سرېزي

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

"د دې غره خټك به واړه شاعران شي"

په دې وروستيو دوو درېيو كلونو كې كتاب خپرول او ليكل په بېساري ډول ډېر شوي دي. په پېښور كې به داسې اوونۍ نه وي چې دوه درې كتابه دې په كې خپاره نه شي، دا خپرنيز بهير دومره ګړندى دى چې څوك ډېرځل د كتابونو په مطالعې پسې هم نه شي رسېدى.
كله چې هېوادمېشتي ليكوال يو څه ذهني سكون او اروايي ډاډ تر لاسه كړل، نو د تېرو غميزو او پېښو دليكلو او خوندي كولو لپاره ورته ډېر خام مواد پراته وو او دې ته يې ډېره اړتيا نه درلوده چې خپله ټاكل شوې موضوع له هرې زاويې څخه په ژوره توګه وڅېړي، ځكه ګڼ شمېر تاريخ كښونكي همدا راز دسياسي پېښو ليكوال په عملي ډول په دې پېښو كې ورګډ وو او هر څه يې د سر په سترګو ليدل. د سياسي او نظامي خاطرو ليكوالان هم همداسې درواخله چې كتابونه يې د اوسمهالي خپرنيز بهير لويه او غوښنه برخه جوړوي، پر اوس مهال پښتو او دري سياسي كتابونه دومره ډېر شوي چې سلنه يې (70) ته اوچته شوې ده. ددې ترڅنګ پښتو شعري ټولګې هم ډېرې خپرېږي او په دې ټولګو كې ځينې داسې هم شته چې د زړه په زور به يې لولې. ځكه په اوس زمانه كې پيسو دومره زور او كمال پيدا كړي، چې هرې ببولالې او منظومې خبرې ته هم د كتاب بڼه وركولاى شي او اوس خو څوك ددې ډول شاعرانو مخنيوى هم نه كوي.

د كندهـار اطلاعاتو او كلتوررياست دوه درې كاله وړاندې په ټينګه پتېيلې وه چې د لوى كندهار(زابل، كندهار، ارزګان او )د شاعرانو او اديبانو يوه لويه او بشپړه تذكره خپره كړي، نو په همدې موخه يې د يوه كال په ترڅ كې څه له پاسه د 65-70 تنو شاعرانو ژوندليكونه، شعرونه او داثارو معرفي راټول كړل. موږ هم ددې كار په جريان كې وو چې ټول شعرونه به د كتنې او ټاكنې لپاره كله د يوه ليكوال كور ته وړل كېدل، كله دبل. داسې هم پېښېدل چې هېچا ته به نه وه څرګنده، نوموړي مواد له چا سره پراته دي؟
د همدې كار په بهير كې(د1378ل كال په لړم مياشت كې ) دښاغلي لال پاچا ازمون(پر للمه اوري بارانونه) نومې وړه تذكره چې (11)تنه كندهارمېشتي ځوان شاعران په كې معرفي شوي وو، خپره شوه.
ځينو دا هڅه ښه وګڼله او ويې ستايله، خو ځينو ورباندې نيوكې درلودې چې يو شمېر به وروسته وشنو او ځينې يې دادي:
 ځينو ويل د نوموړې تذكرې پر پښتۍ ليكل شوي" دسهيل لويديځ د ځوانو شاعرانو ګډه شعري ټولګه" حال دا چې دا ګډه شعري ټولګه نه، بلكې تذكره ده چې بايد توپير يې وشي.
 د څرنګوالي او څومره والي له پلوه ددې تذكرې بڼه او كچه ددې وړ نه دي، چې تذكره ورته ووايو، بلكې د تذكره ليكنې دمعيار له مخې دا يوازې د تذكره ليكنې پر لوري يوه هـڅه ده.
 كتاب په لاس خطاطي شوى او په دې كمپيوټري زمانه كې نه ښايېدل چې دا زړې مطبوعاتې چارې راغبرګې شوې واى.
سربېره پر دې يو نيم نورې لويې او وړې ګوتنيونې او نيوكې چې ځينې يې پر ځاى او ځينې يې بېځايه وې.
دې وړې تذكرې په همدې څرنګوالي او څومره والي سره د كندهار ادبي ټولنې راټولې شوې تذكرې ته سخت ګوزار وركړ، ځكه ويل كېدل په كندهار كې همدا (11) تنه شاعران(شاعران) وو چې هغه هم په دې تذكره كې راغلل. اوس نو موږ ته هم اړتيا نه شته چې د خپلې دې لويې تذكرې دبشپړولو او خپرولو لپاره نوره هڅه و هاند وكړو.
كه چېرې د كندهار ادبي ټولنې له خوا د يوه منظم پلان له مخې دا چارې د يوې معياري او په تول پوره تذكرې لپاره يوه مسلكي او لږ تر لږه داسې كس ته سپارل كېداى، چې دې كارته لېواله واى او په دې لاركې يې د منډو ترړو توان او وس درلوداى، خپل ټول مصروفيتونه يې پرېښي واى او د څه مودې لپاره يې پر همدې تذكرې كار كړى واى، ګټه به يې پاموړ ختله او له هره اړخه به ډېر غوره و. همدا ډول د پخو او كمزورو شاعرانو ډلبندۍ ته همغه وخت پاملرنه په كار وه.
تر دې تذكرې وروسته پر همدې مياشت د ښاغلي نوراحمدقراّنمل له خوا(ادبي ډېوه) نومې (66) مخيزه تذكره خپره شوه، چې په هغې كې هم (39) تنه مړه او ژوندي شاعران معرفي شوي وو، خو نوموړې تذكره د يوشمېر طباعتي او ځينو نورو نيمګړتياوو له كبله د ليكوال له خوا بېرته ټوله شوه.
لكه وړاندې مو چې د (پر للمه اوري بارانونه) پر تذكرې شويو نيوكو ته اشاره وكړه يو شمېر شاعرانو چې په دې كتاب كې راغلي وو، پر دې خبرې هم سخته نيوكه كوله چې زموږ د شعرونو سرليكونه وربدل شوي او يا هم زموږ خپله ځانګړې ژبه بدله كړل شوې، چې دا كار هم د تذكرې په نيمګړتيا كې شمېرل كېده او ډېر كسان ورته په غوسه وو.
وايي: خولې ډېرې دي خو د خبرو اترو ژبه يوه ده، نو كه په ادبي ډګر كې هر څوك له ځانه يوليكدود او ليكلار راباسي او له اړتيا پرته يې پر نورو د منلو هڅه كوي، يا هم غواړي چې يوازې خپله لهجه د قلم په زور له كومو اصولو او ارزښت پرته پر نورو وروتپي، ګومان كوم په ژبنۍ او بيا د يوې معياري لهجې د رامنځته كېدا او ځواكمنېدا په برخه كې به لويه ستونزه رامنځته كړي. څرنګه چې هره سيمه ځانته لهجې لري، كه د همدې سيمو ليكوالان په ليكوالۍ كې خپلې خپلې لهجې وكاروي، بيا خو هر سړى دې ته مجبورېږي چې يوازې د خپلې سيمې د ليكوالو ليكنې وګوري، چې دا لانجه او ربړه به د هرې ورځې په تېرېدو سره نورې هم اوږدې او لويې شي. له بده مرغه ددې ربړې د اّوارۍ پر ځاى ځينې ښاغلي د ژبې د ويونكو د "اكثريت" او "اقليت" خبره رابرسېره كوي، چې ددوى په اند بايد دهمدې معيار له مخې دې د لهجو په برخه كې پرېكړه وشي.
كله چې مې ددې تذكرې لپاره مواد برابرول، نو ځينو ښاغلو همدا ټينګار كاوه چې د شعرونو په: سو(شو)، د(له)، وكئ(وكړ) او داسې نورو تورو كې به لاس نه وهې، دا مې هم واورېدل چې ځينو ليكوالو له دې كبله له ځينو خپرونو سره خپله قلمي همكاري بنده كړې، چې د خپرونو د چلوونكو له خوا يې د ليكنې په ژبني جوړښت كې لاسوهنه كېږي او د هغوى سيمه ييزه لهجه معياري كوي. د ډېرې خواشينۍ ځاى دى چې داسې وړې خبرې مو د لويو ليكوالو له ګوتو څخه قلم راپرېباسي او له ادبي و فرهنګي ډګر څخه يې پردي كوي.
زه پرخپل وار له دې ښاغلو څخه عذر او بښنه غواړم چې ومې ونه كړاى شول په دې تذكره كې د هغه معيار له بريد څخه واوړم چې تر ما وړاندېنيو لويو ليكوالو ټاكلى، مراعات كړى او منلى دى.
په دې تذكره كې د ښاغلي لال پاچا ازمون(پر للمه اوري بارانونه) پر لسوتنو شاعرانو سربېره (41) تنه نور شاعران هم راغلي چې دا دي د لومړي ځل لپاره معرفي كېږي.
كه څه هم په دې هـڅه كې وم چې د نويو شاعرانو شمېره ډېره شي او په دې برخه كې مې ترخپله وسه او امكاناتو ډېر زيار هم واېست، خو ددې لپاره چې د كتاب دبېځايه لويوالي مخنيوى وشي، ځينې نوي شاعران مې بلې تذكرې ته پرېښودل، ځكه هغوى په ډېر ابتدايي حالت كې وو او لايې د خپل پرمختګ لومړني پړاوونه وهل.
په دې كتاب كې د "للمې" له شاعرانو څخه د ښاغلي عبدالله هنرمل شعرونه تكرار راغلي، ځكه نوموړي اوس له ليكوالۍ او شاعرۍ څخه لاس پر سر شوى او نوې پنځونې ورسره نه شته، نور نو هڅه شوې چې د ټولو شعرونه نوي وي.
د ښاغلو: اميد، جرس، پتيال، صميميار، پېژاند، مين، څارن او په څېر نور تنكي او ځوان شاعران به هم وپېژنئ چې د عمرونو په انډول يې شاعري ډېره مشره او پخه ده، تاسې به يې په خپله هم وارزوئ.
ځينې داسې شعرونه به هم ولولئ چې د شاعرانو له لومړنيو تجربو څخه دي، خو كېدى شي دا شاعران تر پايه همداسې پاتې نه شي، ځكه، كله چې د (1377)ل كال د وري پر مياشت كندهار ادبي ټولنه پرانيستل شوه، تر دې مهاله يې د همدې ځوانو او هوډمنو شاعرانو په بركت اوږده پړاوونه ووهل، كه ددې ټولنې د شاعرانو د لومړي سر شاعري له اوسنۍ هغې سره پرتله كړو، لوى بدلون په كې تر سترګو كېږي، چې دا په خپله ددې پرمختګ او بري پخلى كوي.
تر دې تذكرې وروسته په پام كې ده، ددې تذكرې په بل ټوك كې هم د لوى كندهار شاعران راشي.
په كندهار كې پردې شاعرانو سربېره ډېر نور پياوړي ولسي شاعران هم شته يا وو، چې تر اوسه چا نه دي پېژندلي. د ځوانو، زړو، مړو او ژونديو ولسي او نيمه ولسي شاعرانو ډلبندي او بېلول هم ډېرو امكاناتو او وخت ته اړتيا لري، نو پر اوس مهال مو لويه هڅه دا وه چې ددې سميو شاعران يو ځل له هېرې او وركاوي څخه وژغورل شي، منظمول، اوډون او ډلبندي يې په دويم چاپ كې ترسره كېدى شي. په كندهار ولايت كې له ډېرو شاعرانو او ادبپالو سره دګڼ شمېر ناپېژندل شويو لرغونو شاعرانو او ليكوالو ژوندليكونه، ناخپاره شوي شعرونه او نور اثار خوندي دي، چې د همدې ښاغلو په واك كې دي او تر اوسه پورې نه دي رابرسېره شوي. كله چې مې له دغو ښاغلو سره وكتل او د ځينو شاعرانو د پېژندنې او ځينو شعري بېلګو غوښتنه مې ترې وكړه، له دې كار څخه يې معذرت وغوښت او نه يې هم راسره پر تبادلې موافقه وكړه. ځكه دوى ويل: دا مواد په موږ پورې اړه لري او خپل ځاني مال مو دى. له دغو ښاغلو څخه يوه دا خبره هم ياده كړې وه چې :" ماڅوارلس كاله پوهنتون ويلى او په كتاب خپرولو او ليكلو كې ډېرې تجربې لرم. زه دا مواد څنګه يوه واړه هلك ته وركړم؟!!".
د فرهنګي او ادبي برخو د پرمخيون او غوړېدو لپاره په فراه، نيمروز، هلمند، كندهار، ارزګان، زابل او ولايتونو كې دادبي ټولنو جوړول، د راډيوګانو فعالول او دكتابتونونو پرانيستل ضروري ټكي دي. په فراه او نيمروز ولايتونو كې دا اړخونه ډېر كمزوري دي، د بيارغونې اوسمونې په برخه كې يې هڅو څه نتيجه نه ده وركړې. په هلمندولايت كې (هلمند) مياشتنى اخبار خپرېږي، چې دڅرنګوالي له پلوه ډېر وروسته پاتې دى. كتابتون په كې شته چې تر(4-5) زرو ټوكو زيات بېلابېل كتابونه په كې خوندي دي، خو تر هغه ځايه چې ماته معلومات شته، په مياشتو مياشتو خلك نه ورځي او ورځي هم نو د څومره والي له پلوه ډېر لږ دي. راډيو يې په دې وروستيو مياشتو كې فعاله شوې چې د ورځې يو ساعت خپرونې كوي، خو بيا هم مسلكي كسان په كې لږ دي او دا يو ساعته خپرونه هم په ستونزو او كړاوونو سره ورته برابرېږي. په ارزګان كې هم دا ډګرونه ساړه دي او له نورو ولايتونو سره يې هم ادبي او فرهنګي اړيكي غوڅ دي. په زابل ولايت كې هم دا هڅې سړې دي، خو په نورو ولايتونو كې ددې سيمو ځينې مېشت فرهنګپال او فرهنګيال كرار نه دي ناست، بلكې ترخپله وسه كاركوي. كه چېرې هر هېوادمينى شتمن افغان ددې ولايتونو فرهنګي بيارغونې او سمونې ته پام وكړي او په دې برخه كې خپله همكاري ونه سپموي، نو ډېر لوى مثبت بدلون به په كې رامنځته شي، چې نورو ولايتونو ته به يې هم ګټې ورسېږي.
څرنګه چې كندهار دخپل لرغونتوب له مخې په خپله زرغونه لمن كې ګڼ شمېر اوچت او پياوړي شاعران روزلي او ټولنې ته وړاندې كړي دي او طلوع افغان ورځپاڼه ددې ولايت دمېشتو ادبي او فرهنګي مينه والو په ذهني خړوب كې ډېر مثبت اغېز لرلى دى، خو دا خپرونه ددې ولايت په كچه وړه او نا څيزه ده، ځكه دا خپرونه ټولې سيمې ته نه رسېږي او اړيكي هم محدود دي، د جګړو له كبله هم ددې ډول خپرونو وېش محدود پاتې شوى او تر مينه والو او لېوالو پورې نه دي وررسېدلي. كندهار مجله هم په لومړي سر كې ښه په خوند او درز سره خپرېده او په ادبي او فرهنګي ډګر كې يې لوى بدلون رامنځته كړى و، دې خپرونې هم ګڼ شمېر ليكوال او شاعران وروزل، خو كله چې دا خپرونه ودرېده دا راټوكېدلې هيلې هم نيمګړې پاتې شوې، ورو ورو د ولس له ذهنونو څخه هم د نوموړو نويو راټوكېدلو شاعرانو دشعر وږمې ووتې، يو وخت داسې مهال راغى چې ټول شاعران پټ پاتې شول او هر يوه خپله شاعري يوازې له ځان سره خوندي كوله، په دې لړ كې له ځينو پرته ډېرو شاعرانو دېوانونه وكښل او په نثر كې يې هم ډېر كتابونه وليكل. له بده مرغه په كندهار كې يو بل دود دا دى: كه په ډېرو كورنيو كې كوم ليكوال يا شاعر ومري، نو پاتې غړي يې ټول اثار ورته د قبر ترڅنګ ښخوي او يا يې هم له بلې لارې له منځه وړي. د كندهاري شاعرانو او ليكوالو ډېر اثار په دې توګه له منځه لاړل او پاتې هغه هم دداسې كسانو لاسونو ته ورغلي چې د ولس شتمني يې نه، بلكې د ځان مال يې ګڼي او خېټه يې ورباندې اچولې ده. د يوه بل پياوړي ولسي شاعر يو ژوندى دېوان او نور خواره واره شعرونه له يوې كورنۍ سره خوندي ديي چې نوموړې كورنۍ يې په بدل كې دلسو زور كلدارو غوښتنه كوي. خو باور لرم كه دا روپۍ ورته وړاندې هم شي، بيا به يې هم له سپارلو څخه ډډه وكړي.
په كندهار كې تر پنځه لسو ډېروكسانو د تذكره ليكلو په موخه له شاعرانو او ليكوالو څخه شعرونه او ژوندليكونه راټول كړي او ټولو په دې تمه دا كار كړى، چې يوه ورځ يې د خپرولو تر بريده ورسوي، خو دا نه ده څرګنده چې څنګه او څه وخت؟! تر دې څلور-پنځه كلن ځنډ وروسته څرګنده شوه چې ډېر ښاغلي يوازې په دې موخه داكار كړى چې دا توكي هم په ځان پورې اړوند كړي او يوازې يې دساتنې لپاره سره راغونډ كړي. نو اوسنۍ تذكره چې ستاسو پروړاندې پرته ده د هغو خواريو او زيار يوه نيمګړې او وړه پايله ده چې دوه كاله وخت او ډېرې منډې ترړې يې په پلو كې درلودل، هيله ده تاسو ته د منلو وړ وي.
نو دبلې تذكرې د بشپړتيا او سمون لپاره كه نور هېوادمېشتي او بهرمگېشتي ملګري تر خپله وسه ددې سيمې د ژونديو شاعرانو په راپېژندنه او يا هم د هغوى د يو انځور، ژوندليك او شعرونو په رالېږلو سره راسره مرسته وكړي، ډېره لورېينه او پېرزوېينه به يې وي، همداراز پر دې تذكرې باندې رغنده نيوكې او لارښوونې هم پر لېمو منم.
د خپلو خبرو تر غوڅاوي وړاندې به دا غوره وي له هغو دوستانو څخه مننه وكړم، چې خپله مرسته يې راڅخه نه ده سپمولې او ددوى هڅونو او مينې ددې كتاب په ستونزمنو چارو كې ډېره مرسته راسره كړې ده.

 له ښاغلي لطيف جان بابي څخه چې له هغې لرې سيمې نه يې په دې برخه كې لاس راوغزاوه او خپله اورنۍ او لېونۍ مينه يې په زبات ورسوله.
 له ښاغلي محمدسرورحُسنيار څخه چې خپله مرسته يې راڅخه نه ده سپمولې، له ښاغلي عبدالقديم پتيال څخه چې تر خپله وسه يې زما لاسنيوى وكړ، له ښاغلي حليم څخه چې د ځينو شاعرانو په راپېژندلو كې يې خپله فرهنګي مينه په زبات ورسوله، له ښاغلي مجيدخان بابي څخه چې ډېر يې هڅولى يم، له هغو دوستانو څخه چې پر دې كتاب يې يادښتونه وليكل، همداراز له وفا الرحمن وفا څخه چې د ټينګې مرستې او همكارۍ بركت يې ډېرې لارې راته اوارې كړې.
 او له هغو ښاغلو او اغلو څخه چې دا تذكره تر پايه لولي.

په ډېره مينه او ادب
صالح محمدصالح
1380/ ورى/19 ل كال
د هيلې مجلې دفتر
پېښور-پښتونخوا
 

Site designed and administrated by Tolafghan.com Copyright 2002 -2003 webmaster@shirzad.de