سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

څپه_څپه ښايست

لوى كندهار كه له يوې خوا د ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي، عبدالروف بېنوا، اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد او...په څېر د درنو پوهانو زانګو ده، نو له بله پلوه دشمس الدين كاكړ او عبدالرحيم هوتك په څېر د ګڼو سندربولو توتيانو هغه ځاله هم ده، چې د همدې"ښايسته كندهار" په لرېوالي كې يې ډېرې سوې ترانې ويلې دي.
د اور او وينو توپان لكه د نور افغانستان په څېر د عبدالرحيم هوتك "ښايسته كندهار" هم لوټې لوټې كړ، خو " كه كوټه وسوځېده نو دېوالونه يې پاخه شول".
څو كاله مخكې راته ښاغلي لال پاچاازمون په ننګرهار كې د كندهار د ځوانو شاعرانو دومره ستاينې وكړې، چې زه يې د دوى د ليدلو لېوال كړم او چې كله مې د دوى د څو تنو ځوانو شاعرانو وړه تذكره(پر للمه اوري بارانونه) ولوستله، نو پوه شوم چې دملالۍ دټپو په كلي كې لا د تورې له شرنګ سره د نغمو نرى ترنګ هم ملګرى دى.
بيا چې يو وخت كندهار ته لاړم، نو د محمديار، هڅيال اوصالح په دېره كې مې په لسګونو ځوان او نوښتګر شاعران وپېژندل، دوى ټول له ظاهري بڼې ډېر ساده او كليوال معلومېدل، خو په باطن كې يې هر يو په معنوي سينګار ښكلى و، په سترګو كې يې سړى له ورايه شاعرانه ولولې، مستې مينې او يو ډول وركې مايوسۍ لوستلاى شوې.
د لوى اختر پر لومړۍ ورځ په پېښور كې د هيلې مجلې دفتر ته لاړم، غوښتل مې چې ښاغلى صالح محمدصالح وګورم، نوموړي هغه ورځ هم پر همدې تذكرې كار كاوه، تر اختر مباركۍ وروسته سره كښېناستو، هغه راته د دې تذكرې يو يو شعر په خوند خوند لوسته او ما ورته غوږ ايښى و، د شعرونو اورېدل دومره خوند راكړ كه نور مېلمانه په دفتر نه واى راننوتي، نو نږدې ټوله تذكره به مو لوستله.
د دې تذكرې د شاعرانو يوه لويه ځانګړتيا دا ده چې ډېر يې د لمبو سيوري ته رالوى شوي او د خپل كور و كلي د ورانېدو غمجنوونكې ننداره يې له نږدې څخه كړې ده، د دوى په هنر كې صداقت او رښتينولي له ورايه برېښي او همدې توكي يې هنر ښكلى كړى، ځكه خو يې د افغاني ادب رښتيني استازي بللاى شو.
صالح محمدصالح چې څښتن يې په ګوتو كې ډېر ښكلي هنرونه ايښي دي، د همدې ځوانانو استازى هنرمند شاعر او ليكوال دى. د هغه هنرمندو ګوتو كه د ښكلو انځورونو، خوږو شعرونو او په زړه پورو ليكنو وړتيا درلوده ، نو اوس د كمپيوټر له تڼيو سره هم اشنا دي.
زه خپل دغه ملنګ هنرمند دوست ته ددې تذكرې د خپراوي له كبله مباركي وايم، خداىدې دده په ګوتو كې نور هم بركت كړي چې د "مست ارغند" د مستوڅپو په څېر ښكلاوې رامنځته كړي او ويې ځلوي.
ګران صالح ته د يو روښانه راتلونكي په هيله خپلې خبرې رالنډوم.

په مينه او شاعرانه ولولو
اجمل اند
1380ل كال پسرلى

Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright 2002 -2003 webmaster@shirzad.de