سرېزي

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 


د ارغند د څپو ژبه؛
يوه ښكلې ادبي تذكره

د چلزينو په سر كې درته ولاړ يم
كه راته ونه خاندې، مدام به ژاړم
د ارغند د څپو ژبه كتاب د ښاغلي صالح محمد صالح د دوه كلنو هڅو نتيجه ده، چې موږ ته د كندهار دوه پنځوس تنه شاعران او ليكوال راپېژني، كتاب د امريكا په نيويارك ښار كې د پښتويون خپرندويې ټولنې په مالي لګښت په 218 مخونو كې په ښكلې كچه په 2001م كال خپور شوى دى.

پر نوموړې تذكره د هېواد وتلي محقق او شاعر حبيب الله رفېع، همدارنګه د پښتويون ټولنې مشر لطيف جان بابي، لال پاچا ازمون او اجمل اند په زړه پورې ليكنې كړې دي. د تذكرې د خپرولو پر اړتيا دې ښاغلو ډېر تاكيد كړى او دا يـې د تذكرو په لړ كې يوه ښه هڅه ګڼلې ده.

د سريزې پرځاى د ليكوال صالح محمد صالح يوه اوږده او په زړه پورې ليكنه راغلې، كندهار ادبي غورځنـګ او هڅې يـې ستايلې دي، د نويو ځوانانو ادبپالنې ته يـې نغوته كړې ده، له دې سره – سره يـې د سيمې ځينو افسوسناكو رواياتو ته هم اشاره كړې: "له بده مرغه په كندهار كې يو بل دود دا دى: كه په ډېرو كورنيو كې ليكوال يا شاعر ومري، نو پاتې غړي يـې ټول اثار ورته د قبر تر څنـګ ښخوي او يا يـې هم له بلې لارې له منځه وړي. د كندهاري شاعرانو او ليكوالو ډېر اثار په دې توګه له منځه لاړل او پاتې هغه هم د داسې كسانو لاسونو ته ورغلي، چې د ولس شتمني يـې نه، بلكې د خپل ځان مال يـې ګڼي او خېټه يـې ورباندې اچولې ده…" زما په خيال دا يوه افسوسناكه عنعنه ده، چې تر اوسه پورې پالل كېږي.

او رښتيا د حيرت وړ هم ده، زه تر اوسه په دې خبره نه پوهېږم، چې داسې خلك ولې د يوه نارينه ليكوال د اثارو له خپرولو وېرېږي؟ كه د كومې پښتنې خور اثار سوځول كېږي يا په قبر كې ورسره ښخېږي، نو دا تقريباً د ټول افغانستان ستونزه ده، چې د يوه منفي دود بڼه لري، خو د نارينه وو په هكله دا ډول كيسه د حيرانۍ وړ ده، خداى  دې وكړي چې د صالح صيب دا لړزوونكى انكشاف زموږ د فرهنـګ خدمتګارانو تر غوږونو وررسېدلى وي او په نژدې ورځو شپو كې مو د حيرتونو له نړۍ څخه راوباسي.

په تذكره كې د بېلابېلو عمرونو شاعران راپېژندل شوي دي، چې تر ټولو سپينږيرى ژوندى شاعر يـې حاجي صيب عبدالكريم دى، چې په 1300ل كال زېږېدلى دى، د حاجي صيب د بيوګرافۍ په برخه كې ليكوال په برجسته الفاظو كښلي: "د شهرت لېونى نه دى، له همدې كبله تراوسه پټ پاتې شوى او چا نه دى پېژندلى، ما ته يـې هم د خپلې پېژندګلوۍ له راسپارلو څخه ډډه كوله، خو بيا مې هم اړويست چې راويې سپاري".

د دې كرښو په لوستلو د سړي ذهن ته د عزت او وقار يوه نوراني څېره ودرېږي، زما د دې خبرې تمام ثبوت د حاجي صيب په يو دوو بيتونو كې شته. لكه:

د دنيا پرځاى دې دوه سترګې څلور وي
دا د دين پرځاى دې ولې شا ته زور وي
نه اودس سم، نه ركوع او نه سجده سم
راشې مخ كړې پر كعبه فكر دې نور وي

خداى  دې وكړي چې حاجي صيب مو له خپلو حكيمانه وعظونو او نصيحتونو نه بې برخې نه كړي او په همدې هيله د تذكرې تر ټولو كشر شاعر ته راځو، هغه تاند او بااستعداده عزت الله اميد دى، چې په 1368ل كال زېږېدلى دى، چې اوس د البېروني لېسې د پنځم ټولګي زده كوونكى دى، په دې حساب سره دا نوى غوړېدلى ګلاب د دوولسو كلونو دى.

 خو شاعري بايد يوځل بيا له مجبوريته په يوه كليشه يي جمله كې ارزيابي كړم، هغه دا چې شاعري يـې واقعاً تر عمر ډېره مشره او پخه ده، د ګران عزت الله جان اميد د شاعرۍ په هكله صالح صيب وايي: "شعري بيان يـې په عاطفه، اند او مترنم اّهنـګ كې رنګول شوى، چې راتلونكى هنري پرمختګ يـې تضمينوي. هغه په دې وړكتوب كې د خپل شعور له مخې د هېواد پر ملي مسايلو پوه دى او د هېواد ناخوالو ته يـې د شعر له زاويې كتلي او انځور كړي يـې دي…"

دا يـې هم څو بيتونه، تاسې يـې د ده له عمر سره مقايسه كړئ:

چې جنكۍ په كې ملنګې د وختونو ښكاري
ها كابل جان هم سره سپرغۍ د سرو اورونو ښكاري
ملګرو! داسې لېونى شوم، خو اوس څه وكړمه
ژوندون مې هسې د ناپايو اميدونو ښكاري

يا:

خـــپلواكـــه وو موږ خپله، چا كار نه رادرلوده
دې تور غليم ته ګوره خپلواكي ځان سره وړي

نـــن مــو ګلـبــڼ كــې غـــوړېدلــــي د انار ګلونــــه
چې په وربل كې نجونې ږدي كتار – كتار ګلونه
خداى  دې وكړي چې عزت الله جان اميد په راتلونكي كې زموږ له اميدونو دروند وخېژي.

زموږ ستونزې هم ډېرې دي، يوه يـې دا ده چې په تفصيل سره د يوه كتاب پلټنه نه شو كولاى او بيا چې كله تذكره وي، نو حيران شو چې اوس څه پرې وليكو او پر چا؟ ځكه خو مو د عمر په مناسبت دوه كسه غوره كړل، د يادونې وړ بولـم چې په دې تذكره كې داسې تاندې ځوانۍ هم شته، چې د لوړ خيال او ژور فكر له مخې د ځوانو شاعرانو په لومړۍ ليكه كې راځي، لكه: عبدالاحمد محمديار، عبدالوسع هڅيال، خليل احمد څارن، عبدالقديم پتيال… او نور ښاغلي.

د دې لپاره چې څوك مو له ياده نه وي ايستلى او خپه شوي نه وي، نو يوه موضوع انتخابوو، په دې هكله بيا كه هر شاعر كوم بيت ويلى وي، هغه د لوستونكو مخې ته ږدو، كله چې ما په دې هكله فكر وكړ، نو تر ټولو غوره موضوع راته د ميوند د تاريخي سوبې ده. نو ځكه خو مې همدا موضوع انتخاب كړه او ستاسو په وړاندې پــــــه
دې هكله د بېلابېلو شاعرانو خيالونه ګورو:

بــس يـــوه ټپـــــه چـې ورتــه ووايـــم
دوى به خپل لښكر له ياده وباسي
حيات الله كاكړ
لا څومره درنه شي پښتنه پېغله
نـــنــــګ ټپه_ټپه پر غزا واړوي

شهلا مــــلالو سترګو نه يـې اوري الهامونه
ميوند_ميوند ټپې مې پر احساس راواچوي
عبدالاحمد محمديار
پېغـــله مـــــلالـــــه مــــو پـــــرديـــو يووړه
څوك به د غاړې رنګين پسول ونيسي
عبدالواسع هڅيال
بـــيا يـــې خـــوره كـــړه د ملالې ټپه هر مورچل كې
"زاهده" ګوره هر تاريخ چې مو نن ننـګ واخيسته
عبدالولي زاهد
بيا يـې ميوند كې انګرېزي لښكرې وځپلې
پېغـــلې مـــلالــــې له غليم څخه ميدان ګټلى
ګلالى زهير
او د خليل احمد څارن ټول شعر چې سرليك يـې ټپه دى:
چې خوره شوم د ميوند پر سپېره دښته
شاه زلــمو كـــړ ســـــر راپورته له بالښته
د دې تذكرې په هكله مې په يوه خپرونه كې لنډه معرفي ولوسته، چې د ليكوال كار يـې په لومړي سر كې له يو لړ تشريفاتي ستاينو وروسته نيمګړى بللى و، ښاغلي معرفي كوونكي له بيړي څخه كار اخيستى، زما په خيال خو يـې يوازې د تذكرې د نيوليك (فهرست) اخري نومرې ته كتلي، چې: "صالح صيب په دې تذكره كې (55) تنه شاعران راپېژندلي دي، چې ډېر ښه كار يـې كړى، خو ځينې شاعران يـې په دې ټولګه كې له ياده ايستلي دي، لكه: لطيف جان بابى، عبدالمالك همت او … داسې به ډېر نور شاعران وي او مهمه خبره خو دا ده چې صالح محمدصالح په دې كتاب كې د ښځينه شاعرانو هېڅ ذكر نه دى كړى او موږ ډېرې تكړه شاعرانې لرو لكه: پروين فيضزاده ملال، مرحومه كريمه رسولي فيضزاده، بلقيس محبوبي اڅكزي او داسې نورې چې استعدادونه يـې د ستايلو وړ دي".

په ډېر معذرت ښاغلي معرفي كوونكي ته دومره وايم لومړۍ خبره دا ده چې په تذكره كې (55) نه، بلكې (52) تنه راپېژندل شوي، د فهرست لومړۍ درې شمارې د خپرندويې ټولنې، اجمل اند يادښتونه او د ليكوال سريزه په ترتيب سره راغلي، دويم دا چې د تذكرې پر لومړۍ پښتۍ (لومړى ټوك) ليكل شوى او ليكوال په سريزه كې هم دې خبرې ته اشاره كړې ده، چې دا لړۍ به دوام لري او دويم او درېيم ټوك تذكره به هم له خيره سره خپرېږي. اوس كه ټول شاعران يوې ټولګې ته راغونډ شي، نو د كتاب د پنډوالي غم به يـې بيا بېل وي او بل دا چې د خپرندويې ټولنې مشر لطيف جان بابي پر همدې تذكره يو لنډ يادښت كښلى، امكان لري ليكوال صالح د ده معرفي ترې غوښتې وي او هغه يـې دا خواست نه وي منلى.

د ښځينه شاعرانو په هكله بايد ووايم چې لومړى خو صالح صيب د داسې ځاى په هكله لګيا دى چې د نارينه وو اثار يـې ورسره ښخېږي او يا هم سېزل كېږي، دا خو د مرګ ستونزه ده او د ژونديو نارينه وو په اړه خو يـې په ډېر وضاحت او صراحت سره په سريزه كې كښلي چې دوه كاله مې په اخ و ډب ورسره تېـر كړي او ايله مې دا دوه پنځوس ترې راوايستل، ښه خو چې داسې ده، بيا خو د صالح په هغه … څه ورته وايي، هو! راپه ياد شول، بيا نو د صالح صيب په هغه حوصله اّفرين چې دوه كاله يـې مقاومت وكړ. دا ځكه وايم چې كه خداى (ج) دې نه كوي داسې يو مسئوليت ما ته څوك راوسپاري، نو تر دوو مياشتو كه خبره وځنډېده، نو بيا خو خداى خبر چې پسې وګرځم، ښه نو اوس كه صالح صيب د لوى كندهار د دوو يا درېيو ښځينه شاعرانو چې هملته دي او يا دلته، بيوګرافي رااخيستې واى، نو كتاب به څه لوى شوى و؟ نه، بلكې دا به يوه بله ستونزه ورته جوړه شوې وه او د كندهار بدي خو يـې لا پرځاى پرېږده.

زما موخه هېڅكله دا نه ده، چې د كندهار: د ښكلي كندهار او وياړلي كندهار د باهمته ولس زړه ازار كړم، خو نن سبا چې څومره حالات ترينګلي دي، نو د ټولو خلكو سترګې همغې خوا ته دي، ځكه كندهار د يوه داسې نظام مركزيت ګرځېدلى، چې د ښځينه نوم اخيستل ورته ګناه ښكارېږي.

او بل دا چې زما په خپل نظر د يو دوو خويندو بيوګرافي راوړل ما ته يوه غير عادلانه خبره ښكاري، كه دا ډېره ضروري وي، بيا خو بايد د شريعت له مخې سم نيمايي حق وركړو او كه ووايو چې دومره شاعرانې له كومه كړو؟ نو بيا خو بايد پنځه ويشت نه، بلكې (15) ښځې ضرور په كې وي، په داسې حال كې چې دوه پنځوس نارينه په دوو كلونو كې راوپېژندل شول، نو د دغو پنځلسو خويندو لپاره نو پنځلس كاله وخته ته ارو مرو ضرورت و، چې صالح صيب د اوسپنې څپلۍ پسې زړې كړې واى.

بله خبره دا ده چې دوه كاله وړاندې مېرمن ارين يون د وږمو بهير په نامه د ښځينه ليكوالو او شاعرانو يوه تذكره راټوله او چاپ كړه، چې د ښاغلي پروين فيضزاده ملال خور په ګډون د كندهار نورې شاعرانې هم په كې معرفي شوې دي. د يادونې وړ ده چې د وږمو بهير د افغانستان په كچه د (72) تنو ښځينه شاعرانو او ليكوالو لومړى ټوك تذكره ده، چې په داخل او بهر كې يـې خورا تود هركلى وشو. خو كه دا تذكره د اّغلې ارين يون پرځاى بل چا، مثلاً محمد اسمعيل يون خپره كړې واى، نو زموږ د ډېرو نقادانو له ګوزارونو څخه به اوس هم په امان كې نه و، راځم خپلې اصلي خبرې ته، اوس كه صالح صيب د يو_ دوو خويندو بيوګرافي او د كلام نمونې خپلې تذكرې ته وراچولي واى، نو دا به يـې ډېره لويه غلطي ګڼل كېدله، هغه ځكه چې د كندهار هغه وتلې شاعرانې چې زموږ ښاغلي معرفي كوونكي ښوولي، هغه (د وږمو بهير) كې راپېژندل شوې دي او كومې چې پاتې دي، هغه به د وږمو بهير دويم ټوك ته سترګې په لارې وي او دا كار د خور ارين يون په څېر له يوې هوډمنې ليكوالې پرته د كوم نارينه د وس او توان خبره نه ده.

په پاى كې صالح محمد صالح ته د دې كاميابۍ مباركي وركوم او له لوى خداى (ج) څخه يـې راتلونكى د ادب په اّسمان كې د يوه روښانه ستوري په څېر غواړم.

د كړاو محصول

په انسان كې هېڅ داسې يو ضعف نه ليدل كېږي، چې هغه د تعليم له مخې له منځه لاړ نه شي، خو دا كار يوازې او يوازې په هاند او ربړو پورې اړه لري، ځكه تعليم بې له زحمت څخه د سړي په زړه او دماغ كې ځاى نه نيسي، تعليم هغه وخت د سړي چې او مغزو كې ټينګېږي، چې شپه او ورځ په دې لاره كې ربړ تكليف وګالي، پرته له دې خوشې خيال او تصور دى او بس.

محمد الله كمال، پېښور


Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright webmaster@shirzad.de