نم

نم د ګرېوان کلي کې بيا واړول
د غم کاروان کلي کې بيا واړول

بيا ناوکۍ په سرو ډوليو غواړي
ښامار دې وران کلي کې بيا واړول

بيا د سرو ګلو جنازې ووتې
د اور توپان کلي کې بيا واړول

زړه به مې بيا بڼو کې زوړند ګرځي
ظالم جانان کلي کې بيا واړول

بيا په کې توره بلا کوکي وهي
شپو دارمان کلي کې بيا واړول

١٣٧٤ ل


ژبه

چې مې سندرې تږې تږې وي تل پرخه غواړي
ما ياده کړې ده اشنا له سره غاټوله ژبه

واړه بلبل د ښکلي ګل ښايست ټپه ټپه کړ
ما غزل نه کړه ستا ښکلا په دغه ټوله ژبه

که پښتنې سندرې وايي د زلمو دېره کې
جانانه ! واخله له رباب او درانه ډوله ژبه

چې مې لاسونو زړه او سترګو کې لنډۍ ټوکيږي
څنګه به اخلي څوک له ما نه سندربوله ژبــــــــــــــــه

وايم چې داسې تنده ماته کړمه ستا په شونډو
لکه د ميو تږی تاوو کړي له کنډوله ژبه


غاټول


ستا حسن ته د خيال په منارو پورته کيدم
لمبو ته د سپرلي په تنابو پورته کيدم

خندل مې پام مې نه و خپل د څو شيبو ژوندون ته
غاټول غوندې له خاورو په ورو ورو پورته کيدم

ماشوم وم چې ښکلا او د سوز ساز مې پېژانده
سهار به د بلبل په ترانو پورته کيدم

رنګونه ،بهارونه ، الفتونه راکې نغښتي
يو خال وم د ښايست په اننګو پورته کيدم

هغه ناز مې اوس چيرته چې مې لمر نه ځان ساته
ليدم خو دې اشنا چې په لمبو پورته کيدم

له ډېرو به ددې ستي ګوګل پوښتنه وکړم
دعا کوه اجمله که په پښو پورته کيدم


اتڼ


رود چې د سپين غره په ګريوانه کې اتڼ واچوه
زرکو له مستۍ په تور راغه کې اتڼ واچوه

سوز و د شپيلۍ څه د ښکاري د ټوپک غږ نه وو
شپون و چې هو سيو ورته غره کې اتڼ واچوه

ښکلي رانه وژني موږ يوازې ورته وير کوو
خود مو قاتلانو دکور وره کې اتڼ واچوه

زه به ورته مستې غرنۍ ټپې شروع کړمه
بيا که تنکو ژڼو په واده کې اتڼ واچوه

توره کور کې وه خو کباړيانو را نه يوړله
غلو راته دننه په کاله کې اتڼ واچوه

تږی شوم خومارشوم ګرانې څه شوي مازيګر شولو
ستا رندو يادونو مې په زړه کې اتڼ وا چوه

١٣٧٧/٢٠/١٥ رودات ننګرهار


لونګين

خور مې که سينه باندې نيازبين مې کړه
ستا د دنګې غاړې لونګين مې کړه

خيال يمه په تورو کې مې ونغاړه
خوږ مې که، غزل يمه، رنګين مې کړه

غېږ کې مې ځای درکړ، ګنا ګار شومه
لوټ مې که ، کابل مې که ، ناورين مې کړه

نن مې په خوږو کتلو ولمانځه
شک يمه، ګومان يمه، يفين مې کړه

خود به يې ديوانو سره ګالمه
تا ويل ښاپېرۍ د چين ماچين مې کړه

ومې خندوه د سرو لمبو منځ کې
پورته مې کړه خال د ورين جبين مې کړه

لال يم خو دوخت ګردو وهلي يم
ومې مښه ،توريمه تک سپين مې کړه

ماته سېپارې د مينې ولوله
راشه د سپيڅلي عشق په دين مې کړه



کېږده ما د زړه په پرهرونو کې
څانګه مې کړه ، ګل مې کړه، را شين مې کړه


تاند مې کړه اشنا د ژوند چېنه يمه
شور مې که څپې د اباسين مې کړه

١٣٧٧/١/١١ جلال کوټ


غر

ما پورې منګۍ چې د دلبر په ولو وخاندي
ټولې جينکۍ بيا د ګودر په ولو وخاندي

خداې خبر چې ولې ستا تصوير مې مخکې مخکې شي
کله چې سپوږمۍ د پورې غر په ولو وخاندي

دغزل لړ

څو که ورته لپه د زارو مې بار بار ونيوه
بيا هم پښتنه ښکلې خپل کړي انکار ونيوه


ګوره که د سرو شونډو کنډول باندې يې ماته کړم
سر په سر روژه ما بي ګنا، ګناګار ونيوه

چا ګوزار راوکړ د چينې اوبه يې خړې کړې
پورته ليونۍ شوه خدازده څه انتظار ونيوه

روح به مې په تپه تياره ګور کې ورته و ناڅي
لپه د د عا که مې اشنا په مزار ونېوه

نن مې شنه خالونه د غزل په لړ کې وپېيل
جوړ مې ترې امېل کړ پسرلي ته مې لار ونېوه

انده ! بيا دې کوم ښکلي د زړه تارونه وچيړل
بيا چې دې د سوز نغمه د روح په سيتار ونېوه

١٣٧٦ /٤/٤ ننګرهار


سيند

دښکلو وينو کې حالات مازيګري لمبوي
چې لا تر څو به مو په اور کې پسرلي لمبوي

لا يې په برخه په کلو کلو ژړا پرته ده
د اوښکو سيند کې به جانانه زندګي لمبوي

کلي کې هسې هم له څېرمې ګناهنګار اوسيږي
پرېږده زاهده چې په ميو کې ځواني لمبوي

ګودره ! بخت ته دې زما په دوه لاسي سلام دی
د کلي ټول ښکلي دې غېږه کې منګي لمبوي

په اننګو دې اوښکې خدای لپاره مه وچوه
يو ليونۍ پرې د سپيرو شونډو پتري لمبوي

١٣٧٦/١٢/٢٧ جلال اباد


تور

ستا به هغه شېبې يادېږي کنه؟
چې زما وږو ګنا هنګارو سترګو
ستا اننګو کې د رنګونو د کاروان سر لښکر
چې د ښکلا په نيلي سپور او بې پروا ځغليده
په سترګو واوهه نظره يې که
لکه د مړاوي ګلاب ورژيده
او له اسه لاندې پرېووت
هغه مهال زما په وږو سترګو
ستا د ښايست د مړيني تور پورې شه
٭٭٭
خو اوس حيران يم دې ته
چې د فطرت د محکمې قضاوت
د پښتني وطن د مينې واکمن
د عشق د کلي د جرګو سپين ږيري
زما د معصوم او بي ګنا زړګوټي
د ځوانو هيلو ها بې وزله پېغله
د يو تنکي ارمان سپېڅلې غوټۍ
ستا ددې مړاوو اننګو وارث ته
بدو کې ولې سپاري ؟
په دې د څه شي تور دی !؟

غرڅه


د خندا پېغله مې له شونډو ړنګه بنګه پرېوځي
لکه چې زرکه تکه سره د باز له چنګه پرېوځي

لا خو د ژوند سندرې ليکو د لمبو په پاڼو
نو له سرونو به مو هسکې شملې څنګه پرېوځي

زما غرور به يې په سترګو ګې نېزې ښخوي
که مې تنه ټپي ټپي شي له غورځنګه پرېوځي

زما د هيلو دنګ نښتر چې پرې له بيخه باسي
مټې يې پرې شه چې له دې تبرو کلنګه پرېوځي

ښکاري ! لينده دې پسې ښکته پورته مه ځغلوه
ماشوم غرڅه دی هسې نه چې له ګړنګه پرېوځي

پښتنې سترګې يې سوال سوال وي رانه ډېر څه پوښتي
د خيال په غېږ کې مې بي کوره يو ملنګه پرېوځي

د رود له ژبې غرنۍ سندرې څنګه اخلي؟
که د حجرو رباب مو مات مات شي له ترنګه پرېوځي

ډېر شازلمي به يې تر ملا کړي د افغان په نامه
د خوشال توره خو خدای مه کړه چې له شرنګه پريوځي

١٣٣٧٧/٢/١ جلال اباد

بښنه

خوږمنو ټپي زړونو ته يې غلې غلې وايه
هلمنده ! له خپل شوره ورته جوړ د عشق غزل کړه

بښنه ځينې وغواړه د شنو خالونو غله
شينکي شينکي صبرونه د ( بزرګې څوکې ) ښکل کړه


کېږدۍ


چې د ښکاري د ټوپک خوله کې ګولۍ و ځنډېده
ايله مو اوس په شنډي توت کې مرغۍ و ځنډېده

د چا فقير دعـــــــــــــــــــــــــا مو کلي ته قبوله شوله
سږ غنم وږو کې بــــــــــــــــاران و ، ږلۍ و ځنډېده

لا دې د خال د دعوه ګيرو کـــــــــــــډې نه دي تللي
خود مې په غاړه کې ټوپک ګردنۍ و ځنـــــــــډيده

جوړ د نښترو په تالا ځوانۍ يې اوښکې توی کړې
چې د ( بزرګې څوکې ) سر کې سپوږمۍ و ځنډېده

د ټوپک ډزې د چا ساندو غېږ کې ونيولې
له پورې کلي ورا رانغله ډولۍ و ځنډېده


دا ستا د زنې د شينکي خال شنې ورشو ته اشنا
زما په سترګو کې د اوښکو کيږدۍ و ځنډېده

سږ يې د اوښ د غاړې زنګ کوڅه کې کړنګ و نه کړ
ښايي رانغله په ايلبند کې کوچۍ وځنډېده

يو ستړي اند ته چا د کلي لويه لار څارله
يو لوپټه نن په دې پورې بلۍ و ځنډېده


١٣٧٧/٩/١١ خوګياڼي


غېږه

کډه ترې د ډېرو ښکلو لاړه شه
شاړه شه، دا پورې کوڅه شاړه شه

ای برچې خوړليه د غاټول ګله!
ته د چا تنکي د مرګي ژباړه شه

ما غوندې زړه ستړي ته چې غېږه شي
زه د سيند څپه ته د سيند غاړه شه

څوک مې چې د ژوند سترګو کې اور کري
ډوب مې په سيلاب د اوښکو واړه شه


ژی

تنکي يتيم په تنکۍ ملا د ژوند وری پورته کړ
که کوچانۍ پېغلې په دواړو اوږو ژی پورته کړ

ها چې د درې منګيو بوج لاندې به نه کږېده
نن يې په څومره ناتوانۍ ها وړ منګی پورته کړ



ګونګۍ


ټکه پرېوتې په ژوندون ټول کارو بار ګونګی دی
کلی مو ګونګ شو ، غر مو غلی دی او ښار ګونګی دی

چې منصوري عشق يې د حق په نارو ولمانځلو
دا نو بيا چا ويل چې رسۍ ګونګه ده ، دار ګونګی دی

د چا مين سوې ټپې ورسره غبرګې نه شوې
زموږ حجره کې له مودو مودو سيتار ګونګی دی

چې د چا سترګو ته په سترګو کې خبرې کوي
يا خو مئين دی يا خو خامخا اوښيار ګونګی دی

د ميرو تږی د توتيانو سيل پرې نه کوزيږي
د کلي رود له شوره ولوېده چينار ګونګی دی

اوښکې به اوښکو ته د کوم يرغل کيسه تېره کړي
زما ژبه پرې ده د توتي په شانې يار ګونګی دی

١٣٧٧٧/٨/٤ خوګياڼي ، توتو

توتي


کاش چې زه هم د ميرو تږی توتي وی
ستا وړه خوله چې د لوړ کمر چېنه شوه


چې د مينې پيغمبر مې په کې ځا ی کړ
د زړګي ښار مې يثرب وو مدينه شوه

هره دښته کربلا سيند مو فرات شو
هره پېغله د وطن مو سکينه شوه

خوار نظر مې تږی تږې پسې ګرځي
چې ترې ورکه سته د سترګو ايينه شوه



زاڼې


چا يې کتاره سره خپل راتګ تړلې ورته
کلونه تير شول ليونۍ وايي چې زاڼې راځي

د کوم ارمان سپيڅلي روح ته ترې ډالۍ جوړوي
د چا له شونډو ژړغونې دعاګانې راځي


کلال


نور نو د چا زړه کې کرښې نه باسي
ستا د زنې خال له زوره ولويده


څه به د اوږدې غړۍ منګي جوړ کړي
لاړه مست کلال له زوره ولويده


ستا زړه خو د غوښې دې ظالمه نه !
خير دی که وبال له زوره ولويده



مــــــــــــــــزل



دا بيا مې ارادو لاس د خټک نيولی دی
د نوي وخت مغل ته يې اټک نيولی دی

کاروان به مې د هيلو ستا د زړه کابل ته رسي
رقيب که څو په لويه لار پاټک نيولی دی

افغان ، افغان همته وارخطا چې ګوره نه شي
اوس يون مې د بري په لار چټک نېولی دی

١٣٧٤


يـــــــــــــــــــاد


د خيال رمه مې بيا د کوم حسن په کښت ګډه ده
د اوښکو څپر کې مې غلی د روح شپون ويده دی

دليـــــــــــــلی ياده ! په ټپي سينه يې ورو وريږه
د بي وسۍ په سپېره دښته کې مجنون و يده دی

د خيبر خاورې ! پښتنې غزلې و ټوکوه
ستا په سينه کې د حمزه په شان پښتون ويده دی


غنم رنګه

ورسره زړه مې کډه واخيستـــــــــــــله
چې ښکلي ښکلي مې له څنګه ولاړل

د قحطۍ کاله اوس دې ســـــم وخوړو
چې غنـــــــــــــم کم شول غنمرنګه و لاړل



پــــــــرخه


نه ځم خو خندا د مست ګودر مې وړي
غېږه کې مې واخلي مازيګر مې وړي

پرخه يم غاټوله! ستا په سيمــــــــــه يم
ومې نغاړه پټه مې کړه لمـــــر مې وړي

وامې خله ما ټول سترګو ته پورته کړه
تاو رانه لاسونه کـــــــــړه لښکر مې وړي

ښاخ ددنګ نښتر سيلاب اخيستی يم
ځګ سره مې غاړه کړي په سر مې وړي


لوپټه

لوپټه چې دې ټپه دسهـــــــــــــار نه ده
جنډه کړې دې زما په مـــــــــزار نه ده

لا ژوندی يم لا زخمي سندري وايم
لا ټپي ټپي ځواني مې په دار نه ده

په وړه خوله غرونه غرونه وعدې مه ږده
ستا ماشومه شان وعده د اتبار نه ده


لينده مه کشکوه! سترګې دې ړندې شه
دا دکورکلي کوتره د ښکار نه ده

زما زده يې د کيميا بوټي انځور دی
خو دا خاوره لا زما په اختيار نه ده

چې تر لسو منګو دروند ژۍ پر اوږو وړي
ده د دنګو غرونو پېغله د ښار نه ده

١٣٧٥ لمريز ، کوزبيار خوګياڼي


نظر

ګوره کوڅه کې ببر سر ولاړ دی
ليونی بيا د يار په در ولاړ دی

ستا پرنګي او يرغلګر نظرته
پښتون زړګی لکه خپبر ولاړ دی

منګی راواخله لا نا وخته نه دی
لا خو د غرو په څوکو لمر ولاړ دی


ماته خو اوس هم لا ګلبن ښکاريږي
لاخو د وران وطن کنډر ولاړ دی

د اورنيو توپانونو وړاندې
ستي کابل مې لکه غر ولاړ دی


کمين

راپريوځه ماهيپره د کابل سيند کې ځان ګډ کړه
خوشال شه په اټک کې مغل خيلو ته کمين شه

يا ښکلی شه په خپله يا په ښکلو کې ځان ورک کړه
زما که منې راشه د سپيڅلي عشق په دين شه

يه ژونده ! په زرکينو نرګسي ليمو مې کر کړې
ته ګل شه څانګه، څانګه او په سترګو کې يې شين شه


غېږه


په غېږ کې د توپان يم چې مې کوم لورې ته وړي
دوخت يو خوار انسان يم چې مې کوم لورې ته وړي

زما د ژوند کيسې ته د پايلې ټکی مه ږده
تراوسه خو روان يم چې مې کوم لوري ته وړي


سراب

تږې کوتره د اجل په سراب واوښتـــــــــــــــــــــــله
که پښتنه پيغله مو بيا پا په پنجاب واوښتله

بيا به نو لولم ستا د مستو مستو سترګو غزل
که دغه پاڼه مې د ژوند د کتاب واوښتـــــــــــــله

معصومو هيلو مې چې ستا غېږې له دروړه پنا
لکه رمه له شپون نه تله په قصاب واوښتله

زکات د مينې نور په تا هم غنم رنګه اوړي
ښکلا خو ستا هم له ټاکلي نصاب واوښتله

تاوه يې نه کړه په سينه کې لمر ترې ولوټله
د پرخې پړه نو خامخا پر ګلاب واوښتله

مينې سندره کړه اجمله ! ساز کې ونغښتله
درخو نغمه شوه د ادم په رباب واوښـــــــتله

١٣٧٦/١٢/٢١ جلال اباد

اوښکه


زوړند چې په پوزه کې نتکۍ ساتي
داسي به په شونډو کې سلګۍ ساتي


ژوند غواړي (( پرهره !)) الوته غواړي
څو به په سندرو کې هيلۍ ساتي

دا غرونه کمرې هم نغمې غواړي
شپون چې شوي نو څنګ کې به شپيلۍ ساتي

اوښکه ده ، په پيڅکه کې يې ونغاړه
دا به زما تا سره ډالۍ ساتي

انده ! که په دې کلي کې شپې غواړي
تل به د ارمان ژبه ګونګۍ ساتي

٣١٧٧ دزمري دويمه