كريم په بشپړ ډول حفظ كړ.
نوموړي په خپل ژوند كې ګگڼ شمېر فرهنګي او ادبي كارونه ترسره كړي، د هرات او كندهار ولايتونو په اطلاعاتو او كلتور رياستونو كې يې ډېره موده د يوه ژمن او هوډمن ليكوال او ادبپال په توګه دنده ترسره كړې ده.
نوموړي پر دې بوختتياوو سربېره شاعري هم كوله چې د شعرونو ټولګه يې د ده تر شهادت وروسته د كندهار اطلاعاتو او كلتور رياست له خوا پر 1378ل كال خپره شوه، په دې ټولګه كې د عبرت هغه شعرونه راغلي چې له 1371_1370ل كال راوروسته شعرونه راغلي دي. كېدى شي دا ټولګه بشپړه نه وي او ډېر نور شعرونه يې له چاپه پاتې وي، ددې ټولګې ډېر شعرونه حماسي او رزمي بڼه لري، ورسره ځينې داسې بېلګې هم لولو چې د هنريت له مخې ډېر لوړ او ارزښتمن دي.
د عبرت شاعري دده د عمر په پرتله ډېره اوچته ښكاري كه چېرې ژوند ورسره وفا كړې واى نو عبرت به خپلې ټولنې ته داسې هنري بېلګې وړاندې كړي واى چې په ښو او معياري بېلګو كې وشمېرل شي، له بده مرغه نوموړى پر 1376ل كال په بادغيس ولايت كې په شهادت ورسېد. او هنري ژوند يې هم نيمګړى شو.
 

 ښكلا

ستا دښايست په بدرګه كې و يو لمر درسره
يوه سپوږمۍ وه بل د ستورو غټ لښكر درسره

ستا له راتلو سره د جهل تيارې شولې رڼا
چې د تيارو پر سينه ښخ شو ها خنجر درسره

رادې وړې موږ ته د حيا له ميو ډكې پيالې
چې د حيا او حلم كان و هغه غر درسره

دا واړه ښكلي صفتونه دي په تا كې نغښتي
جام د جمشېد، بوى د ختن، غږ د حيدر درسره

د حيرت ګوتې ورته غاښ باندې عقلونه نيسي
چې حكما ورته حيران دي ها هنر درسره

ستا په دربار كې څو وګړو ښې تحفې وړاندې كړې
زما عبرت دې په تحفه كې وي دا سره درسره.(1)

1373ل كال، زيارت

اوږد كاروان

زما له وچو شونډو هسې خندا تښتي
لكه غېږ نه د ورېځ چې برېښنا تښتي

سربه ستا په پښو كې ټيټ نه كړم فلكه
د خودۍ له حماسو مې دنيا تښتي

اى ناصحه! زما مينه پښتنه ده
پښتانه كله له جنګه په شا تښتي

چې زمرى د محبت ور په كې پروت وي
له هغه زړه نه هوسۍ د تقوى تښتي

زما ژوبل احساس هسې دى ډارشوى
چې دعصر له دعا او دوا تښتي

دا د عمر اوږد كاروان دومره په منډه
ولې زغلي چېرته درومي، له چا تښتي؟

زه چې لږ ورته په ځير شم هسې ښكاري
چې هرچانه مرور دى تنها تښتي

د عبرت پر قسمت كوم تندر لوېدلى
چې له څنګ نه يې رقيب او اشنا تښتي.


لرغونى كاروان
كندي كندي كندهار مو راته قند شو
ژوبل ژوبل په زابل كې ژوبلول دي
د غيرت غزاوې وشوې په غزني كې
په وردګو كې وريت شوى وريتول دي
د غليم ټبر لوګى شو په لوګر كې
د پكتيا زلميان نن بيا په لوړ تكل دي
هر مكار تكه تكه شو پكتيكا كې
ننګيالي وركوچېدلي په كابل دي
په هلمند كې هيله من زړونه نڅېږي
په روزګان كې ارزوګانې واړه حل دي
په فراه كې دفرحت وږمې چلېږي
د اغزيو دوران تېر شو دري ګل دي
په نيمروز كې نيمه ورځ د دښمن ژوند و
په شنډنډ كې يې شنډ شوي شنډ مورچل دي
د خوښۍ هارونه راغللو هرات ته
چوپ په غور كې د بېغورو غورېدل دي
دا لرغونى كاروان درومي ټول جهان ته
كه تاجك دي، كه ازبك دي، كه مغل دي
په غونډانو كې غنده غوندې خونسا شوې
بلبلي كې نغمې پيل د بلبل دي
په شمشاد كې دغه سپين بيرغ رپاند كړې
لوى څښتنه! د عبرت دغه غوښتل دي.

وځي

چې يې له ژوند نه جنازه دارمانونو وځي
له هغه زړه نه كاروانونه د اهونو وځي

چې د رودونو قافلې ور په كې شپې تېروي
خاموشې څړيكې له زخمي زخمي زخمونو وځي

چې په نغمه يې غرغړې ته لا نڅاوې كېږي
هغه كړنګا خو د سرو ميو له جامونو وځي

سحره! تا به زموږ اسمان لره په زور راولي
د لوړ تكل زلميان نن بيا له زندانونو وځي

ګوره قاتله! انتقام نه چې بېغمه نه شې
د كسات غشي لا اوس هم له دې قبرونو وځي.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de