مقدمه

ګرانو لوستونكيو:

په ګران افغانستان چې څه تېر شوي او لا تېريږي، د دغه حماسو، وياړونو او ورسره په هغو ويارونو او فجايعو باندې يو څه ليكل او تاريخ ته سپارل يې هم يو لازمي امر دى.
لمړى: چې راتلونكى نسل د خپل ابا او اجدادو له كار نامو خبر شي او د هغوى په رڼا كې خپل ژوند عيار كړي، يعنې په ښو يې ووياړي او ځان د هغوى په نقش قدم برابر كړي او له بدو او ناكاميو يې عبرت او تجربه حاصله كړي او په دغه ډول ځان او راتلونكى نسل له ښويدو او ناكاميو وژغوري.
دويمه ګټه يې دا ده چې د خپل جغرافيې، قومي او تاريخي پېښو تر څنګ د خپلې ژبې، مذهب او فرهنګ سره سړى هم اشنا كوي. زمونږ ګران هېواد چې په تاريخونو كې يې پرته له جنګه بل څه نشته او هغه هم ډېر لږ يې د افغانانو له خوا ليكل شوي او زياتره يې د خارجي تاريخ پوهانو له خوا ليكل شوي، نو چې داسې ده ښكاره خبره ده، چې د خارجي پوهانو شخصي افكار او اغراض به په كې خامخا نغښتي وي يو انګريزي، چنګيزي او روسي به څنګه په دې په پوره اخلاص او صداقت اعتراف وكړي چې مونږ (يرغلګر) په دې خاورې كې داسې بدبد راګير شو او د دغه غېرتي قوم د لاسه تڼۍ تڼۍ او … ژوندي مو په تېښته بريالي او مړي مو ورپاتې شول. په هر ترتيب خبره نه اوږدوم ما چې دغه كتابګى ليكلى زه خپله نه پوهېږم چې دا به د ادب په كوم ډول كې راشي، او څومره به ادبي او غېرې ادبي وي. يوازې او يوازې د يو دردېدلي او سپېڅلي احساس په بنا ليكل شوى د كميت په ځاى كيفيت، مانا او مفهوم ته ډېره توجه شوې او ډېر كوښښ شوى چې د دې څو كالو بزكشۍ، چې په مظلومو او بې دفاع موْمنو افغانانو او په ځانګړي توګه د كابل په ښاريانو د سپېڅلو او پاكو شعارونو او لباسونو لاندې وشوې يو واقعي او رېښتونى انځور وي او تاريخي بڼه غوړه كړي. چې د يوې ډرامې په توګه دغه ټول ښاغلي لوبغاړي د عالي او مقدس هدف نه انحراف او رو رو د خپل شخصي، قومي، سميزي، او ژبنۍ، تربګنۍ له مخې اسلامي خو لا څه چې حتى له انساني دايرو او چوكاټ نه اوځي او د دغه نعمت (جهادي ګټاټ) د كفران په جزا كې يې اخر حق تعالى د ډيرو خوارو او بې وسو خلكو د قهر او غضب په پايله كې تباه كوي كه همدايې نفسانيان وي او لا به ذليله كيږي. نور نو قدرمن لوستونكي او خپل نظر يې، خو مونږ وايو او بلكې په دې عقيده يو، دغه ملت، چې د څه لپاره دغه لويه او نړيواله قرباني وركړې هغه هيلې به خامخايې كه خداى(ج) كول يوه ورځ نه يو ورځ پوره كېږي.