وينا يا خطابه

تعريف :
وينا چي په عربي ئې خطابه بولي هغه فن دى چي د هغه په واسطه وينا كوونكي پخپله وينا خپل اروېدونكي قانع كوي. او خپل مطلب ته ئې رابولي، او تشويقوي ئې، ځكه نو خطابه په لغت كي د بل د پوهولو دپاره وينا كول دي، او په اصطلاح كي هغه صنعت دي چي د پل د اقناع دپاره كار ځيني واخيستل شي. (1)

موضوع :
وينا يا خطابه د نورو ادبي فنونو په شان كومه خاصه موضوع نه لري بلكي په هره موضوع كي وينا كېدالاي شي نو ځكه ټول موضوعات كه كُلي وي كه جزئي كه معقول وي كه محسوس د وينا د موضوع عنوان راتلاى شي خو په دې شرط چي بلاغت پكښي وي. (2)

غرض :
د وينا او خطابې غرض د اروېدونكو اقناع او ترغيب دى، په هر كار كي چي وي او هر كار ته چي وي. (3)

اقناع :
اقناع پر دوه ډوله ده، يوه علمي او منطقي اقناع ده چي برهان ئې هم بولي او بله خطابي اقناع، علمي او منطقي قانع كول دادي چي مدعا په برهان ثابته شي او عقل ته هېڅ شك او ترديد پاته نه شي، دا راز اقناع په علمي امورو كي وي او دهغه چا كار دى چي د خطابې په موضوع كي متخصص وي يا اقلاً هغه موضوع ئې د ځان فن ګرځولى وي، مثلاً : په طبي چارو كښي د ډاكټر وظيفه ده او په مهندسي چارو كي د مهندس يا نور ... (4)
خطابي اقناع داده چي علمي اقناع ته حاجت نه وي ځكه چي ټول شيان او هر امر ددې وړ نه دى چي په برهان ثابت شي او يا ډېگر داسي كارونه شته چي ثابتوالى او نه ثابتوالى ئې نسبتي دى، يعني د يو موضوع ثبوت په يو خاص وخت او خاص ځاى كي اويا نسبتاً مخصوصو خلكو ته درست وي مګر په بل وخت يا بل ځاى كي يا د بل چا په نسبت درست نه وي، داسي چاري نو ددې وړ نه دي چي په برهان ثابتي شي، ځكه چي په برهان بايد هغه څه ثابت شي چي په هر وخت او هر ځاى او د هرچا دپاره يو شانته ثابت وي او كه دا هم وړ وي خو د هرچا ذهن بيا د برهان پوهېدلو او درك كولو ته حاضر نه وي له دې كبله ډېر داسي كيږي چي داروېدونكو د اقناع او ترغيب دپاره بېله علمي اقناع بلي اقناع ته هم ضرورت وي چي دا نو خطابي اقناع بولي، په خلص طور خطابي اقناع داده چي عقل دداسي مدعا تصديق وكړى چي له منل شوو يا مظنونه قضاياو څخه مركبه وي چي ګويا ظن او ګمان هم په دې تعريف كي شامل شوه.

د خطابې لنډ تاريخ :
نطق او وينا د بشري غرايزو څخه دي او هر كله او هر ځاى چي انسانان سره اوسي غواړي چي له خپلو همنوعانو سره ارتباط او اړه ولري. څنګه چي د ارتباط مهم شى خبري او وينا كول دى ځكه نو هر څوك غواړي چي بل څوك په خپله خبره او وينا وپوهوي او دوينا په واسطه ئې د ځان ملګرى او تابع كړي. نو دې غريزې د بشر ټولني له ابتداء څخه وده موندلې ده. او ټولو وګړو كه پوهېدل كه نه پوهېدل له دې غرېزي څخه كار اخيست او يو دبل داقناع او ترغيب دپاره ئې خبري او ويناوي كولې، ځكه نو ددې فن ابتدائي تاريخ يا د وضع كولو ځاى په يقيني توګه ټاكل كېدلاى نه شي، هو ! دا ويلاى شو چي هر ځاى او هرچيري چي هر څوك سره اوسگېدل ددوي په منځ كښي دا فن وْ، مګر البته دكوم علم يا فن په سترګه نه ورته كتل كېدل، او نه چا كوم خاص اهميت وركاوه خو په مجمل او مختصر نظر دا څرګنديږي چي هر ملت چي ډېر پخوا وجود او مدنيت درلود هغه ملت ددې فن ښه پالونكى بلل كيږي، د ماقبل التاريخ حال خورا څرګند نه دى او نه ئې كوم اثر راپاته شويدى، فقط دومره را معلوميږي چي هر ملت پخپله پخوانۍ دوره كي هم پوهان درلوده چي خپلو پيروانو ته ئې لارښوونه كوله او هم دا ښكاريږي چي د وينا او خطابې زوړ شكل بايد اكثراً بلكي كاملاً د مختصرو جملو او شعر او سرود په جامه كي وْ. په دې ترتيب نو په شرق كي د خطابې لومړۍ زانګو بايد د اّريانانو پخوانى مركز وبولو ځكه چي هغه وخت تر هر نژاد د اّرين نژاد متمدن او د ښو سرودو خاوند وْ. چي دلته نو دا يادونه ضروري ده چي با
اّريانا او خطابه :

و مو ويل چي پخوا د وينا او خطابې شكل شعري جامه اغوستې وه چي ګويا شاعرانو د خطيبانو او نطاقانو وظيفه هم پر خپله غاړه اخيستي وه او اجرا كوله ئې او هم له بلي خوا وينو چي اّرين نژاد څو زره كاله پخوا خورا لوړ مدنيت درلود حتى د ريګويد غوندي مهم او غټ كتابونه ئې هم لرل او "ريشي" ګانو به د ملت دهري طبقې دپاره په جلا جلا توګه لارښووني كولې او انسانان به يې سمي لاري ته رابلل، نو دا اټكل كولاى شو چي د خطابې او وينا لومړي پالونكي هم ددې خاوري اّريانان دي ځكه چي د اّرين د نژاد لومړى مركز تر اّريايي هجرت دمخه همدا ځاى وْ، نو له دې كبله په ډېرو پخوانيو دورو كي د سرودو د روزني دپاره چي كومه روښانه دوره شته د رېګويدا دوره ده چي (1000 – 2000 كاله) د مسيح تر ميلاد دمخه وه او ويدي كتاب خو د افغانستان په زړې اّريايي خاوره كي مينځ ته راوتلى دى نو د وينا اوخطابې د روزني لومړۍ زانګو هم بايد دغه خاوره وبولو، د ويدي عصر "ريشيا ګانو" يعني شاعرانو چي د ملت لارښوونكي او خطيبان او مبلغين وه ټولو خپله وظيفه په سرودونو كي اداء كوله او د سرودونو په واسطه ئې خلكو ته مذهبي اودنيايي قوانين ښودل، پاتي په اجتماعي توګه د مړو د تدفين يا د واده د تجليل مراسم پر ځاى كول دا ټول پردې دلالت كوي چي (څو زره كاله) پخوا په دې خاوره كي چي د اّرين نژاد لا هند او پارس ته نه وه تللى د وينا او خطابې فن ته وده وركول كېدله، هو ! اّريائيانو د مصر د فرعونانو په شان يا د هيورغليف دكيسو په څېر خپلي ويناوي په ډبرو كي ونه ګنډلي او نه ئې د پاپيروس پر پاڼو وليكلي او نه د كلدانيانو او اّشوريانو او بابليانو غوندې ئې پر غرينو ډبرو اوپخو خټو خپلي كيسې را پرېښودلې، بلكي دوي د خوږو او جذابو سرودونو او شعرونو په واسطه پر پاكو اّريايي زړو باندي خپلي ويناوي (چي ددوي د مادي او معنوي ژوندون جزئيات راښيي) نقش كړې او د صميمي عشق او ميني په شان له يوه زړه بل زړه ته بې ږغه نقل شوه څو بعضي ئې تر موږ هم راورسگېدل دا سرودونه د 18 قرن په اولو كي د كاغذ پر مخ ثبت شول (5) يعني تردې وخته د خلكو په سينواو خولو كي وه، هغه وخت ئې دې خطيبانو يا په بل عبارت شاعرانو ته " ريشي" ويله ، دې "ريشي" ګانو پخپلو ښكلو سرودو كي خطابې بيانولې كله به يې دخپلو پلرو او نژاد نجابت او پاكي او كله به ئې دقوم او ټبر قوت او واك خپلو اروېدونكو ته ستايه كله به ئې د خپلو شاهانو عظمت او هم بياناوه كله به يې د خپلي ښكلي مځكي او هيواد ستاينه او صفت كاوه، كله به ئې زلميانو او نجونوته د عفت او نجابت لار ښووله او كله به ئې د دهقانانو سره د كرهڼي خوږې مركې كولې، د وينو صافوالى، د نژاد پاكي، د كورنۍ د قانون احترام، په ټاكلي وخت واده، د ټبر غښتلوالى، د اندامو تناسب، د څېگرې ښكليتوب، د بدن صحت ، د روح نشاط، زړه ورتوب، جنګياليتوب او نور داسي صفتونه ددوي په وينا كي په خورا ساده او طبيعي صورت ليدل كيږي. د خپلو شيدو لرونكو غواوو ، د خپلو شنو وښو، د خپلو اّبادو غرو، د خپلو ډكو سيندو، دخپل د ستورو ډك اّسمان تعريف په ډيرو خوږو الفاظو بيانوي ځكه نو موږ دوى د اّريايي روح روزونكي او دهغو د روحياتو ساتونكي او داجتماعي ژوندون لارښوونكي ګڼو، مثلاً د مثال په توكه : د مړوښۍ (ازدواج) لار او سعادت د اويستا "ياسنا" د كتاب 53 فصل كي په ډېر ښه ډول ښيي، چي ګويا د اّريانانو دنجابت يوه ښه او برجسته نمونه ده. د واده د جشن او خوښيو په وخت كښي يو روحاني خطيب دا وينا پخپلو اشعارو كي وايي :
" زه هغو پيغلونجونو ته چي غواړي ميړونه وكړي څو له نصيحته ډكي جملې وايم ! او هم تاسي زلميانوته ئې ارووم، ځكه چي زه په هغو جملو ښه پوهېږم .... نو تاسي ئې پخپل غوږ كي ټينګي ونيسئ !
پاك او روحاني ژوندون ددين له لاري د خپلو مندو او پلور څخه زده كړي او په دې پوه شئ چي په ديندارۍ كي يو دبل مينه او محبت سره غواړئ، ځكه چي يوازي محبت كولاي شي تاسي نيكمرغه او خوشبخته كړي . (6)
يا داسي نور مثالونه چي تر ټولو مشهور د زردشت مشهور ګاتونه دي چي هر ګات ئې معناً يوه وينا او خطابه بلل كيږي د اّريانا نور خطيبان تر اسلام دمخه ټول هغه پوهان دي چي سرودونه ئې ويل او خپل ټبر ته ئې د ژوند سمه لاره ښودله چي دكتاب د پاڼو د تنګوالي او دموضوع د اوږدوالي له بيري مو دهغو دنومو د راوړلو څخه صرف نظر وكړ او تر اسلام وروسته هم په افغانستان كي خطيبان اونطاقان وه، اوس ځم د نورى دنيا خطيبانو ته

يونان او خطابه :

كوم ملت چي خطابې ته علمي رنګ وركړ او هغه ئې دمنطق د پنځګونو صفتو څخه وبلله يونان او د يونان فلاسفه وه،څنګه چي سيسرون (7) د روم مشهور فيلسوف او خطيب پخپل كتاب بروتوس كي ليكلي لومړى طايفه چي په يونان كي په خطابه او وينا مشهور دى "سوفسطائيان" دي او ددې طايفې منځ ته راتله داسي بيانوى : (8)
كوم وخت چي د صقليا (سيسل) د جزيرې ظالمانو او ياغيانو او غاصبو حكومتو سقوط وكړ تر هوسايي او امنيت وروسته خلكو قضايي محكمو ته خپل عرضونه وړاندي كړه، څنګه چي دعوې ډيري وې او مدعيانو هم خپلي دعوې ښه نه شواى ثابتولاي نو ځكه ددعوې وكيل ته وكيلان ډېگر شوه اوهم ددې دپاره چي يو پر بل برى ومومي د ښو دلائلو په لټون او پيدا كولو كي ئې زيار يوست. ددې زيار په اثر د خبرو فصاحت منځ ته راغى او د وينا او خطابې بازار تود شو، څو چي هغو كسانو چي په دې فن كي يې ښه لاس موندلى وْ، خورا لوړ مقامونه اشغال كړه، او په دې طائفه كي چي كوم دوه ډېر مشهور شوه دوه كسان دي : يو "كوراكس (9) بل "تينسياس" نوميده، په يونان كي دا دوه لومړى كسان دي چي د نطق او خطابې د تدوين فكر ئې مغزو ته ورڅېرمه شو، او دوي غالباً خپل دلائل ليكل او بيا ئې محكمې ته وړاندي كول تر دوي وروسته دوو نورو كسانو "پروتاګراس" (10) او بل "كرجياس" (11) نومېده بيخي ډېر اهميت او شهرت وموند ځكه چي دومره ښه نطق ئې كاوه چي تل به ددوى مدعيان محكومه وه، او برى به ددوى په برخه و، څنكه چي وكالت او نطق ډېر اهميت وموند، نو دډېرو اشخاصو توجهه دې خواته شوه او هر چا غوښته چي ښه نطاق او وينا كوونكى شي، نو ځكه د پروتاګراس او ګرجياس څخه غوښتنه وشوه چي ددې فن د اصولو تدريس شروع كړي هغو هم د سيسل د جزيرې په مركز د "سيراكوز" په ښار كي كورسونه جوړ كړه، او د څه فيس په عوض به ئې د خطابې او نطق د فن زده كړه نورو ته كوله، دوي په دې كار كښي دومره مهارت وموند چي خلكو دوي ته د "سوفيست" (12) لقب وركړ. او سوفيست ئې په يوناني ژبه يو پوه اوحكيم سړي ته ويل، چي په ډيرو علومو به عالم وْ مګر څه موده وروسته ددوي پيروانو يعني محكمو وكيلانو دا فن خورا بد استعمالاوه او بده استفاده به ئې ځيني كوله ددوى د شاګردانو فقط دا مقصد وْ چي خپل مقابل په هر صورت چي كه حق وي كه ناحقه بايد مغلوبه ئې كړي، د حق او عدالت له دائرې ووتل د روه او مغالطه او خطا ايستل بيخي پكښي ډير شوه، ځكه نو د خلكو كي بد ايسېدل، او وكيلان به ئې په بده ستايل او دعامو خلكو په نظر كي سوفيست كلمې هم خپله حقيقي معنى بايلوله او سوفيست دروهلئ، غولوونكئ مغالطه كار وباله شو، ددوي كار په سفسطه مشهور شو اوددوي طائفه باطله وبلله شوه پاى ته ددې طائفې شاملين او شاګردانو ويل چي د شيانو حقيقت پېژندلاى نه شو او فرضاً كه ئې وپېژنو بل چا ته ئې معرفي كولاى نه شو، څنګه چي ددوي عقيدو د خلكو په فكرو كي ډېر انقلاب او تشتت څرګند كړ او د اجتماعي حيات دپاره ډېر مضر وْ، نو خلك ئې بالمقابل جګړې ته تكړه شول، او لومړى سړى چى ددې طائفې پر ضد يې ملا وتړله سقراط وْ، چي په تصوراتو او ادراكاتو كي بحث كول دده مفكوره ده، مګر سقراط غلبه ونه موندله، تر ده وروسته افلاطون ددوى پر ضد اقدام وكړ او په تصديقاتو كي ئې خبري شروع كړې او ددوي څو كتابونه ئې شرح او ددوى دلائل يې ټول رد كړه مګر افلاطون پوره برى ونه موند خو چي ارسطو مينځ ته راغى او دا پياوړى فيلسوف د دوي د عقايدو دبندولو دپاره راولاړ شو د خلكو دخبرولو دپاره يې منطق تدوين كړه او مخصوصاً ئې خطابې ته ډېر اهميت وركړ او په خطابه كي ئې يومستقل كتاب تاليف كړ.

د يونان وينا كوونكى :
د ميلاد دمخه تر لسم قرن پوري د يونان د وينا كوونكو يعني خطيبانو نوم نشته تر دې تاريخ وروسته ډېر خطباء پكښي پيدا شويدي خصوصاً د يوناني لوى شاعر "همر" له دورې څخه د ډيرو خطيبانو نومونه يادېږي چي مشهوره ئې دادى :
1. سولن Solon د اّتن قانون ايښوونكى او د هغه ځاى د اهاليو د اجتماعي خويو او اّدابو مصلح (558 _ 640 ) تر ميلاد دمخه.
2. پي سيس ترات Pisistrate د سولن رقيب او د هيپارك زوى، دا سړى د همر د اشعارو ټولوونكى دى (528 ) تر ميلاد دمخه.
3. تميسيتو كل Themistocle يونانى سردار اود لښكري خطيبو مشهرو خطيب په (464 _ 528 ق م)
4. اريستيد : سياسي خطيب د تميسيتو كل رقيب.
په يونان كي خطابه تر ميلاد دمخه د پنځم قگرن په پاى كي د پريكلس له عصره خپلي نهايي لوړتيا ته ورسېدله او دا لاندي كسان ډېر مشهور شوه :
1. پريكلس Pericles چي د اّتن له لويو نامدارو زعماوو څخه وْ او هم يو قوي او غټ خطيب باله كېده.
2. اېسوكرات Isocrate په تتبيني خطابه كي (436 _ 338) تر ميلاد دمخه.
3. دمستن Demositine امير الخطباء د ويناكوونكو مشر (381 _ 312 ق).
4. اسكين : د دمستن رقيب مشاجروي خطيب وْ (387 _ 312 ق م) دمستن هغه خطيب دى چي د وينا او خطابې په ټولو فنونو كي ئې خورا لوى لاس درلود دده ډيري معروقې او ښې خطابگې هغه دي چي د فلپ مقدوني د اسكندر د پلار پر ضد ئې كړيدي او پنځلس كاله د خپل وطن دساتني دپاره ئې دهغه سره مخالفت كاوه دا خطابې دفيلپيك نوميږي چي په فرانسوي هم ترجمه شويدي.

روم او خطابه :

څنكه چي د سيسگرون په قول د سوفيسطايانو سټه له سيسل څخه اېښوول شوې وه، او بيا د سوفيسطائې عقيدې په اثر يا ددې عقيدې پر خلاف منطق منځ ته راغله اوخطابه د منطق مهم ركن وباله شو نو ليري به نه وي چي ووايو د خطابې د علم د وضع باعث روم يا روميان دي، مګر البته په علمي حيث د خطابې فن يونانيانو تر هرچا دمخه تدوين كړيدى او وروسته د سياسي شخړو په واسطه په روم كي هم دې فن شهرت وموند او د روم كوم وينا كوونكي چي د ذكر وړ دي دادي : (13)
1. كانون : چي مهم نقاد دى (232 _ 174 ) تر ميلاد دمخه.
2. ژول قيصر : (101 _ 44) تر ميلاد دمخه چي د روم مشهور سردار وْ.
3. سيسرون : چي امام الخطباء باله شوى دى، په (106 _43 ق م) چي له هره حيثه د روم له اولو درجو وينا كوونكو څخه ګڼل شويدى.
ددې دريم خطيب درې ډوله خطابې ډېري مشهوري دي چي نومونه ئې دادى : لومړۍ "كايتلي " دوهم "ورين" دريم : "فيل پيك " لومړۍ خطابگې ئې د رومى سردار پر خلاف ويلي دي چي هغه غوښته د روم جمهوريت له منځه ورك كړي، خو سيسرون چي خپلي څلور ويناوي د سنا په مجلس او نورو عمومي مجلسو كي وكړي هغه سردار په نفي بلد محكوم شو، او سيسرون ته د سنا لخوا "د وطن پلار" لقب وركړه شو.
دوهم ډول خطابې ئې د سيسل د جزيرې د يو مستبد او ياغي حاكم پر خلاف كړي وي چي تر محاكمې دمخه فرار شو.
دريم ډول خطابې ئې د اّنتوان پر ضد چي د روم مشهور سردار وْ پر خلاف كړي وې، او دده ټولي ويناوي په فرانسوي ترجمه او طبع شويدي.

عرب او خطابه :

په عربو كي تر اسلام يو سلو پنځوس كاله دمخه دخطابې تاريخ شروع كيږي تر دې تاريخ پخوا څه په لاس كي نشته، ددې دورې په خطابو كښي اكثر دا موضو نه بيانېدل :
و جنګ ته ګمارل، د خون اخيستلو ترغيب د جنګ پر وخت، د اولسو په منځ كي روغه كول، وياړنه او مباهات، د نمائنده ګانو په واسطه د مقصد څرګندول، د ښو كارو توصيه او له بدو ځان ژغورل،د واده پر وخت د زوم او ناوي ستايل او نور داسي ...

د عربو وينا كوونكي :
د عربو د خطباء زړونه لوى او صورتاً هم قوى خلك وه، ځانونه ئې پاك او ستره ساتل، شا وخوا ئې ډېر نه كتل، او څه چي ئې ويل هغه ئې كول، د خطبو پر وخت ئې مخصوص خويونه درلودل، مثلاً : د واده په خطبو كي به ئې په ولاړي پر لوړ ځاى او يا اوښ پر شا وينا كوله او دا ددې دپاره چي ټول خلك ئې ږغ واوري، او دده دلاس او سر ښورول او حركتونه په سترګو وويني، لويه لنګوټه به ئې تړلې وه پر لكړه يا نېزه يا ليندۍ به ئې تكيه كوله، او كله به ئې هغه ښوروله او اشاره به ئې په كوله (14) د عربو ددې دورې خطيبان ډېر وه، چي د پخوانيو خطيبانو څخه ئې د لوى زوي كعب وْ چي د رسول كريم (ص) اوم نيكه دىاو په عربو كي ئې دكنانه طايفه خصوصاً او نور عرب عموماً ښي لاري ته رابلل دې سړي په عربو كي دومره اهميت وموند چي دده مرګ ئې د تاريخ مبداء وګرزوله، او تر عام الفيل پوري د تاريخ مبداء وْ، د عربو د جاهليت د وخت بل مشهور خطيب قيس بن ساعده وْ، دا سړى هم ټولو عربو په فصاحت او بلاغت اوحكمت اوموعظه منلى وْ، او دده نطق او ذكاء جوړ متل ګرزېدلى وْ، كه څه هم تر اسلام دمخه خو موحد او د قيامت پر ورځ ئگي ايمان درلود، او ټول عرب ئې له بت پرستۍ څخه منع كول، او دلوي خداى عبادت ته ئې رابلل، وايي چي دى لومړى سړى دى چي پر لوړه وخوت او په خطبه كي ئې د (امابعد) كلمه استعمال كړه ، او دوينا په وخت كي به ئگې پر توره يا لكړه تكيه كړې وه، او د فصاحت دا اصل چي "البينآ على من ادعى والبين على من انكر) هم دده له ويناوو څخه دى، رسول كريم (ص) تر بعثت دمخه يوه ورځ دده وينا اروېدلي وه او خوښه كړې ئي وه، دى تر بعثت لږ دمخه وفات شويدى، او دده ډېره مشهوره وينا هغه وينا ده چي د عكاف په بازار كي ئې ويلې ده او هغه
داده :
"ايهناس ! اسمعو اوعوا من عاش مات و من مات فات، وكل ما هو اّت اّت، ليل داج ونهار ساج، وسماء ذات ابراج، و نجوم تزهر، وبحار تزخر، وجبال مرساآ، وارض مدحاآ، وانهار مجراآ ان فى السماء لخبراً وان فى الارض لعبراً مابال الناس يذهبون و يرجعون ارضوواقاموا ؟ ام تركو اقناموا يقسم قس باالله قم لااثم فيه، ان الله ديناً هو ارضي لكم وافضل من دينكم الذى لنتم اليه انكم لتاتون من الامر منكرا"
ترجمه :
" اى خلكو ! واورئ او ښه يې زړه ته تېره كړئ، څوك چي پر دنيا اوسي مري اوڅوك چي مړشو وركيږي، هر څه چي راځي راځي، شپه تياره، ورځ رڼا، د اّسمان له برجو سره ستوري ځليږي، دريابونه مستۍ كوي، غرونه ټينګ دي، او مځكه غوړولي شوې ده، او ولې بهېږي، نو رښيتا چي په اّسمان كي دليل او خبر او په مځكه كي عبرت شته، دا څه كيفيت دى چي خلك ځي او بيرته نه راګرځي؟ ايا خوښ دي چي هلته اوسي؟ اوكه پرېښود شويدي نو بيده دي؟ " قس " په خداى سره قسم خوري چي په دې كي هيڅ ګناه نشته چي دلوى خداى دين ستاسي تر اوسني دين ښه او هم ستاسي خوښيږي، نو رښتيا چي تاسي يو منكر او بدكاره ته رهي ياست".
ددې دورې بل مهم او مشهور خطيب اكنم بن صيفي دى،دې خطيب د كسري نوشيروان په مقابل كي خطبه ويلې ده چي د كسرى د اعجاب سبب شوله او ده ته ئگې وويل : "كه په عربو كي بې تا څوك نه واي يوازي ته كافي وي" او هغه ډېر ښه خطبه چي ئې كسرى ته ويلي ده داده : "ان افضل الاشياء اعاليها واعلى الرجال ملوكهم وافضل الملوك اعمها نفعاً و افضل الخطباء اصدقها الصدق منجاآ والكذب مهواآ اّفته الراى الهوا والعجز مفتاح الفقر شر البلاد بلاد لا اميريها الصمت حكم وقليل فاعلهُ ، البلاغه الايجاز من شدد نفر ومن تراخي تالف"
ترجمه :
"بهترين د شيانو عاليترين د هغو دى، عاليترين د خلكو پاچهان دي، او بهترين د پاچهانو هغه دى چي نفع ئې عامه وي ، بهترين د خطيبانو هغه دى چي رښيتا وايي، رښيتا ويل د نجات سبب دي، درواغ ويل مهواآ دي دراى اّفت هوا او هوس دى، عجز د فقر كلي ده، په ښارو كي هغه ښار بد دي چي امير نه لري، پټه خوله حكمت دى،او پټ خولي لږ دي، بلاغت ايجاز دى، هر څوك چي شدت كوي د خلكو نفرت ډېروي او څوك چي مهرباني كوي خلك پر ځان راټولوي"
دا خطبه او نوري خطبې ئگې خطابي جنبه چنداني نه لري، بلكي لنډى لنډى جملې دي چي په مختلفو چارو كي د پند او موعظې په رنګ ويلي شويدي.

تر اسلام وروسته :
په عربو كي تر اسلام وروسته وينا ډېره لوړه موقع وموندله او نوي سبكونه او خصوصيات پكښي پيدا شوه، مثلاً د جمعې ، اخترو او حج خطبې سياسي دخلافت او سلطنت د ټينګولو دپاره ويناوي پكښي داخلي شوې د وينا او خطبو شروع كول په حمد او ثنا سره شروع شوه، د قرانكريم اّيتونه تضمين شوه، او مرسته ځيني واخيستله شوه، همدا شان د لنډوالي او اوږدوالي له حيثه ددې دورې خطباء دومره ډېر دى چي په هيڅ عصر كي دومره نه وه، خو دلته ئې څو مشهور خطيبان راوړو :
لومړى چي تر ټولو خطيبانو ئې اوله درجه وړېده رسول كريم (ص) دى چي هيڅوك دده ودرجې ته نه و رسيدلى او دومره بليغي او فصيحي او جاذبي ويناوي ئې كولې چي ټول خلګ به دده پر وينا مينان كېدل او د هر چا دا زړه غوښته چي دده وينا واوري يا اقلاً دوې خبري ورسره وكړي، حتى مخالفينو هم دده (ص) ويناوي اروېدلې او ويل به يې چي "محمد د خبرو سحر لري" دوهم خطيب على كرم الله وجهه دى چي امام الخطباء باله شويدى، او د سيد رضي نهج بلاغته ددې خبري شاهد دى ، نور مشهور خطيبان سحبان، امل زياد بن ابيه حجاج بن يوسف ثقفي، خالد بن وليد او نور چي خطبگې ئې په كتابو كي ذكر شويدي.

اّشور او خطابه :

كوم بل ملت چي د خطابې اّثار ځيني څرګند شويدي د اّشور ملت دى چي دوي د نيكه ګانو د پخوانيو نوشتو څخه چي په ميخي خط ليكلي پاته شويدي او هغه غالباً ددوى د ارباب الانواعو او پاچهانو قولونه دي چي وعظ او اّداب ئې ښودلي دي.

خطابه په منطق كي :
خطابه دوه مخه لري : يو علمي بل ادبي.

له علمي مخي خطابه :
د علمي مخي خطابه د منطق د پنځګونو صنعتونو څخه ده، ځگكه نو بايد لومړى د منطق په شاو خوا كښي لږ څېړنه وكړو بيا به د خطابې مقام په منطق كي وښيو.
د منطق د علم واضع څرګند نه دى خو دمدون اوبشپړونكى ئې ارسطو دى دمخه هم د منطق بحثونه وه مګر تدوين شوي نه وه ارسطو تدوين او بشپړ كړه ، او د منطق پاشلي او غير منظم قواعد او قوانين ئې راغونډ كړه بلكي تر ارسطو دمخه خلكو له منطقه بد وړل او حكماوْ ئې تدريس نه كاوه حتى د افلاطون استاد سقراط په ټولو منطقي او فلسفي بحثو كي يوه كلمه هم نه ده ليكلې او دده ټول فلسفي عقايد دده دوو شاګردانو زينفون او افلاطون له كتابو څخه ښكاره شويدي.
افلاطون په لومړى سر كي د خپل استاد لاره ټينګه كړې وه خو په پاى كي دكمزورۍ او ضعف له رويه وبېرېده چي دده عقايد له منځه ولاړ نه شي، نوئې دكتابونو په ليكلو شروع وكړ (15) .

د ارسطو منطق :
دارسطو منطق اته كتابه دي چي نومونه ئې د ترجمې سره دادى :
 فاطيغورياس يعني مقولات
 باري ارمانياس يعني تصورات او قضيه او اقسام ئې
 لومړى اّنالو طبقاى يعني د قياس تحليل ( د قياس مقدمې او اجزا او اقسام او عكوس ئې ...)
 دوهم اّنالوطبقاى = برهان
 طوبيقا = جدل
 صوفسطيقا = مغالطه
 ريطوريقا = خطابه
 بوطيقا = شعر
دا چي داكتابونه يوه مجموعه وه يا جلا جلا اختلاف دى مګرمحققه خبره دا ده چي شپږ كتابونه ( مقولات، تصورات، او قضيه، دقياس تحليل، برهان ، جدل، مغالطه) يوه مجموعه وه او دوه كتابه (خطابه او شعر) جلا كتاب او مجموعه وه ددې دواړو مجموعو نوم ئې "ارګانون" ايښى وْ "ارګانون" په يوناني كي "اوزار" او اّلې ته وايي. دلته هم ځكه چي منطق د قانون يو اّله ده نو ارګانون ورته وويل شوه.
په دې ترتيب نو څرګنده شوه چي له علمي مخي خطابې په منطق كي لوړ مقام درلود او د ارګانون يوه جزء باله كيدله.

د منطق پنځګونه صنعتونه :
د منطق پنځه صنعتونه دادي : برهان ، جدل، مغالطه، خطابه او شعر (16)

 _ برهان :
برهان هغه قياس دى چي له يقيني قضاياوو څخه مركب شوي وي چي اصول ئې دادي : اوليات، مشاهدات، تجريبات، حدسيات، فطريات او متواترات :
1. اوليات :
اوليات هغه قضايا دي چي هېڅ ډول استدلال ته اړ نه وي لكه كُل تر جز لوى دى.
2. مشاهدات :
هغه قضايا دي چي په ظاهري يا باطني حواسو درك كاوه شي لكه دا چي لمر روښانه دى او زه تږى يم.
3. تجريبات :
هغه قضاي دي چي د اّزمايښت او تكرار له امله ثابت شوي وي لكه دا
چي كونين تبه ليري كوي.
4. حدسيات :
هغه قضايا دي چي د انسان ذهن د ټاكليو شوو مبادى څخه نتيجو ته ولاړشي لكه دا چي : د سپوږمۍ رڼا له لمره ده.
5. فطريات :
هغه قضايا دي چي د هغو د دواړو خواوو تصور له نسبته سره په حكم كي كافي نه وي. بلكي په غير حسي يعني ذهني واسطه پوري اړه ولري او دا واسطه بايد د قضيې د اطرافو د تصور په وخت كښي له ذهنه غائبه نه وي لكه دا چي څلور جفت دى، ځكه چي په دې قضيه كي حكم په ذهني واسطه سره دى چي هغه انقسام بمتساوين باله كيږي.
6. متواترات :
هغه قضايا دي چي حكم په هغو كي د يوې ډلي له خولې وي او اقلاً ددې ډلي موافق پر درواغو محال وي لكه دا چي مكه موجوده ده.

 _ جدل :
جدل هغه قياس دى چي له مشهوراتو او مسلماتو څخه مركب وي.

1. مشهورات :
هغه قضايا دي چي د بشري ټولني پرې اتفاق وي لكه دا چي : ښه ښه دي بد بد !!! يا دا چي د ځينو په عقيده پرې اتفاق وي.
2. مسلمات :
هغه قضايا دي چي د مناظگرې په وخت كي د يوې خوا په نزد منلي شوي وي يا دا چي په يوه علم كي برهاناً ثابت شوي وي او په بل علم كښي د مسلمه اصولو په عنوان منل شوي وي. لكه د حساب قواعد چي د رياضي په اكثرو علومو كي د مسلمه اصولو په توګه اخيستل شوي دي.

 _ مغالطه :
مغالطه يا سفسطه هغه قياس دى چي له وهمياتو او مشبهاتو څخه مركب وي.
1. وهميات :
هغه قضايا دي چي په هغو كي وهم حاكم وي نه عقل.
2. مشبهات :
هغه درواغجن قضايا دي چي د رښتنيو او صادقو او اوليه قضاياو سره شبيه وي لكه دا چي : انسان ويښته لري او ويښته شين كيږي نو انسان شين كيږي.

 _ خطابه :
خطابه هغه قياس دى چي له مقبولاتو او مظنوناتو څخه مركب دى.

1. مقبولات :
هغه قضايا دي چي دداسي كسانو څخه واخيستل شي چي پر هغو د اروېدونكو اعتماد او اعتقاد وي لكه انبياء، اولياء، پوهان او نور ...


2. مظنونات :
هغه قضايا دي چي په اروېدونكو كي د هغو د صحت او رښتيا والى ګمان پيدا شي.


 _ شعر :
شعر هغه قياس دى چي له مخيلاتو څخه مركب وي او مخيلات هغه خيالي قضايا دي چي د نفس د انبساط او انقباض باعث وګرزي.

له ادبي مخي خطابه :
خطابه له ادبي لحاظه ځانته فن دى او دا خبره نشته چي دمنطق جز باله شي ادبي تعريف او د ادبي خطابې موضوع او غرض خو دمخه په لومړۍ برخه كي وليكل شو دلته به د خطابې اصول وليكو :

د خطابې اصول :

د خطابگې اصول درې دي : ابتكار ، تنسيق، تعبير .

1. ابتكار :
د اروېدونكي د قناعت د وسائلو په ټاكلو كي فكر په كار اچول ابتكار دى. چي دهغه په اثر د اروېدونكي عواطف په ښور راشي.


2. تنسيق :
دخطابې د معنا او د اجزاوْ د سياق انتظام ته تنسيق وايي د تنسيق څخه مقصد د خطابې د اجزاوْ د تركيب ټينګښت او دهغو يوله بله ارتباط دى، دا ددې دپاره چي اغېزه او تاثير ئې ډېر شي او د اروېدونكو زړه تنګ نه شي د تنسيق اصول درې دي : مقدمه ، اثبات ، خاتمه.

مقدمه :
وينا كوونكى بايد له مقدمې څخه درې نتيجې واخلي، يوه دا چي زړونه جلب كړي او خلك ځانته متوجه كړي، دا له "ښه افتتاح" څخه
پيدا كيږي. دوهمه دا چي اروېدونكي بايد د اجمال په توګه د خطابې موضوع له مقدمې څخه وفهموي، دا "دمقصد له بيان" څخه لاس ته راځي. دريمه دا چي د اروېدونكو شوق اوترغيب خپلي وينا ته پيدا كړي چي د وينا كوونكي وينا په ډېر شوق واوري دا د "خطبې په تقسيم" اړه لري.

ښه افتتاح :
ښه افتتاح داده چي الفاظ صحيح او سپك او معنى ئې څرګنده وي حشو او زوائد ونه لري، او افتتاح څلور قسمه لري : لومړى دا چي د يو موضوع په شرحه كي بېله تكلفه پيل وشي، دا افتتاح په عادي مجلسو او ادبي محافلو كي ښه ده، دوه دا چي دمطلب بيان په ښو خوږو او جذابو الفاظو او ښه تعبير سره شروع شي، دا په هغو ځايو كي وي چي د يوې مهمي او لويي واقعې ښكاره كول وي. لكه ابوبكر صديق (رض) چي د رسول اكرم (ص) د رحلت په ورځ چي هيچا دا جرئت نه درلود چي د حضرت وفات ښكاره كړي دى پر منبر وخوت وې ويل : " ايهناس انه من كان يعبد محمداً قدمات ومن كان يعبدالله فان الله حى لايموت" دريم دا چي د اروېدونكو غوږو ته د هغه كار علل ورسول شي چي خلك ئې د همت پر كښته والي حمل كوي، څلرم دا چي د حال د اقتضا سره سم په وينا كي كنايه، تعريض، تلويح او اشاره راوړه شي.

د مقصد بيان :
د مقصد بيان دادى چي حاضرينو ته خپل مطلب څگرګند كړي، او ددې شرطونه پنځه دي : لومړى دا چي د يوې چاري په شاوخوا كي وي ځكه چي د موضوع وحدت ښه څرګندوي. دوهم دا چي د مقصد بيان بايد واضح وي او په صافو او ښكاره الفاظو وويل شي، ځكه چي د موضوع پټوالى اروېدونكي ستړي كوي.
دريم دا چي په اروېدونكو كي نشاط پيدا كړي او دا دمطلب په ابتكار اړه لري دا په هغه وخت كي چي اروېدونكي خواشيني اوغمګينه وي. څلرم دا چي له اصلي مقصد خارج نه شي ځكه چي له مقصده وتل د اروېدونكو د حواسو د پريشانۍ سبب كيږي او نتيجه لاس ته نه راځي. پنځم دا چي وينا كوونكى بايد وار دواره د تفصيل په توګه په موضوع كي داخل نه شي، ځكه احتمال لري چي نتيجې ته به ونه رسيږي، يا به د ډېر غالمغال سبب وګرځي او له مقصده به پاته شي، اول بايد د اجمال په توګه مقصد شروع شي او ورو ورو چي د اروېدونكو زړونه ځانته جلب كړي په تفصيل به شروع كوي.
د خطبې تقسيم :
وينا بايد پر څو اجزاوْ وويشل شي، ددې فائدې دادى چي : اول خو وينا كوونكى د معنا له تكراره ساتل كيږي، دوهم دا چي اروېدونكو ته د خطيب سبك او روش معلوميږي، دريم دا چي پخپله وينا ښه واضحه او ښكلي راځي. مثلاً على كرم الله وجهه پلرونه داسي ويشي : پلرونه درې قسمه دي : يو هغه پلار چي تا پيدا كوي، دوهم هغه پلار چي تعليم دركوي، دريم هغه پلار چي تاسي روزي.

اثبات :
د تنسيق دوهم اصل اثبات دى د وينا د موضوع تائيد دى، چي په برهان او دليل سره وشي، اثبات پر دوه قسمه دى : ايجابي، سلبي.

ايجابي :
ايجابي هغه اثبات دى چي د يوې موضوع شرح وويله شي، بيا هغه په ښكاره او ټينګو دلائلو ثابته شي دې ته تبيان هم وايي.

سلبي:
سلبي اثبات هغه دى چي وينا كوونكى د خپل مقابل دلائل رد كړي او د هغه عقايد باطل كړي.



خاتمه :
د تنسيق دريم اصل خاتمه ده، خاتمه د وينا كوونكو وروستنيو خبرو ته وايي، څنګه چي د خطيب وينا پر خاتمه تماميږي نو وينا كوونكى بايد خپل ډېر قوت پر دې خبرو واچوي چي د اروېدونكو داقناع او تحريك سبب وګرزي او ددوى عواطف په ښور راولي، او زړونه ئې تر تاثير لاندي ونيسي، او دلته بايد د وينا غرض لاس ته راوړه شي، ځكه چي موږ خو د مخه ويلي وه چي د وينا غرض د اروېدونكو اقناع او ددوي ترغيب هغه كار ته دى چي د وينا موضوع وي، نو د وينا په پاى كي بايد دا دوه غرضه له نظره ونه لويږي او اكثراً هم چي د وينا وروستنۍ جملې ټينګي او جذابي وي اروېدونكي په ټوله وينا قانع كيږي او ترغيب پيدا كوي او كه ټوله وينا ټينګه او متينه وي خو چي وروستنۍ جملې ئې سستي وي د اروېدونكو په مغزو كي چنداني كار نه كوي، ځكه چي اكثراً د اروېدونكو په مغزو كي وروستۍ جملې پاتيږي.


(3) تعبير :

د خطابې دريم اصل تعبير دى چي په وينا كي ددي اصل مراعات خورا مهم باله كيږي، يعني د مطالبو بيان او حسن تعبير د وينا پوخ اساس دى او علاوه پر دې چي دبلاغت او فصاحت او معاني او بيان د د قواعدو مراعات بايد وشي دا لاندي چاري هم په نظر كي ونيول شي :
لومړى : د اروېدونكو د حالت رعايت، يعني د اديبانو په مجلس كي يو راز تعبير او الفاظو ته ضرورت دى او د عامي طبقې دپاره بل راز تعبير لازم دى، نو دحال مقتضا ته بايد وكتل شي او د هري طبقې سره د هغو په ژبه خبري وشي كه نه وي څه نتيجه په لاس نه راځي.
دوهم : دا چي دخبرو طرز بايد مختلف وي،كله مدح، كله بد، كله هزل، كله جد، كله شكر، كله زجر، كله توبيخ، كله تشويق چي د هر يوه بايد پخپل ځاى كي مراعات او ساتنه وشي.
دريم : دا چي ويناكوونكى بايد له خپله حاله سره سم تعبير وكړي يعني د سپين ږيرتوب پر وخت د زلميتوب او د زلميتوب پر وخت د سپين ږيرتوب تعبيرونه ونه شي كه زوړ د هلك چمونه وكړي يا هلك كلان كاري وكړي د لويانو په شان وغږيږي ډېر بد ايسي او علاوه پر هغه وينا ئې هم له تاثره لويږي.
څلورم : د لهجې پورته كښته والى هم ډېر اهميت لري چي د قهر پر ځاى په يو راز او رحم پر ځاى په بل راز لهجه تعبير وشي.
پنځم : په تعبير كي د بدن حركت دلاس خوځول ښي او كېڼي خواته كتل، پر خپل موقع باندي ډېر اهميت لري، همدارنګه د سر ښورول پر خپل ځاى ښه تاثير كوي.

د خطابې د اقسامو اصول :

د ارسطو د عقيدې په قرار د خطابې د اقسامو اصول درې دي : تثبيتي، مشوري، مشاجري :

(1) تثبيتي وينا :
ددې وينا مقصد د ښو خلكو ښه ويل او د بدو خلكو بد ويل دي، چي ددې خطابې تر عنوان لاندي دا موضوعات راتلاى شي : مدح، ذم،تبريك، تعزيت، شكر، تهنيت، تسليت، هجوه، ښه راغلى او نور له دې قبيله مسائل چي هره موضوع پخپل ځاى او خپله موقع كي جلا خطابه كېدلاى شي. تثبيتي خطابې ته تشريفاتي او نمايشي خطابه هم وايي، دا راز خطابې د پارسي په نظم كښي ډيري پيدا كيږي خو په پښتو كي په دواړو خواوو يعني نثر او نظم كي شته مګر د مدح برخه ډېره لږ ده او د تنقيد جنبه ښه قوي ليدله كيږي.
كوم خلك چي په پورتنيو موضوعاتو كي ونيا وكړي بايد د هرى موضوع د كيفيت او كميت څخه پوره خبر وي ، د وينا مورد د اشخاصو مقامات هم بايد په نظر كي ونيول شي.

(2) مشوري وينا :
مشوري وينا داده چي د يو كار د كولو يا نه كولو په تشويق او ترغيب وي تر دې عنوان لاندي دا موضوعات راځي : سياسي، عسكري، طبي، توصيوي، شفاعتي، تفريعي يعني توبيخي، تحريضي يعني حماسه او نور داسي موضوعات ...

(3) سياسي وينا :
دا وينا په شورى يا عمومي مجلسو كي وي چي دا مجلسونه د مملكت د چارو د تدبير او د دولت د سياست دپاره منعقدېږي هغه چاري چي په دې مجلسوكي تر نظر لاندي نيول كېږي او د يوه نطاق نمائنده توجه ځانته اړوي دادي : د عادله قوانينو واضع كول، د رسمي دوائرو تشكيل او تنظيم، د دولت په دباندنيو چارو كي غور كول او د خارج سره د ارتباط مسئله تر غور لاندي نيول، روغه او جګړه كول، د ښارينو چارو سمول، د معارف نظام او نور ..،
سياسي وينا د سياسي خلكو كار دى يعني وزراء او د ملت نمائنده ګان او نور هغه څوك چي په ملي ټولنو يعني پارلمانو كي چي هلته د ملت د مختلفو طبقو سياسي حزبونه وي د افكارو تبادله سره كوي.

سياسي وينا كوونكى :
د سياسي نطاق مهم صفتونه دادى :
 بايد د سياست په ټولو دقايقو او رمزو پوه او خبر وي.
 په عمومي او شخصي حقوقو كي بايد د پوره تعمق او تبحر ځښتن وي.
 سياسي نطاق بايد دخلكو نبض وپېژني او وينا ئې بايد ډېره ساده او بې تكلفه وي د خبرو په ښكلولو پسي ونه ګرځي.
 زړه يې بايد قوي او ژبه ئې خوږه او بيان ئې فصيح او بليغ وي.
 په كومه موضوع كي چي بحث كوي بايد د هغگې موضوع په ټولو اطرافو خبر وي.
 د خپل مملكت سره بايد صادق او رښتين وي شخصي اغراضو
ته لار ور نه كړي امين او بې غرضه وي.
مثال : كوم وخت چي ميرويس خان ګورګين مړ كړ نو ئې يوه ملى جرګه جوړه كړه او په هغه كي ئې پښتنو ته دخپل وطن ساتلو او اّزادۍ په باب كي دا وينا وكړه : "كه تاسي زما ملا وتړئ او زما سره يو شئ، زه به ستاسي له غاړي د ذلت اوغلامۍ طوق ليري كړم، د حريت او عزت بيرغ به مو پر وطن هسك كړم ...
د غليمانو جوغ به ستاسي له اوږو پورته كړم."
د ملى قائد ميرويس خان همدا لنډه وينا وه چي د پښتون ملت ويني ئې په جوش راوستلي او په يوه سلا ولاړ شوه ...

تبصره :
سياسي وينا كوونكى ډېر لوړ مقام لري، مګر خورا ډېر اهميت په هغو مملكتو كي لري چي د ملى حكومت لرونكي وي، نو كه مشروطه وي اوكه جمهوري.

عسكري وينا :
دا وينا د عسكري قائد يا بل چا له خوا چي عسكرو ته امر كوي كيږي، په دې وينا به يا عسكر جنګ ته تشويقوي او يا به د خپل وطن ساتنه په زړو كي ورټينګوي. دا وينا نو بايد دا خصوصيات ولري :
 دا چي د عسكرو په زړو كي يوه خاص ډول جذبه او حماسه پيدا شي.
 وينا كوونكى بايد دا افكار تعقيب كړي چي په لښكر كي هيجان راوستلاى شي او هم ئې له ويناوو څخه د بري او فتح ټينګ اميد ښكاره شي.
 وينا بايد د عسكرو تر فهمه لوړه نه وي.
 حتى الامكان بايد لنډه وي چي عسكر ئې له اورېدو څخه ستړي نه شي.
 پخپله وينا كوونكي بايد پخپلو الفاظو كي يو هيجان ولري او دده له خولې څخه بايد الفاظ او كلمات داسي په شدت راووزي لكه د اور بڅركي چي د تناره له خولې راوزي چي د هغو په ګرمۍ اروېدنكي تر تاثير لاندي راولي. مثلاً د ميوند په جنګ كي دميوند پر دښت چي غازيان له تندي او ګرمۍ څخه ډېر په عذاب شوي وه اوبه هم ليري وې، كارطوس ئې پر تمامېدو وه، دښمن هم قوي وه، نژدې وْ چي غليم فتح وكړي، په دې وخت كي يوه پښتنه پېغله را د مخه كيږي او د پښتنو ملي بيرغ چي لوېدلى دى راپورته كوي په لوړ ږغ او خواږه اّواز دا دوې لنډۍ وايي :
كه په ميوند كي شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
خال به د يار له وينو كښېږدم
چي شينكي باغ كي ګل ګلاب وشرموينه
دې دوو لنډيو په پښتنو زلميانو كي دومره تاثير وكړ چي تابه ويل يو اّسماني ږغ وْ د پښتنو زلميانو ويني په جوش راغلې او په يوه منډه ئې د دښمن پر توپو وختل او دښمن ئې تار په تار كړ. يا مثلاً لكه د جرمني مارشال رومل دا وينا چي خپلو عسكرو ته ئې ويل : "تر شا څه نشته ښۍ او كېڼ اړخ ته هم مه ګورئ ! څه نشته، فقط او فقط خپل مخ ته ګورئ، ستاسي مخ ته يو "رومل" شته او په ده پسي ځئ"
يا يو بل اروپايي سردار ويلي دي : " كوم وخت چي زه دمخه ځم
په ما پسي راځئ هغه وخت كه زه له جنګه را پر شاه شوم ما مړ كړئ، او كه زه په ميدان كي مړ شوم زما انتقام او د خون بدله واخلئ"

طلبي ، توصيوي ، شفاعتي :
په طلبي وينا كي نطاق د ځان يا بل چا دپاره د فائدې غوښتنه كوي، په توصيوي وينا كي د بل دپاره خير غوښتل دي، همدارنګه په شفاعتي وينا كښي.


تقريعي او تعريضي ويناوي :
تقريعي وينا داده چي اروېدونكي ملامت او توبيخ كړي، تعريضي وينا يو قسم حماسي وينا ده چي غرض پكښي د اروېدونكي په هيجان راوستل دي، لكه يوه كار ته د عامو خلكو رابلل، يا مذهبي تبليغت يا روغي او جنګ ته څوك رابلل يا نور ...

مشاجري وينا :
دا هغه وينا د ه چي په قضايي محاكمو كي كار ځيني اخيستل كيږي، په دې معنا نو دا خطابه تراوسه زموږ په هيواد كي مورد نه لري، يوازي لكه پخوا چي ئې په يونان او روم كي په دې معنا مورد درلود اوس ئې په اروپا كي لري، په پخواني يونان او روم كي محاكمه د ډېرو لږو جماعتو په مخ كي كېدله، نن په اروپا كي هم داسي دى، په تېره بيا جنايي امور هغه داسي وي چي جنايي محاكماتو ته يو منصفه هيئت ټاكلي كيږي ددې هيئت اعضا عادي خلك وي، قضاوت ددوي كار او فن نه وي د مجرميت په تشخيص كي بالكل اّزاد دي د ذوق او احساساتو له رويه رايه وركوي.
مدعى او مدعى عليه بيا غالباً خپل كارونه كه حمله وي كه دفاع وكيلانو ته سپاري وكلا د فن خاوندان وي د وينا اّداب زده كوي د محاكمې په وخت كي زيار باسي چي د خپل بلاغت په قوه د قاضيانو زړونه ځانته جلب كړي كه په دليل او برهان نه كېده د عواطفو په تحريك كوښښ كوي چي هغه د ځان ملګري كړي.ددې وينا مقصود او غرض دادى چي د مظلوم سره مرسته وكړي او د ظالم دفع وشي، يا په بل عبارت د عدل په ملګرۍ درېدل او د ظلم او ستم په مخ كي مانع كېدل دي.
مشاجري نطاق غالباً قضايي وكيل وي، دا وكيل بايد دا صفتونه ولري :
اول دا چي دا وينا كوونكى بايد سپېڅلى وي او په دفاع كي په ډېر غيرت او نشاط استقامت ولري، دا ترهغه وخته چي دده يقين وي چي دى پر حق ولاړ دى، دويم دا چي د قضايي قوانينو عموماً او د مملكتي د عدليي قوانينو خصوصاً عالم وي. دريم دا چي په اصلي دعوا بايد ښه پوره خبر وي چي حق ناحقه او ناحقه حق نه كړي.

د خطابې د اقسامو په اصولو كي اختلاف :
د خطابې د اقسامو په اصولو كښي درې قوله دي : يو دا چي د خطابې د اقسامو اصول درې دي لكه دمخه چي درته راوړه شوه يعني تثبيتي، مشوري او مشاجري ... دوهم دا چي اصول څلور دي درې هغه چي تېر شوه او بل څلورم اصول چي پر اضافه كيږي (وعظي خطابه) ده چي خاص په ديني او روحاني چارو كي وي چي نطاقان ئې هم غالباً د منبر خاوندان وي. دريم قول دادى چي اصول پنځه دي: علمي وينا، سياسي وينا، قضايي وينا، عسكري وينا، او ديني وينا.

د وينا عمومي اّداب او شرطونه :
1. عموماً څو چي امكان لري بايد وينا د ليك له رويه نه وي. البته د وينا د ارتباط دپاره نوټ اخيستل ښه كار بلكي ضروري دي مګر ټوله وينا د ليك له رويه ويل د وينا اثر كموي، ګويا د يو كتاب فصل دى اروېدونكو ته ويل كيږي ( هو ! سياسي وينا كله كله له دې قيده مستثنى كېدلاى شي).
2. د وينا سرمشق او ورزش او عمل لازم دي، يعني څوك چي غواړي وينا ئې جذابه او موْثره واقع شي بايد وار دواره د وينا د علم په اساس ځان پوه كړي بيا مشق او تمرين وكړي او تر دې لا هم مهم داسي دى چي وينا كوونكى څه چي وايي بايد هغه وكړي او دا كار ډېر مهم دى، ځكه چي وينا كوونكى څه چي وايي هغه نه كوي په اروېدونكو كي هم څه تاثير نه ښندي، بلكي د تمسخر مورد واقع كيږي مثلاً يو څوك چي شپه او ورځ چلم څكوي كه نورو ته نصيحت وكړي چي چلم مه كاږئ او هغه منع كوي هيڅوك به دده خبره ونه مني او وايي به چي كه دا بد كار واي نو دى ئې پخپل ولي كوي؟
3. څوك چي خپله وينا د ليك له رويه كوي بايد د ليكني په اصولو هم خبر وي.
4. وينا كوونكى بايد خلك وپېژني او ددوي په روحياتو بلد وي، د هغو په اخلاقو او تاريخ هم ښه خبر وي.
5. تنقيدي وينا بايد پوه سړي ته راجع نه وي، كه څه هم غواړئ چي يو سړى تنبيه كړئ مګر وينا به عمومي رنګ لري. (مشاجري خطابه مستثنى ده)
6. په وينا كي بايد شخصي اغراض په عمومي مجلسو كي تر نظر لاندي ونه نيول شي.
7. تر وينا دمخه بايد ځان او روح ستړى نه شي.
8. كه د وينا په وخت كي حواس پرېشانه وي نو لږ تامل دي وشي، څو چي حواس بيرته پر ځاى شي، تلوار دي نه كوي او اّرام دي نفس وكاږي، بيا دي نو په وينا پيل وكړي.
9. په وينا كي بايد اروېدونكو ته داسي خطاب ونه شي چي دوي ناپوه دي او په څه نه پوهيږي يعني اروېدونكو ته بايد د ناپوهۍ نسبت ونه شي كه نه وي اروېدونكي متنفر كيږي، اود نطاق غرور او خودپسندي ترې ښكاريږي.
10. په وينا كي بايد د ځان صفت ونه شي او خپل ځان رښتين، بې غرضه، خيرخواه معرفي نه كړي بلكي بايد داسي څه ووايي چي په غير مستقي طور دده دا صفتونه ځيني وفهمول شي.
11. په وينا كي بايد د وخت مراعات وشي، كومه موضوع چي بايد وويل شي، هغه بايد وويل شي مګر د اطناب او اوږدوالي بايد ځان وساتل شي، حق او ناحقه وينا اوږده نه شي، چي اروېدونكي ستړي كړي.
12. د مشاورې په مجلسو كي بايد مكرري خبري او ډيري خبري ونه شي و نورو ته هم بايد د وينا فرصت وركړه شي، او خپل ځان د خبرو په شهوت مه معرفي كوئ.
13. په وينا كي بايد ډېر تلوار ونه شي، په زوره نارې هم بايد نه وي، وينا كوونكي به په خبرو كي نه ماشين كيږي.
14. د وينا په وخت كي وينا كوونكي بايد يوې خواته متوجه نه وي هري خواته بايد وګوري.
15. وينا كوونكى بايد پراخه سينه ولري، او له انتقاده زړه تنګى نه شي او دخپل هنر د پرمختګ دپاره بايد له هغه څخه استفاده وكړي.
16. د وينا اول او اّخر ته ډېره توجه په كار ده چي بايد ښه او جذاب وي.
17. وينا بايد طبيعي وي، تصنع وينا بې خونده كوي.
18. وينا بايد ساده او روانه وي، مګر سره ددې بايد بازاري هم نه وي.
19. په وينا كي مبتذل او ډېر مشهور عبارات او مشهوري جملې بايد را نه وړه شي مګر په هغه ځاى كي چي ډېر مناسبت ولري، ځكه چي ډيري مشهوري خبري وينا بې مزه او بې خونده كوي.
20. په وينا كي بېځايه لفاظي او زبان بازي كول داسي مثال لري لكه ډاكتر چي ناروغه ته د درمل پر ځاى ادبيات وايي.
21. د وينا مطلب بايد ډېر روښانه وي.
22. وينا بايد د اروېدونكو د سليقې او ذوق او عقيدې سره سمه وي.
23. په وينا كي د ژونديو او روح لرونكو شيانو څخه خبري كول، د بې جانو شيانو تر خبرو ښه تاثير كوي.
24. ظرافت په وينا كي خورا ضرور او ښه دى مگګر د تهذيب او نزاكت له دائرې وتلى نه وي.
25. وينا چي هر څومره متنوعه وي هغومري په زړو كي كښېني.
26. په وينا كي د درواغو حرارت ډېر وچ او بې مزه ښكاري.
27. وينا كوونكى بايد پخپل ځان شور ولري چي په نورو كي هم شورپيدا كړي، كه نه وي امكان نه لري.
28. تملق او چاپلوسي او غوړه مالي د وينا تاثير بيخي كموي او ډېره ئې بې خونده كوي.
29. وينا كوونكى بايد خورا متين او خونسرده وي كه حملې باندي وشي خپل ځان ونه بايلي، عصبي نه شي ځكه چي په مناظره كي عصبيت پخپله مغلوبيت دى بايد حاضر جوابه وي يا نور داسي اّداب
لمن ليكونه

1. علم الادب يسوعي _ د دوهم جلد 5 مخ.
2. د ارسطو د خطابې كتاب د ابن رشد اثر د علم الادب يسوعي 2 جلد 6 مخ په حواله.
3. د ابن الفضل انظاكى كتاب المنفعه، د علم الادب په حواله، 2 ج، 6 مخ، اصول خطابه و تاريخ مختصر منطق تدين.
4. اّئين سنخورى _ فروعى.
5. اّريانا ، د ښاغلي كُهزاد اثر 2 مخ.
6. پښتني مېرمني _ ويدك هند.
7. Ciceron سيسرون په 106 كال تر ميلاد دمخه زېږېدلى وْ، او تر 43 كال تر ميلاد دمخه ژوندى وْ.
8. اصول خطابه و تاريخ مختصر منطق 10 مخ.
9. Corax
10. Gorgias
11. Protagoras
12. Sophisiet
13. اصول خطابه و تاريخ مختصر منطق.
14. اصول خطابه و تاريخ مختصر منطق.
15. تاريخ مختصر منطق ص 4 و 5.
16. اصول خطابه وتاريخ مختصر منطق 23 مخ.