مشترك اقسام :

دا اقسام د عربي او پارسي او پښتو په منځ كي مشترك دي او د عربي او فارسي رنګ پرې پروت دى، لكه : مخمس، مسدس، مستزاد، يا داسي نور چي په پښتو كي ويل شويدي، دا نوع اشعار يا دا تسميه په عامو پښتنو كي نشته، او نه مخمس او مسدس پېژني، بلكي دا نومونه د پښتو ځيني اديبانو د بلي ژبي نه پښتو ته راګډ كړيدي :

(1) مربع :
مربع يوداسي شعر دى چي د وزن او اّهنګ په لحاظ د غزل يا د رباعي په رنګ دى، مګر فرق ئې د قافيې او د يو مخصوص اسلوب په واسطه سره كېداى شي، هغه دادى چي مربع د اول څخه تر اّخره پوري څلور څلور مصرع، يعني دوه دوه بيته ويلى شي او لومړۍ څلور واړه مسرۍ په يوه قافيه بناء كيږي، او وروسته به بيا درى مسرۍ متحده القافيه او څلرمه به ئې د اول بند په قافيه سره ويلى شي، دا سلسله به په دې ډول تر اّخره پوري جاري وي، مګر د مربع د ويلو طريقه داده : چي كم وخت چي څلورمي مسرۍ ته را ورسيږي نو هغه اول بيت هم ورسره تكرار شي. خوشحال خان خټك وايي :
1
دريغه بيا مي دوه په دوه ويلى راز وي
لا يو رازويلى نه د بل اّغــــــــــــــــاز وى
ستا له لوري واړه ناز له مــــا نياز وي
په مزه مزه خواږه ويل باز بـــــــــــاز وي

2
هميشه په هغه خوي كښي چي دي خپل وْ
هغه خيال چي دي د زلفو د اور بـــــــــــل وْ
دا خسته خاطر مي هسي لكه تــــــــــــــل وْ
فراغت بېغمه تا سره دم ســـــــــــــــــــاز وي

3
چي به تا پياله د ميو راكــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوله
ستا د شونډو د بوسې سره مي چښــــــــــــــــــله
زه مست وي ته هم مسته لايعقــــــــــــــــــــــــــــله
مى خورى دي په سر تور سر ګريواني واز وي

4
له همه واړه عالمه ئې ورتـــــــــــــــــــړلى
ستا له لاسه زما دم باده خـــــــــــــــوړلى
صراحي راته خندا كړي شمــــــــع ژاړي
په جهان كي خو دا دوه ټوكه انباز وي

5
ښه اّواز كه ډېر دبربط د موسيقار دى
يا د جنګ د مغني يا د مزمار دى
د رباب د چاري تار يا دبل تار دى
مه وي دا ستاد جراو وښو اّواز دى

6
د وصال په كــــامرانۍ مي دسترس وي
لـــــــــــــــكه وه تر هغه مينه يو په لس وي
په نيكخوا باندي ښادي هوا هوس وي
په ډېر غم كـــي چهره زرده د غماز وي

7
چي يې وليدى د يار په خط وخال كي
په هزار رنګه خوښي ئې په وصال كي
هومره غم بېلتانه كېښود په خوشحال كښي
مه بېلتون وي مه ئې دا سوز وګــــــــــداز وى

(2) مخمس :
مخمس د وزن او د اّهنګ په حيث د مربع سره هېڅ فرق نه لري، بلكي يو شى دي مګر صرف فرق ئې دومره دى چي مخمس د پنځو مصرو يعني د دوه نيمو بيتونو څخه شروع كيږي، دا رنګ د مخمس پنځه اولي مصرۍ هم په يو قافيه سره ويلي شي، او وروسته به بيا د هر بند څلور مصرۍ پخپل مينځ كښي په يوه قافيه سره راځي او پنځه مسره به ئې د اول بند په قافيه سره ويلى شي دا سلسله به تر اّخره پوري چاري وي د مخمس نمونه داده، خوشحال خان خټك وايي :

و عاشق ته دوه قدمه بحر وبر دى
نه ئې ګرد په لمن پروت نه دامن تر دى
په فرياد نارې وهي په نارو سر دى
چي د عشق په ګرانه لار كښي ډېر خطر دى
هر قدم چي پكښي اخلې ډار د سر دى
عاشقان د ستا د خولې په جامي سپيني
قلندر دى نه لباس جامې رنګيني
اندرون مي واړه پرشه درست په ميني
كه سينه مي سوه چاك كړي وبه ويني
چي مي ستا له غمه ويني درست جګر دى
نتيجه ئې سوړ سوړ اّه سپيني اوبه وي
اّبله دننه زړه لمبه ئې سره وي
مشقت مي هم په ځان هم مي په زړه وي
زه خبر نه يم له عشقه چي عشق څه وي
هومره اورم چي له حسنه ئې اثر دى
د بلبلو خوشحالي وي په ګلزار كي
د عاشق د زړه خوښي وي په ديدار كي
څو به عمگرتېروم په انتظار كى
صبر مه غواړه له ما دعشق په كار كي
جو دانه صبر په ما باندي لوى غر دى
اول مينه د يوسف و زليخا وه
بيا د پسه د مجنون او د ليلى وه
د هغه پسه د وامق او د عذرا وه
عاشقي لا زه ته نه وْ چي پيدا وه
نه چي ما اوتا ګډ كړى دا هنر دى
كه پلو له مخه ليري محبوبا كا
بيدلان به پروانه په خپل لقا كا
تل له ماسره فتنې جنګ و غوغا كا
خو ځما طالع ښه نه دى يا جفا كا
ګڼه كوم يو په وفا تر ما بهتر دى
يو زمان مي خالي مه اوسه له خياله
په خوله ګونګ اوسه د عشق له قيل وقاله
په ناله دي كه بتر شي تن تر ناله
د عشق غم له خلكو پټ لره خوشحاله
څه ئې پټ كړم چي عالم ځيني خبر دى

(3) رباعي :
دا رباعى دپښتو د مخصوص رباعي سره فرق لري، دلته د رباعي اطلاق پر دوو بيتو باندي كيږي، رباعي خامخا څلور مسرۍ وي د رباعي د اول بيت مسرۍ په قافيه كي د يوبل سره برابر وي او د دويم بيت دويمه مسرۍ ئې بيا د اول بيت سره په قافيه كي شريكه وي درباعي نمونه داده، خوشحال خان خټك وايي :

زه دي كباب كړم، خداي دي كباب كړه
غليم خو نه يې څه خوحساب كړه
نه دي وفا شته ، نه دي جفا شته
ناكسه درومه خداى دي خراب كړه

يو چي ډېر خوري سوګندونه
بل چي ډېر كاندي پورونه
اّشنايي ورسره مه كړه
د بې پت دي دا خويونه

ښكلې دلبره د څورلس كالو
خوله يې خوشرنګه حقه د لالو
راغله ژر ولاړه زما زړګى ئې
يو ووړ په دواړو سترګو ملالو

(4) قطعه :
قطعه په وزن او اّهنګ كي د رباعي په شان راځي، مګر فرق دومره دى، چي رباعي د دوو بيتونو څخه زياته نه راځي او قطعه دوه بيته هم وي او د دوو بيتو څخه زياته هم وي او بل فرق دادى چي د قطعې د اول بيت اوله مسره د دوهمى مسرۍ سره په قافيه كي برابره وي د قطعې د دواړو بيتونو دويمي مسرۍ په قافيه كي سره موافقي راځي، قطعې ته قطعه ځكه وايي، چي دا د غزل يا قصېدې يو ټوټه ده، د قطعي نموني دادي خوشحال خان خټك وايي :
چا په وخت د ځكندن ووې مجنون ته
وخت اّخر دى په زړه ياد ولره خداى
ده وې زړه مي د ليلى په يادو پور دى
پكښي نشته دى د نورو يادو ځاى

اندېښنه كه په غگره كېږدي
غر به هم لكه وېښته كا
خوار سړى ملامت نه دى
كه په غم كښي ځان اوبه كا
چي هاتيان ساتې پيدا كه لويه خونه !
چي هاتيان پرې ننوزي هسي ور
كيدړ هر چرته خپل وخت ساعت بدل كا
لوى ځنګل بويه زمري لره يا غر

(5) مسدس :
مسدس هغه شعر ته وايي چي هر بند ئې شپږ شپږ مسرۍ وي او د اول بند ټولي مسرۍ ئې په يوه قافيه ويلي شوي وي او بيا د هر بند شپږمه مسره د اول بند دقافيې سره موافقه وي، كله د مسدس اطلاق په هغه نظم هم كيداى شي چي څلور مسرۍ ئې په يوه قافيه وي او دوه مسرۍ ئې په بېله قافيه ويلي شوي وي د مسدس نمونه داده، خوشحال خان خټك وايي :

مه كړه رخ دي نه دى د غمزې په تېغ خونونه
خون د عاشقانو خون بها لري لكونه
ته چي راښكاره شې په وربل ايښي ګلونه
نر ناحقه لافي د ښايست كا نوري جونه
ته چي په ګلرنګه جامو درسته شې ګلګونه
سرې لمبگې كړې بلي د حيران عاشق په خونه

خوله دي غونچه ګل ده تيارېږي شګفتن ته
تور بانړو نېزې لري د زړونو و شفتن ته
مه پرېږده زلفين په عذارو اّشفتن ته
ورځ د عاشقانو نژدې كيږي و خفتن ته
ته چي پلو واخلې د جمال و تن ته

ولي هسي كار كړې چي بې اوره سيزي زړونه

ورځي دي محراب دي د عاشق ورته سجود دى
مخ دي سپين كاغذ دى دا خط ښكلى پرې ودود دى
خال دي چي د ورځو په پيوند باند نمود دى
واړه د اّهونو په لوګيو تور كبود دى
درست دى سر ترپايه ننداره سره وجود دى
ونه د جائفلو واړه ګنج وږى ويغونه

ناز دى عاشق كش وْ، اوس دي خال باندي زياتى شه
رنګ دي وداني كا خوي دي خير په وېراني شه
تا ګيسو پرېشان كړه درسته جهان په پريشاني شه
تا چي مخ ښكاره كړ، درست جهان په حيراني شه
خلك ځان ځاني شه د خپل ځان په اّساني شه
څوك دى چي به اخلي دخوشحال خټك غمونه
(6) مثنوي :
مثنوى هم د شعر د انواعو يوه نوعه ده، او د شعر په انواعو كي دا نوعه ډېره عامه او اّسانه ده، مثنوي هغه نظم ته وايي چي هر بيت ئې په جدا جدا قافيه ويلى شوى وي، او هر يو بيت ئې مقفي وي، د مثنوي بيتونه د قافيې په لحاظ د يو وبل سره هيڅ ربط نه لري بلكي هر يو متفاوت او په بېله بېله قافيه وي، دمثنوي تعداد څه معلومه اندازه نه لري، په هره اندازه لږ وي كه ډېر د مثنوي اطلاق پر كيږي، د پښتو ځيني كيسې او حكايتونه، رومانونه اكثره په مثنوي كښي ليكل شويدي، د مثنوي يو بيت ته فرد يا بيت وايي د مثنوي نمونه داده.
خوشحال خان وايي :

د هر چا سره چي يو نفس قرين شوم
د هغه له خويه بويه په زړه شين شوم
زړه مي خوښ په هيچا نه شو په عالم كښي
له عالمه سره زيست كړم په ډېر غم كښي
خود سود له مخه څوك راسره يار شو
چي ئې خپل مقصود پوره شو نو ويزار شو
هر چي تا سره ياري كا نه ياران دي
همګي واړه لړم دي يا ماران دي
زامن واړه د زړه رنځ د خپل بابا دي
لوڼه كُل د زړه ژوري د ماما دي
كه دي يار دى كه دي خېښ دى كه دى ورور دى
دخپل ځان دى د خپل سود دى د خپل كور دى
تش د خولې لباس مباس دى سره كيږي
د هر چا خاطر خپل سود وته پړ كيږي
د راحت په وخت سل لافي د يارۍ كا
د محنت ساعت چي راسي ويزارۍ كا

(7) قصيده :
قصيده هم د شعر يوه پراخه نوع ده، په قصيده كي اوږده اوږده مضامين ويلي شي د وزن او د اّهنګ په حيث قصيده د غزل مرتبه لري او ټول قصيدې قافيه د اول بيت په مسرو بناء كيږي، قصيده په هره ژبه كښي عليحده انداز لري، په عربي كښي د لسو بيتو څخه په پورته ټولو ته قصيده ويلى شي او په پارسي كښي قصيده د پنځه ويشت بيتونو څخه كمه او د يو سلو اوياو نه زياته نه وي او په پښتو كي د شپاړس او لس بيتونو څخه كمه او د يوسلو اويا وْ نه زياته نه وي، خوشحال خان په خپل دېوان كي قصيدو ته لويه حصه وركړې ده او په پښتو كي ئې دا نوعه ډېره پراخه كړېده، د قصيدې نمونه داده، خوشحال خان وايي :قصيده
(8) ترجيع بند :
ترجيع بند داسي اشعارو ته وايي، چي د غزل په طور پنځه يا اووه بيته وويل شي، او وروسته بيا شپږم يا اووم يا لسم بيت په بله قافيه راوړلى شي چي د اولو بيتونو نه په معنى كي هم مختلف وي، او په قافيه كي هم، او بياپه دې ډول دهرو پنځو يا اوو يا نهو بيتونو څخه وروسته هم دغه بيت تكرار شي په ترجيع بند كي هر يو بند اكثره طاق راځي يعني يا پنځه او يا اوه، يا نهه، بيته وي، مګر سره ددې هم ددې پوره تخصيص نشته، كله د ترجيع بند بندونه جفت هم وي لكه چي په دې مثال كښي معلوميږي. د ترجيع بند بندونه غالباً د پنځو او لسو بيتو په مينځ كي وي اګر چي د خوشحال خان په دېوان كي تر نولسو بيتونو پوري هم يو يو بند راغلى دى :

ترجيع بند ستا دلوري كه هزار جور وجفا وي
له عاشقه به په سل رنګه وفا وي
په عاشق باندي معشوقه عنايت كا
ستا مدام په عاشق باندي عنا وي
ښه ما ومنل چي ته بې حد زېبا يې
په جهان به كم څوك تا غوندي زېبا وي

ولي خداى چي ښه جمال وچاته وركا
نه په دا چي دى بې مهره كبريا وي
كه قضا په ما زړه سوى كا هم به ومرم
كه يو څو ورځي جنګ او فتني دا وي
كه تل زما سره غوغا جنګ و جفا كړې
ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم
په بل لوري كه په تخت كښېنم ښه نه يم

2
زه چي تل ژړا زارۍ كوم وتاته
ته هم كله كله غټ وګوره ماته
دا همه واړه زما د بخت اثر دى
ګڼه تا كله ترخه ويل وچا ته
چي په حسن و جمال تر نورو زيات وي
په هغه باندي د زړه مينه وي زياته
كه جفا كړې كه ستم كړې كه عتاب كړې
هر څه ستا پر ما خواږه دي تر نباته
زه چي ومرم څه به بل سره جفا كړې
جګي جګي لا ژوندى يم ستا جفا ته
ستا په كوى كي لكه پروت يم پروت به اوسم
عهد قول زما هم دا دى تر مماته
ستا د در په خاورو پروت بې قدره ښه يم
په بل لوري كه په تخت كښېنم ښه نه ي

3
د رقيب په ويل مه وژنه ما ياره
د يارۍ حق په تا ګڼم بې شماره
كه مي وژنې بل ګناه په ما ثابت كړه
چي را ښه د رقيب زړه نه شي يكباره
كه زه ستا له لاسه ومرم بختور يم
خو وينا ده د رقيب په ما د شواره
ستا د مخ محبت هسي په ما ډېر دى
لكه مينه د بلبل په ګل بسياره
تل جفا د ښايسته وْ سره مل وي
په جهان كښي هيڅ ګل نه وي بېله خاره
كه ته هرڅه جفا كار او دل اّزار يې
زه "خوشحال" به دي لاړ نه شم له دلباره
ستا د در په خاورو پروت بېقدره ښه يم
په بل لوري كه په تخت كښېنم ښه نه يم

(9) تركيب بند :
تركيب بند هم د ترجيع بند غوندي قاعده لري چي پس د هر يو بند نه يو يو بيت د فصل په تور راوړلى شي، مګر فرق صرف دومره دى چي په ترجيع بند كي هم هغه يو بيت فاصل واقع كيږي چي دمعنى او قافيې په لحاظ پكښي څه تغير نه وي او په تركيب بند كي بېل بېل بيت فاصل واقع كيږي چي هم په معني كي د يو بل نه جدا وي او هم په قافيه كي د تركيب بند نمونه داده، خوشحال خان خټك وايي

دل اّرامه كه دما د درد دوا كا
سكه اول دى د مهر دوا راكا
د دلدارو هوادار له در او دوكه
دما دم له اه سرد سره واوا كا
د وصال سودا سودا د سر ومال ده
هر ګدا كله دا سود او دا سودا كا
د اّدم اّل اولاد سره كل مكر
كه د دور رسم هم داوْ اوس هم دا كا
درومه درومه ګله مه كوه له درده
كله كله درد هم مراد اداء كا
د ملوكو مهر وګوره له اصله
كله دوى د مردمراد وركړه له وصله (10)

2
تا چي كړې له هر چا سره ياري ده
ښكاره كړې دي له ياره طراري ده
ته چي ځان ګڼي دلداره اې دلداره
كله چا له تا ليدلي دلداري ده
ستا دقهر طاقت هيڅ راسره نشه
راشه قهر له زړه لېري كه زاري ده

تركيب بند

دا چي كله عاشق خاندي كله ژاړي
دا ئې تللې له خاطره قراري ده
كه سر ښندنه ګرانه تر هر څه ده
چي له ياره سر ساته شي اغياري ده
ته چي سر ساتې له ياره اغياري كړې
شيرين ځان تر اّشنا ځار كړه كه ياري كړې

3
زه زائر يم ځانه ستانه تل تر تله (11)
تر تا ځار شم ځانه ډېر ښه ئې تر بله
چي د غم په ګزه دي زه زهير شهيد كړم
تل تل خانده ! تل تل خانده ! ته قاتله !
چي تل تل په قهقه خاندې زهيرېږم
چي ئې ترخه تويوي دخوږو تله
يو په شله ښايسته تر جونو خانه
تا به ستايم تابه ستايم يو په شله
ته جانان تر وتازه تر نسترن يې
زه زهير خسته جليا يم تر بلبله
تر بلبلي جليا زه زهير خسته يم
چي بلبله په غوغا زه فم بسته يم

(10) مستزاد :
مستزاد هم د اشعارو يو نوعه ده مستزاد هغه شعر ته وايي، چي يوه مصرع ئې اوږده وي او بله يې لنډه وي، د مستزاد هر يو دغه لنډه مصرع په اّخر كښي لري، لكه دا چي ورباندي زياته كړي شوي او مستزاد هم ورته په دې نسبت وايي. د مستزاد اول بيت چي په هره قافيه وويلى شو هغه نو داسي دى لكه دغزل يا د چاربيتي سر، چي د هر بيت نه وروسته دويم بيت، به هم په دغه قافيه سره تكراريږي د مستزاد نمونه داده :
موږ پښتانه يو ، د غيرت په ځاى كي سر وركوو هم مال و زر وركو
همدارنګه نور بيتونه.

(11) مسبع :
مسبع يو داسي شعر دى چي هر يو بند ئگې اوه مسرۍ وي، د مسبع اول بند يعني اوه اوه مسرۍ په يوه قافيه سره ويلى شي او ټولي مسرۍ به په قافيه كي يوتر بله برابري وي. د مسبع قافيه په اول بند شروع كيږي، اول بند چي په كمه قافيه شروع شو نو د مسبع قافيه به هم هاغه وي او د هر بند په اّخر يعني په اومه مسره كي به هم دغه قافيه تكراريږي.

(12) مثمن :
مثمن هم د مسبع په طرز يو شعر دى چي په قافيه او لهجه او وزن كي د مخمس خيلو سره ما به الافتراق نه لري. په كم وزن او اّهنګ چي مسبع او مسدس او مخمس راتلى شي په هغه وزن او اّهنګ مثمن هم راتلى شي، صرف فرق دومره دى چي د مسبع بندونه اوه اوه مسرۍ او د مثمن بندونه اته اته مسرۍ وي.

(13) معشر :
دا نوعه هم د مثمن او مسبع په شان يوه نوعه ده، د وزن او اّهنګ په لحاظ ددې دواړو سره څه فرق نه لري، په كم وزن چي مثمن او مسبع راځي په هغه وزن معشر هم راتلى شي د معشر هر بند لس لس مسرۍ وي. د معشر قافيه په لسو مسرو بناء كيږي، د معشر نمونه د خوشحال خان له دېوانه داده :
جلوګر ئې خط وخال وي خوښ خرم د يار په حال وي
لمن ليكونه
1. المعجم فى معائير اشعار العحم 20 مخ
2. علم الادب يسوعي لومړى جز 360 مخ
3. علم الادب يسوعي لومړى جز 360 مخ
4. دخليل وفات په 174 هـ (791 م) كي واقع شويدى
5. علم الادب ا. ج. 360 مخ
6. المعجم فى معائير اشعار العجم 23،24 مخ
7. المعجم فى معائير اشعار العجم 35 مخ
8. ددې قسمت مهمه برخه صديق الله رښتيت له مقالو څخه د كابل د 1318 كال په كالنۍ كښي نشر شوې اقتباس شوې ده. "بېنوا"
9. د ژوند مجله ، منطبعه دهلي
10. په دغه بند كي غير منقوط صنعت هم شته
11. په دې بند كي هم يو لفظي صنعت راغلى، يعني يو تورى ټكي لري او يونه.